زیارتونه ، مندرونه

حیدراباد ته د راتلو په لومړیو ورځو کې د سړک پر غاړه ځای ځای شنو جنډو ته فکر وړی وم. شنې جنډې -چې د هر یوې پر سینه سپینه سپوږمۍ رسمه وه- کټ مټ د پاکستان بیرغ ته ورته وې. د هند او پاکستان تر منځ شته لانجو ته په پام سره، زه پدې حیران وم چې د پاکستان بیرغونه د هند په کوڅو کې څه غواړي. بیا به مې ګومان کاوه چې د دې ځای مسلمانان به د دیني تړاو له مخې یاد شوي بیرغونه د سړک پر څنډو ځړوي. دا کار تر ډیره راته یوه معمی وه تر دې چې وروسته راته څرګنده شوه چې شنې جنډې د پاکستان بیرغ نه بلکې د زیارتونو نښه ده.

د هر بل ځای په څیر دا فتنه دلته هم ښه پریمانه ده. په ښار کې به له مساجدو د زیارتونو (درګاه) شمیره ډیره وي. د زیارتونو شتون او ډیروالی او په اړه یې د خلکو تر مينځ عام عقاید پر ځای د شرم خبره ده، خو دلته د شنو جنډو لاندې نورې ډیرې کانې کیږي.

که کوم څوک له مخکې د زیارتونو له رنګ او بڼې سره بلد نه وي او که چا د مندر ننداره پخوا نه وي کړې او یا هم دا چې له مندره هغه د عجیبو او غریبو څیرو بتان لیرې کړې نو د زیارت او مندر تر منځ بیلتون به ډیر ګران کار وي. په مندر کې د بتانو او زیارت کې د قبر او یا جنډې له شتون پرته هر هغه کار چې په مندر کې کیږي په زیارت کې هم هماغه کیږي.

په مندر کې د بیلابیلو خدایانو (نر او ښځې) په نامه خیراتونه کیږي، په زیارت کې د بابا یا پیر په نام دیګونه باریږي. د زیارت پر دیوالونو باباګان د زمري یا اس په بڼه رسم شوي وي، په مندر کې خدایان د شادي، پیل، مار او نورو په بڼه جوړ دي. په مندر کې سهار او ماښام د خدایانو تر مخ ناریال ماتیږي، په زیارت کې ناریال پر قبرونو ایښودل کیږي. که د مندر د خدایانو په غاړه رنګارنګ ګلان رازړیږي، د زیارت قبرونه په تازه او وچو ګلانو پوښل شوي وي. تر ټولو بده یې دا چې په مندر کې د خدایانو طواف کیږي او په زیارت کې د قبرونو. زیارت ته هندو هم د حاجت پوره کیدو په تمه ورځي او مسلمان هم. په مندر کې پنډټ خلکو ته دعا کوي او نذر پرې ویشي، په زیارت کې دا کار منجور (متولي) کوي. په زیارت کې یو ببر سرى سړی ستره جارو په لاس ولاړ وي او تر دعا وروسته د هر چا په سینه یو کلک ډب ورکړي بیا سړی ترې تیر شي. په هغه تنګه کوټه کې چې ښځې او نر څومره سره نښتي ولاړ یا ناست وي هم یوه خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام د دې ټولو یادو شوو کارونو، نه یوازې اجازه نه کوي بلکې په کلکه ترې منع شوې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبرونو د زیارت اجازه یوازې د دې لپاره کړې څو زیارت کوونکي ته قیامت یاد شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه اصحابو ته په خطاب کې وايي: {لا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا , وَلا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا} حديث رقم : 7226 في صحيح الجامع
له خپلو کورنو نه هدیرې مه جوړوﺉ (یعنې په کور کې دالله ذکر او عبادت وکړﺉ) او زما له قبر نه زیارت مه جوړوﺉ .
همدارنګه شاه ولي الله الدهلوي دشرک نهه ډوله بیانوي :
۱-  الشرك في السجود .
۲- الشرك في الاستعانة . همدا راز اکثره خلق له مړیو دمدد او کمک غوښتنه کوی چه داهم شرک دی .
۳- الشرك في النذر .
۴- الشرك في التسمية .
۵- الشرك في الطاعة في التحريم والتحليل .
۶- الشرك في الذبح .
۷- تسيب السوائب والبحائر .
۸-  الشرك في الحلف .
۹- الشرك في الحج لغير الله ، یعنې دا چې حج یوازې دالله جل جلاله لپاره روا دې او له هغه نه پرته که څوک قبرونو او زیارتونو ته له سنت طرېقې پرته ورځي ددې معنی داده چې له الله نه پرته بل چاته حج کوي .
كتاب حجة الله البالغة 1/543

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قبره د عبادت ځای نه شي جوړیدای نو دا خلک د کوم منطق له مخې د نورو پیرانو طوافونه کوي؟

پاتې شوه د دعا خبره، الله جل جلاله په ښکاره ویلي چې الله جل جلاله انسان ته د غاړې تر رګه نږدې دی. مطلب هر ځای او هر وخت چې بنده ترې وغواړي اوري یې او ځوابوي یې.

{وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ} سورة ق 16 آيت

پدې توګه د قبرونو زیارت په ځای ښه کار دی؛ ځکه په انسان ته مرګ او قبر ورپه یادیږي ، خو د زیارتونو په اړه شته باورونه ټول خرافات دي او په اسلام کې ورته هیڅ ځای نشته.

محمد مدثر اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب