ستاسو د بریاليتوب رازونه

کله چه انسان دیو لړ مشکلاتو سره مخامخ کیږی نو دهغوی په وړاندی ځان عا جز اونا توانه احساسوی او فکر کوی چه نشی کولای له دغو غمونو او کړاونوڅخه خپل ځان وژغوری یعنی د یو روحی اوروانی فشار تر اغیزی لاندی راځی . دلته له یوی خوادکړاونو اوغمونو سره مخامخ کیدل اوله بلی خوا دهغوی څخه دخلاصون دلاری نه موندل ددی لامل کیږی چه دا شخص په زیاتو روحی روانی او ټولنیزو ستونزو اخته شی .
چه نمونی زمونږ په ګران هیوادډیری زیاتی لیدل کیږی په ځانګړی ډول په تیرو دری لسیزوجګړوکی زمونږ ګرانوهیواد والو زیات کړاونه او ستونزی ولیدلی خو په دوی کی ډیر کم شمیر وکړای شول دمشکلاتو په وړاندی مقابله وکړی او خپل ژوند ته په عادی ډول ادامه ورکړی اوپه دوی کی زیات شمیر په ډول ډول کړاونه اخته شول او تر اوسه هم دا کړاونه دوام لری .
دا دوه ډلی خلک کولی شو په یوه لنده او وچه لښته مثال ورکړوهغه چا چه دمشکلاتو په وړاندی مقابله وکړه هغوی دیوی لندی لښتی په شان تر ډیرو مشکلاتو اوکړاونولیدو ورسته بیرته خپل اولی حالت ته راغلل لکه لنده لښته هر څومره کږه او خمه کړی خوکله چه بیرته خوشی کړی تر لږ وخت ورسته خپل اولی حالت ته راځی .
اوبله ډله هغه کسان وچه دلږ مشکلاتو په لیدو یی دژوند حالت تغیر وکړ او لکه دوچی لښتی په دلږ فشار په واردولو سره مات شول او دژوند په ټو لو ډګرونو کی له ماتی سره مخامخ شول .
اوس ددی لپاره چه په ژوند کی دکړاونو اونا خوا لو تر اغیزی لاندی را نشو نو په کار ده چه لاندی څو ټکی په نظر کی ونیسو:
۱. په الله(ج) باندی کلک ایمان اوعقیده لرل: څوک چه په الله(ج)کلک ایمان او عقیده ولری هغوی هیڅ کله دژوند په ژوند کی دکړاونو تر اغیزی لاندی نه را ځی هغوی وایی چه په ژوند کی ټولی خوشالی او غمونه دالله(ج) له لوری دی او کله چه له نا خوالو سره لاس او ګریوان کیږی ته الله(ج) ته رجوع کوی او دلمانځه په اداکولو،د قرآن کریم په تلاوت ،دعاکوکو او نیکو کارونو په کولو خپل ځان ته تسلی ورکوی او وایی چه دادنیا دآزموینی ځای دی چه دده کلکه او راسخه عقیده ددی لامل ګرځی چه داشخص په ژوند کی دناخوالو تر اغیزی لاندی نه راځی .
۲. په ژوندکی دځان لپاره موخه یا هدف ټاکل : یو له هغو اساسی او مهمو عواملو څخه چه انسان ته بریالیتوب په برخه کوی دځان لپاره موخه یاهدف ټاکل دی دموخی یاهدف لرل ددی لامل ګرځی چه شخص ته قوت ورکوی دهغه دخوځښت لامل ګرځی او دهدف په لوری دهر ګام اخستل دسړی داعتماد او باور قوه غښتلی کیږی او دهغه دپر مختګ سبب ګرځی او له منفی افکارو څخه مخنیوی کوی .
او پرته له موخی ژوند هیڅ مانا نلری او داسی مثال لری لکه یو کس چه په یو څلورلاری کی ولاړ وی خودحرکت مسیر یی معلوم نوی چه کومی خواته ولاړشی.
۳. دښه تدبیر لرل : دښه تدبیر لرل هم یوله هغو عواملو څخه دی چه شخص کولی شی دمشکلاتو په وړاندی مقابله وکړی او کله چه په ژوند کی له ناخوالو او کړاونو سره مخامخ کیږی نو دیولړ ابتکاراتو په کولو ځان له کړاونوژغوری او خپله فکری قوه په کار اچوی او له ساداولومړنیو آسانتیاوو اووسایلو څخه زیاته ګټه اخلی.
۴. هڅه هاند اوښه استدلال : هخه هاند او ښه استدلال په ژوندکی ددی لامل کرځی چه شخص تل کوښښ کوی ترڅو حقایق ځان ته څرګند کړی او دا ډول کسان ډیر لږ آرام کینی نودوی دژوند دناخوالو او کړاونوتر اغیزی لاندی نه راځی .
۵. تر وسه پوری له نو رو سره مرسته کول: له نورو سره مرسته کول هم یو له هغو لارو څخه ده چه مونږ ته روحی آرمی را په برخه کوی او انسان باید دهر چا په وړاندی زړه سوی او مهربانی ولری کله چه یو څوک په خراب حالت کی وینی نو هغه ته دمرستی لاس اوږد کړی مګر په دومره پیمانه مرسته چه موږ دهغه شخص له مشکل سره لاس اوګریوان نشو . دلته دیو ټکی یادول ضروری بولم او هغه داچه مونږ با خپل ماشومان پرخپل ځان متکی وروزو هغوی ته دمشکل دحل لاری چاری وښیو دهغه داستقلالیت حس قوی کړو تر څو په راتلونکی کی دټولنی یو فعال غړی واوسیږ
۶. له ځان غوښتنی او لویی کولو څخه ځان ژغورل:
ځان غوښتونکی او متکبر خلک تل دخپل ځان او څپلی شخصی ګټی په فکر کی وی او ټول مادی اوم عنوی امتیازات خپل ځان ته غواړی او دنورو حق هم خپل ګڼی او خپل چار چاپیره خلکوته هیڅ پاملرنه نکوی چه دی خلکو ته ځان غوښتونکی خلک وایی . خو هغه خلک چی حان غوښتونکی نوی هغوی تل له نورو سره ومرستی اوهمکاری په سوچ کی وی او ډیرلږ دژوند دناخوالو تر اغیزی لاندی راځی داسی اشخاص په ټولنه کی دنورو داعتماد واباوروړ کسان وی ځکه دوی تل له نورو خلکو سره دسختی پرمهال مرسته کوی او له خپل مال څخه تیریږی او که پردی شخص کوم مشکل راځی دهغه ملګری او مرسته کونکی ډیروی او په آسانی سره هغه مشکل حل کیږی .
لکه چه وایی:       که ته وایی چه زه یم                    اوکه زه وایم چه زه یم
نه به ته یی نه به زه یم
اوکه زه وایم چه ته یی                اوکه ته وایی چه ته یی
هم به ته یی هم به زه یم
۷. دمثبتو اومنفی احساساتو دقبلولو وړیتا یا دخوشالیو اوغمونو قبلول .
دخوشالیو اوغمون په یادلرل یا ددواړو قبلول زموږ سره مرسته کوی ترڅو خپل ژوند ته په عادی ډول ادامه ورکړو خوځینی خلک داسی عادت لری چه کله دکوم مشکل سره مخامخ کیږی نوټول تیرشوی مشکلات او خاطرات راغونډوی او مشکل نورهم ډیروی مګر په هغه وخت کی هیڅ کله خپلی خوشالی غوره خاطرات او نیکی نه شمیری انه یی هم یادوی چه دا په ځای او مناسب کار ندی .لکه ځینی خلک وایی خدای(ج) یوازی زه لیدلی یم او ټول غمونه زما په سردی چه داخبری داچه مشکل نشی حل کولی بلکه د ډیری لویی ګناه سبب ګرځی .
موږباید دالله(ج) دنعمتونو شکر پر ځای کړو ا دکړاونو په وړاندی دصبر اوزغم لاره خپله کړو چه دایوازینی حل لاره ده اوبس.
۸. امید اوهیله لرل خپل راتلونکی ته : راتلونکی ته امید لرل او هیله مندی ددی لامل ګرځی چه شخص دکړاونو او مشکلاتو په وړاندی ودریږی او مشکلاتو اناخوالوته ماتی ورکړی .
خوکه څوک خپله راتلونکی توره وګڼی او ناامیده شی نو کړاونه اوناخوالی تری غیږ چاپیروی او مشکلات یی ورځ په ورځ زیاتیږی او دژوند دهرکت مسیر تری وکیږی .
۹. له نورو څخه بی ځایه طمع نلرل :  ډیری وخت په چاپیریال کی له خلکو سره راکړه ورکړه ، کړه وړه او خبی اتری د یو کس دتشویش او پریشانی سبب کیږی په ځانګړی ډول ناوړه کړه وره اوداسی نور یو کس له هرچاڅخه داطمع لری چه دده په شان کړه وړه ورسره وشی کنه بیا نو ځوریږی او وایی چه فلانی او بستانی خو داپه ځای خبره نه ده چه موږ له ټو لو خلکو یو ډول طمع ولرو او له ټو خلکو ګیله وکرو او وځوریږو له چا طمع با ید دهغه کس دعقل ،پوهی ، دهغه عمر دهغه دکاری چاپیریال او نورو په اندازه وی نه له هغی څخه زیات.

 

عبدالمتین عمری وردګ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب