سباناری نه کول روغتیا ته زیان رسوي!

هغه کسان چې، د وزن د تناسب د ساتلو، یا هم د وخت د کمې له وجې د سهار ناری یا سباناری نه کوي. دا باالکل غلط فکر دی.
اما برعکس تاثیرات کوي، یعنې چې د دې پر ځاې چې وزن یې کم سي، زیاتوی يي.  هغه څه چې د انسان په وجود یا جسم په سهار کې واقع کیږي.
که مو کله فکر کړی وي، کله چې په سهار که له خوبه پاڅی، نو وجود او مغز مو د ۱۰ یا ۱۲ ساعتو لپاره څه نه وي رسیدلي.
د انسان جسم هم لکه د موټر په ډول مصرف لري، لکه د خپل موټر په شان که هر څومره د خپل جسم خیال وساتئ هغومره زیات عمر کوي.
کله چې انسان په سهار کې له خوبه پاڅې، باید خپل وجود تغذیه کړي تر څو خپل ورځنی دندي په ښه موفقیت تر سره کړي.
په خوړو سره د انسان مغز هم تغذیه کیږي. دا چې مغز ولې او څه لپاره تغذیه سي، دلیل یي دا دی چې، همدا ماغزه دي چې د انسان د وجود ټولو اعضاوو ته پیغام استوي تر څو کوم کار وکړي او کوم ونه کړي.
که د انسان ماغزه تغزیه نسي نو ډیر په کراره به د وجود نورو اعضاوو ته خبر ورکوي، او په پایله کې د وجود په غړیو منفې اغیزه کوي.

د انسان مغز ګلوکوز، وینه او شوګر ته اړتیا لري تر څو انرژي واخلې او اجرات وکړي.
او د وجود عضلي ګلوکوز ته اړتیا لري، تر څو فعاله سي او فزیکلی کار وکړي.
د ښي نتیجي لپاره باید د ویني او شوګر سطح په مناسبه سطح حفظ کړو. وروسته له یو څه وخته بې له خوړو، د وجود د شوګر او ویني سطح راټیټیږي. چې په نتیجه کې يې ستړیا او د ولګې نوري علامې د انسان په وجود کې راپیدا کیږي.
د سبانارې د نه خوړلو زیانونه

خسته ګې، ظعف، ګنګسیت، د تمرکز ظعیفي. پایله یي دا وي چې، د ورځنې کارونه په سمه توګه سر ته نسئ رسولاې.
که سباناری ونکړئ
بعد له هغې چې له کوره وځئ ډير ژر به وګورئ چې وجود مو خوراک ته اړتیا لري. او هغه ناسمه او غیر صحې څیزونه ته مو هڅوي چې وې خورئ. پایله یې د وزن زیاتیدل دي.
یا که په کار کې اوسئ، او تر اوسه لا د غرمې د خوړو وخت نه وي. دا هغه وخت دی چې تاسو کوشش کوئ تر یو څه که هغه غیر صحې هم وي پیدا یې کړئ او وې خورئ. لکه چاکلیت، کیک او هم همداسې نور غیر صحې خوراکونه. او د هغو کسانو لپاره چې د خپل وزن تناسب ساتي، نو په پایله کې يې وزن زیاتیږي.
او داسې هم کیداې سي چې، تاسو ډیر زیات وګي سئ او د غرمې د خوراک په وخت کې دوه چنده خواړه راواخلئ او نوش جان یې کړئ.
په سهار کې نه خوراک د وزن کموالې سره مساوي نه دی
ځینې خلک د سهار په وخت څه نه خوري، فکر کوې د ورځنې خوراک کالوري به یې کمه سي او په نتیجه کې به وزن کم کړي.

خو داسې نه دی. په سهار کې نه خوړل په دې معنې چې وروسته دوه چنده خوراک.
ایا پوهیږئ چې متخصصان څومره تاکید کوي چې باید سباناری وکړئ؟
تر ټولو مهم د لیل د سبانارې کولو هغه مطالعې دي چې ښایي سباناری د ذهنې تمرکز باعث ګرځي.
د دې لپاره چې سباناری خپل عادت وګرځوو، باید کوم ډول خواړه مو پر دسترخوان حاضر وي.
۱ ډوډۍ، البته سبوس لرونکې ډوډۍ دا ډول ډوډۍ د ورځنی کاربوهادریت مصرف پوره کوي.
۲ شیدې، شیدې تر ټولو ښه مایع دی، او کلسیم پکې شتون لري.
۳ عسل/ شهد، دغه خورکې ماده د قند ځای نیسي.
۴ پنیر، دا هم د ښه پروتین لرونکي خواړه دي.
۵ هګۍ، چې دا هم د پروتینو یوه ښه ماده بلل سوی ده.
۶ تازه میوه، لکه مڼه، مالته او همداسې نور. په سهار کې فایبر او ویتامین سې ډير اړین دي.
۷ بادام، دا هم د ښو پروتینو منبع دی.

ژباړه او راټولونکی. عزیزالله هوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب