زیتون د هډوکو،التهاب،هاضمي سیستم او سرطان لپاره ښه درمل !!

زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.
د زیتونو له غوړيو ګټه اخیستنه اوس ډېره شوې، خلک یې په خوړو کې کاروي؛ ځکه دغه غوړي په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه غذايي مواد لري، خو د غوړیو ګټې یې باید د دې سبب نه شي چې پخپله زيتون له پامه وغورځوو.
اوس چې کرنې پرمختګ کړی، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي او کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي، خو په ټوله کې زیتون د روغتیا لپاره ګټور دي.
کولای شی له زیتونو څخه په سلاد، برګر او ټولو هغو خوړو کې ګټه واخلی چې هره ورځ يې په کور کې پخوی.
زیتون په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه معدني مواد، بېلابېل ويټامینونه، اوسپنه، فایبر، فېنولي ترکیبات، اولیک اسید او انټي اکسیدان لري.
د زیتون د غوړيو او یا خپله د زیتونو خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتېزم پر ناروغۍ اخته دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب