ساینس څه ته وايي؟ د بيولوژي علم پېژندنه

 ساينس څه دی؟

ساينس یوه منظمه لار ده چې له شواهدو څخه په استفادې سره د طبيعي نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي. د ساينسپوهانو مفکورې معمولا پر مشاهدو پيليږي چې د يوې پيښې یا بهير په اړه د معلوماتو د راټولولو پروسه ده او په خورا دقت او ترتيب سره ترسره کيږي. هغه معلومات چې له مشاهدې راټوليږي د ډيټا يا لومړنيو معلوماتو په  نامه ياديږي. کميتي لومړني معلومات د اعدادو په شکل ښودل کیږي چې د شميرلو او اندازه ګيرۍ له لارې ترلاسه کيږي. کيفيتي لومړني معلومات مشرح دي او داسې خواص لري چې معمولا نه شي شميرل کیدی. ساينسپوهان لومړني معلومات د نتیجه ګيرۍ لپاره کاروي. نتیجه ګيري د وړاندينيو معلوماتو او يا تجربو پر اساس وړاندې شوي منطقي تعبير ته وايي.

د لومړنيو مشاهدو وروسته يو محقق يوه او يا زياتې فرضيې وړاندې کوي. فرضیه د يو لړ مشاهدو وړانديز شوې ساينسي تشريح ده. ساينسپوهان د مخکينۍ پوهې، منطقي نتیجي، باخبره او له نوښته ډک تصور څخه په استفادې سره فرضیه جوړوي. ساينسي فرضيې بايد په داسې طریقې سره وړانديز شي چې د ازمويلو وړ وي. فرضيې د کنټرول شويو تجربو په ترسره کولو ازمویل کيږي. هغه نتیجه چې محقيقين يې له تجربو او لومړنيو معلوماتو څخه ترلاسه کوي بايد سمه وي. او د دې لپاره چې سمه وي، نتیجه بايد د باوري لومړنيو معلوماتو پر منطقي تعبير ولاړه وي.

 ساينسپوهان څه ډول کار کوي

د ساينسي تحقیق ترسره کول د يو لړ ګامونو په ترڅ کې ترسره کیږي. لومړنی ګام يې د يوې پوښتنې وړاندې کول دي. دویم ګام يې د يوې فرضيې جوړول دي. د ساينسي تحقیق درېيم ګام د يوې کنټرول شوې تجربې ترسره کول دي. يوه فرضیه بايد د يوې داسې تجربې په مرسته وازمویل شي چې په يوه وخت کې یې يوازې يو متحول بدلون وکړي. ټول نور متحولونه باید پرته له کوم تغير څخه پاتې شي. دا ډول تجربه کنټرول شوې تجربه بلل کیږي. هغه متحول چې په لوی لاس بدليږي د تنظیم شوي متحول په نامه ياديږي. هغه مشاهده شوی متحول چې تنظیم شوي متحول ته د غبرګون په ترڅ کې بدليږي د ځواب ورکونکي متحول په نامه ياديږي.

د ساينسي تحقیق د ترسره کولو څلورم ګام د نتایجو د ثبت او تحلیل مرحله ده. پنځم ګام يې نتيجې ته رسيدل دي. په ساينس کې يوه بنسټيزه انګيرنه دا ده چې د تجربې نتايج باید توليد شي.

کله چې شواهد وموندل شي يوه ټاکلې فرضيه دومره غښتلې کوي چې ساينسپوهان يې تيوري بولي. په ساينس کې يوه تيوري هغه ښه ازمويل شوې تشریح ده چې پراخه مشاهدې سره يو ځای کوي.

 د ژونديو موجوداتو مطالعه

که څه هم ژوندي موجودات له يو بل سره زيات توپير لري، خو ټول ژوندي موجودات په اتو خواصو کې شريک دي:

  1. ژوندي موجودات له داسې واحدونو جوړ دي چې حجره يې بولي. حجره د یوه اورګانيزم تر ټولو کوچنی ژوندی واحد دی.
  2. ژوندي موجودات تکثر کوي. په جنسي تکثر کې د دوه مختلفو پلرونو حجرې سره يو ځای کيږي چې د نوي اورګانيزم لومړنۍ حجره جوړه کړي. په غير جنسي تکثر کې يوازې يوه حجره نيمايي ويشل کیږي چې دوه نوي اورګانيزمونه جوړ کړي.
  3. ژوندي حيوانات د يوه ټوليز جنيټيکي کوډ پر بنسټ رامنځته کيږي. د وراثت لارښونې د ډي اين اې DNA د یوه ماليکول په مرسته انتقاليږي.
  4. ژوندي موجودات وده او نمو کوي. څو حجره ييز حیوانات د دود له مخې له يوه بهيره تيريږي چې وده يې بولي. حجرې له ویش سره سم د شکل او جوړښت له پلوه بدلون کوي چې دې پروسې ته د تفريق پروسه وايي.
  5. ژوندي موجودات مواد او انرژي ترلاسه او استفاده کوي. د هغو کيمياوي غبرګونونو ټولګې ته چې په ترڅ کې يې يو اورګانيزم ماده جوړوي او يا تجزيه کوي د ميتابوليزم په نامه ياديږي.
  6. ژوندي موجودات له خپل چاپیريال سره عکس العمل ښيي. محرک يو سيګنال دی چې يو اورګانيزم يې په وړاندې ځواب ښيي.
  7. ژوندي موجودات داخلي محيط ثابت ساتي. د هغې پروسې په مرسته چې دا کار ترسره کوي هوموستازز Homeostasis نوميږي.
  8. ژوندي موجودات د وخت په تيريدو سره په ډله ييزه توګه بدلون کوي. په ژونديو موجوداتو کې د وخت په تيريدو سره د بدلون رامنځته کيدل د تکامل په نامه ياديږي.

ټول بيولوژيکي علمونه د يو لړ مهمو موضوع ګانو او يا په لويو مفکورو کې شریک دي. تاسې به ووينئ چې دا لويې مفکورې له يو بل سره تړلي او ګډ اړخونه لري. په بيولوژۍ کې 10 لويې مفکورې په لاندې ډول دي:

  1. ساينس د پوهې يوه طریقه ده: ساينس د واقعيتونو يو ليست نه دی بلکې د مطالعې يو ميتود دی چې طبيعي نړۍ د قواو او پيښو په مناسبت سره څيړي.
  2. ماده او انرژي: د ژوند تر ټولو بنسټيزه اړتيا ماده ده چې د غذا او انرژۍ په توګه کار کوي او د ژوند پروسې ته د سونګ مواد برابروي.
  3. طبيعيت کې يو بل ته اړتيا: د ځمکې په کره کې موجود ژوندي اورګانيزمونه د ځمکې، اوبو او چاپیره هوا په تړاؤ په يو بل پورې تړلي دي.
  4. د ژونديو موجوداتو حجروي اساس: حجره هغه تر ټولو کوچنی واحد دی چې د ژوندي موجود په بدن کې ټول وظايف اجرا کولی شي. د حجرو بنسټيز جوړښت په ټولو اورګانيزمونو کې يو ډول دی.
  5. معلومات او وراثت: د ژوند پروسې د هغو معلوماتو په مرسته رهبري کیږي چې په يوه جنيټيکي کود کې انتقاليږي.
  6. د ژوند يووالی او تنوع: ټول ژوندي موجودات د کاربن لرونکو مالیکولونو له مشترکو لړيو څخه جوړ شوي دي، له پروټين څخه استفاده کوي او مشترک جنيټيکي کوډونه زخيره کوي.
  7. جوړښت او وظيفې: د ژونديو موجوداتو هر یوه لويه ډله د بدن خپلې خپلې برخې لري چې ځانګړې وظيفې ترسره کوي.
  8. هوموستازز: ددې لپاره چې خپل وظيفه په ښه ډول ترسره کړي، هر يو اورګانیزم باید د بدن ثابت داخلي محيط ولري.
  9. ساينس، ټیکنالوژي او ټولنه: خلک باید په رښتینې مانا پوه وي چې ساينس څه شی دی او څه ډول کار کوي څو زموږ د نړۍ او پر هغې زموږ د فعاليتونو د اغیز څرنګوالي په اړه له پوهې ډکې پريکړې وکړي.

بيولوژي په بيلابيلو ساحو ويشل شوې ده. ځينې ساحې په بيلابيلو کچو ژوندي سيسټمونه څيړي. دغه کچې له کوچني څخه تر لویې هغې پورې عبارت دي له: ماليکولونه، حجرې، د حجراتو ګروپونه، اورګانيزمونه، نفوس، ټولنې، ايکوسيستمونه او بايوسفير.

 اسباب او طرزالعمل

زياتره ساینسپوهان د لومړنيو معلوماتو د راټولولو لپاره له ميټريک سيسټم څخه کار اخلي. ميټريک سيسټم د اندازه ګيرۍ يو اعشاريه سيسټم دی چې واحدونه يې پر ټاکلو فزيکي معيارونو ولاړ او د 10 پر مضرب اندازه کیږي.

مایکروسکوپ آله د هغو جوړښتونو انځورونه لويوي چې د کوچنيوالي له کبله پر سترګو نه ليدل کیږي. نوري مايکروسکوپ د رڼا د لیدلو وړ وړانګو په فوکس کولو سره لوی انځورونه توليدوي. مرکب نوري مایکروسکوپونه نور ته اجازه ورکوي چې له يوې نمونې څخه تير شي او بيا د دوه عدسيو په مرسته انځور جوړوي. اليکټرون مایکروسکوپ د اليکټرونونو له جریان څخه په استفادې سره لوی انځور جوړوي.

بيولوژيستان دوه بنسټيز ډولونه کاروي:

چې ټرانسميشن اليکټرون مايکروسکوپ (TEM) او بل يې سکنينګ اليګټرون مايکروسکوپ (SEM) نوميږي. کله چې تاسې په خپل بيالوژي لابراتوار کې کار کوئ، خورا مهمه ده چې په خوندي شرایطو کې خپل تحقيق وکړئ. خونديتوب مو پر يو اسانه اصل ولاړ دی: هغه دا چې تل د خپل ښوونکي او درسي کتاب لارښونې په دقيقه توګه عملي کړئ. ښايي تاسې له داسې اورګانيزمونو سره په تماس کې اوسئ چې په سترګو يې نه وینئ، نو پکار ده چې د هر يوه ساينسي فعاليت وروسته په ښه توګه خپل لاس ووينځئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب