ستاسو د بدن په اړه ۲۰ جالب حقیقتونه

 

د امريکا په یوه ورځپانه کې د بدن په اړه ۲۰ جالب حقیقتونه په لاندې ډول لیکل شوي وو:

۱- یو عادي انسان په ټول ژوند کې تقریبآ ۲۳۶۵۹ ليتره لاړې (د خولې اوبه) تولیدوي، چی دوه د لامبو وهنې حوضونه ډکولای شي.

۲- غوږونه او پزه هیڅکله هم خپله وده نه دروي.

۳- ستاسو د وجود ټولې باکتریاوې مجموعا څلور پونډه وزن لري.

your ads

۴- د ګوتې د اثر په شان هر څوک د ژبې بې مثاله اثر (نشان) هم لري.

۵- ستاسو اعصاب (ماغزه) تر څلووېښت کلنۍ پورې انکشاف کوي.

۶- د زخم ځای په دوامداره توګه د هرکال نه وروسته همغه شان ښکاري، دا ځکه کله چې د پوستکې حجرات د وخت په تېرېدو سره بدلېږي نو هغه لاندېنۍ طبقه چې د پروتینو (collagen) ده، نه بدلېږی.

۷- ستاسو پزه ۵۰۰۰۰ مختلف حسونه کولای شي.

۸- په هرساعت پوست اچوونه کې انسان تقریبآ ۶۰۰۰۰۰ ذرې خپل پوستکی د لاسه ورکوي.

۹- د کوچنیو ماشومانو بدن نسبت لویانو ته ۶۰ اضافي هډوکي لري.

۱۰- زمونږ ټولو په بڼو کی وړی سپری اوسیږی.

۱۱- د آبي سترګو لرونکي خلک د الکولو زیات تاب لري.

۱۲- ستاسو تر ځای (بسترې) لاندې اکثریت ګرد په حقیقت کې ستاسو د بدن مړ پوست دی.

۱۳- هغه کیمیاوي عناصر چې ستاسو بدن ترې جوړ شوی دی تقریبآ ۱۶۰ امریکایي ډالر ارزښت لري.

۱۴- ستاسو په خوله کې باکتریاوې د نړۍ د خلکو تر نفوس زیاتې دي.

۱۵- زمونږ د سږو او پزې سوري واړه حساس ویښتان لري چې Cilia ورته ویل کېږي دغه ویښتان تند بوی او مزه معلومولای شي.

۱۶- ستاسو د خولې د خوند زخې په هرو لسو ورځو کې بدلېږي.

۱۷- ستاسو سږي (شش) تر پنځو دقیقو پورې اکسجن ساتلی شې.

۱۸- ستاسو د وجود ۲۰ فیصده اکسجن او وینه ستاسو اعصاب مصرفوي.

۱۹- ستاسو په وجود کې په کافي اندازه اوسپنه شته ده چې درې انچه اوږده ستنه ترې جوړېدلای شي.

۲۰- د Muscle کلمه د لاتیني کلمې Musculus څخه اخیستل شوې ده چې معنی یې کوچنۍ موږک ده، دا ځکه چې فکر کېده چې خم کیدونکی غضله هم موږک ته ورته ده.

ستاسو ورور ډاکټر مجتبی عزیزیار

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب