ساړه مشروبات تر هغه ډير خطرناک دي،څومره چې يې په اړه سوچ کیږي

انساني دماغ همېشه خوږو شیانو پسې لیونی پاتې شوی، خواږه شیان په دماغو ښه لګیږي، پخوا چې ساړه مشروبات نه و، ناروغۍ هم کمې وې. اوس چې ساړه مشروبات زیات شوي، خلک يې استعمال پسې لیوني سپيلني دي، همدا لامل دی چې ناروغۍ ورځ تر بلې زیاتيږي. د مشروباتو زیات استعمال انسان له حده زیات چاغوي، په مشروباتو کې استعمال شوي کیمیاوي مواد دماغو ته داسې وايي چې ښايي دوی کوم ښه کار کوي خو هغسې نه ده، د مشروباتو زیات استعمال له کبله د بورې استعمال بیا د انسان عادت کیږي چې پريښودل يې بیا له امکانه وتلي وي. دا بیا د زړه ناروغۍ، ګوزڼ او شکر په شمول ډول ډول ناروغیو خطرې نورې هم زیاتوي.

خو سربېره پر دې دغه مشروبات زموږ له توقع څخه څو چنده زیات د روغتیا دښمن دي. هغه ناروغۍ چې ساړه مشروبات یې راپیدا کوي په لاندې ډول دي:

ساړه مشروبات وزن زیاتویاے ایف پی فوٹو

د کلفورنیا پوهنتون د یوې څېړنې په اساس کوم کسان چې هره ورځ ساړه مشروباتو دوه بوتلې څکي د دوی وزن تر هغو چې ساړه مشروبات نه څکي دوه چنده زیات وي.

د دغې څېړنې په اساس د ساړو مشروباتو شوقيان DNA کې بدلون راځي او د حقیقي عمر څخه شاوخوا ۵ کاله مشر ښکاري او ددغې ټولو لامل د مشروباتو څکل دي.

مشروبات انسان د «بورې» عادتي کويآن لائن فوٹو

هغه کسان چې د ورځې د ساړو مشروباتو دوه بوتلونه څکي، بدن یې د «بورې» او خوږو شیانو ډيره غوښتنه کوي.

د برتانیې د بنګور پوهنتون په دغه څېړنه کې ویل شوي چې خواږه شیان د دماغو د غوښتنې به برخه کې قوي ځای نیسي، له همدې کبله دغه کسان بیا «بوره» ډيره زیاته استعمالوي او ساړه مشروباتو کې موجود پوکاڼۍ دغه اثر نور هم زیاتوي ځکه زموږ د ژبو خوند زیاتیږي او بورې ته مو تر پخوا ډیر شوق کیږي.

ساړه مشروبات د سرطان لامل ديفائل فوٹو

هغه ښځې چې په اونۍ کې تر ۳ ځلو زیات ساړه مشروبات څکي، هغوی کې د سینو سرطان خطر زیاتیږي. د کانډا لاوال پوهنتون په یوې څېړنې کې ویلي چې څومره زیاتې ښځې خواږه مشروبات څکي هغوی کې هومره د سینې سرطان خطر زیاتیږي.

څېړونکو په دې اړه چې ولې دا د سېنې سرطان پیدا کوی څه نه دي ویلي خو دا يې څرګنده کړې چې ساړه مشروبات سرطان پیدا کوي.

هډوکي کمزوري کويفوٹو بشکریہ وکی پیڈیا

د ساړو مشروباتو ډير څکل په هډوکو هم بده اغېزه کوي. د بوسټن یو پوهنتون په یوې څېړنه کې ویلي چې په مشروباتو کې د «فاسفورس ایسډ» اندازه ډيره زیاته وي او ددغو تېزابو له کبله د هډوکو وزن کمیږي او کمزوري کیږي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په جسم کې فاسفورس او کلسیمو طبیعتي توازن موجود وي خو د دغو مشروباتو د څکلو وروسته د فاسفورس اندازه زیاتیږي. ددغو دواړو توازن ساتلو لپاره د هډوکو څخه کلسیم راووځي چې هډوکي کمزوري کوي او د ماتېدو خطر یې زیاتوي.

د معدې ستونزې پیدا کوياے ایف پی فوٹو

په ساړو مشروباتو کې شامل ګاز په معده کې هوا پیدا کوي چې له کبله یې د خېټې درد هم پيدا کیږي.

د لندن څېړنیز مرکز په یوې څېړنه کې ویلي چې که انسان له پیله په معده کې د ګاز پیدا کېدلو مرض ښکار وي نو د مشروباتو څکل د معدې حالت نور هم خرابوي.

له دې پرته دغه مشروبات د کولمو مرضونه هم زیاتوي چې له کبله یې د هاضمې ستونزې نورې هم زیاتیږي.

غاښونه زیانمن کوياے ایف پی فوٹو

په ساړه مشروباتو کې بوره د غاښونو په وریو کې بکټریا زیاتوي چې په پای کې ځېنې داسې تېزابونه راووځي چې غاښونو د وتلو لامل ګرځي.

د برتانیې د برمنګم پوهنتون یوې څېړنې پر اساس ساړه مشروبات د مېوې د جوسونو په پرتله غاښونو ته لس چنده زیات زیان رسوونکي دي.

ینه متضرروياے ایف پی فوٹو

د ساړه مشروباتو څکل په ینه کې د وازګې زیاتیدو ډيره انديښنه پیدا کوي. څېړنو ښودلې چې کوم کسان چې د ورځې ۲ بوتله ساړه مشروبات څکي، نسبتا هغوی ته چې نه یې څکي، ۵ چنده د ینې د مرضونو خطر زیات لري.

په څېړنو کې دا هم ویل شوي چې په ساړو مشروباتو کې استعمال شوې بوره په ینه کې جذبیږي او د وازګې په شکل بدلیږي چې د بېلابېلو مرضونو خطر زیاتوي.

مشروبات ماشومانو ته تر هر چا ډیر ضرري ديرائٹرز فوٹو

ساړه مشروبات د ماشومانو په خېټو کې هغه بکټریاوې چې ماشومان له مرضونو ساتي، ډير زیان رسوي.

په حقیقت کې دغو مشروباتو کې موجوده «بوره» روغتیا ته ډير ضرر رسوي، په خېټه کې موجود جراثیم تقویه کوي او د ماشومانو خېټو کې بېلابېل مرضونه پیدا کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب