ستا خبرې ستا د شخصیت ترجماني کوي!

 

خبرې ډېر قيمت لري، په خبرو مونږ يو له بل سره اړيکه پيدا کوو، خپل هدفونه پرې سر ته رسوو، خو په خبرو سره زمونږ د شخصيت نښې نښانې څرګندېږي، د زړه هغه پټ رازونه افشا کيږي، خپل ثقافت او فکر څرګندېږي، نېکې او سمې خبرې په ښه عقل او بصيرت دلالت کوي، هيڅکله به يو لوی او حکیم شخصیت ونه وينې مګر خبرې به يې حکيمانه او د ملغلرو په څېر وي.

شیخ طنطاوي رحمه الله وايی: کېدای شي يوه خبره تا جنت ته داخل او يا دې جهنم ته داخل کړي، په يوه خبره انسان قتل ته هم رسېدلای شي او له قتل څخه بچ کېدای هم شي، کېدای شي يو حاجتمند ته په يوې خبرې خپل حق ورسيږي، او بل تن هم په يوه خبره خپل حق وغواړي خو ورته ونه رسيږي.

د عقلمندو خبرې د خلکو د عقلونو مناسب وي، هر چا سره د هغه د پوهې په اندازه خبرې کوي، او هر مقام او حالت مناسبو خبرو ته اړتيا لري.

همدارنګه بې ځايه او پوچې خبرې د يو تن شخصيت ته صدمه رسوي، د هغه شخصيت زخمي کوي، چې بیا د هغه ټکور سخت وي، هر کله چې خبرې کوو لومړی بايد ورته فکر وکړو چې څرنګه پايله لري، که ښه پايله يې درلوده، نو وبه يې کړو او که نه نو چوپ کېدل به غوره وي. همدارنګه زياتې خبرې د انسان شخصيت او غيرت ته صدمه رسوي. څه ښه وايی: خبرې کمې کوه او اورېدل زیات کوه، له غصې څخه مسکا زياته کوه، له نورو سره خاندا کوه او چا پورې مه خانده.

شعبه (رحمه الله) وايې: ما يو حکيم ته وويل: ولې له زاذان څخه روايت نه نقلوې؟ هغه وويل: هغه ثرثار (سار) دی زياتې خبرې کوي.

له وديعة الأنصاري څخه روايت دی هغه وايی: له عمر رضي الله عنه څخه مې واورېدل چې يو تن ته يې نصيحت کاوه، ورته يې وويل: په هغه څه کې خبرې مه کوه چې تا پورې اړه نلري.

ابن محیریز وايی ما د فضالة بن عبیدالله رضي الله عنه سره ملګرتيا کوله، ما ورته وويل: ماته وصيت وکړه، هغه وویل: درې صفات په ځان کې راوله الله تعالی به درته پکې ګټه واچوي:
-که کولای شې يو څه وپېژنې او هغه بيا ونه پېژنې (مطلب هغه څه چې تا پورې اړه نلري)، نو دا وکړه.
– که کولای شې چې غوږ کېږدی او خبرې ونکړې، دا هم وکړه.
– او که کولای شې چې يو چا ته کښېنې او تا ته څوک ناسته ونکړي، نو دا هم وکړه.
خبرې کول یو فن دی، دا يو مهارت دی، دا زده کړې ته اړتيا لري، موږ ته پکار ده چې د خبرو په طريقه او مهارت باندې ځان خبر کړو، ځکه ښې او عقلمندې خبرې د ښو اخلاقو له اساساتو څخه دی، ښې خبرې د محبت سبب ګرځي.

اوس وخت کې د خبرو اترو وسايل ډېر زيات شوي، تکنالوژۍ داسې پرمختګ کړی چې يو تن د نړۍ له يوه ګوډ څخه د نړۍ بل ګوډ سره خبرې کولای شي، نو هر وخت انسان ته دا زمينه برابره شوې چې له يو بل سره خبرې وکړي، مګر ډېر خلک د خبرو په طريقه نه پوهېږي، ځينې وخت يو تن سره پرته له کوم فکر او اړتيا خبرې پيل کړي، د خبرو سر او اخر يې نه وي معلوم، داسې فکر کوي چې دا له يوه دېوال سره لګيا دی. همدغه بې پروايې او په خبرو کې خپله ژبه نه کنترولول د انسان شخصيت له خاورو سره خاورې کوي.

ځينې وخت انسان له بل تن سره داسې خبرې کوي چې د هغه د احساس مخالف وي، دې ته فکر نه کوي چې دا خبره به د دې په روحيه منفي اغېزه کوي خو کوي يې، اګر که اورېدونکی خپل احساسات کنترول کړي، هغه به چوپتيا غوره کړي او کوم عکس العمل به ښکاره نکړي، خو دا بايد په دې پوه شي چې خپل شخصيت ته پرته له دې چې پوه شي؛ صدمه ورسوله.

د ښه شخصيت د ساتلو لپاره بايد د خبرو اترو په وخت کې لاندې ټکي په نظر کې ونيول شي:
۱/ د مقابل لوری له عقل او پوهې سره مناسبې خبرې وکړي.
۲/ د مقابل لوري احساسات مراعات کړي.
۳/ د يو تن له غيبت څخه ځان وساتل شي.
۴/ له بې ځايه خبرو څخه پرهېز وشي.
۵/ په زوره خبرو کولو او په زوره خاندا کولو څخه ځان وژغورل شي.
۶/ مقابل لوری ته هم د خبرو وخت ورکړل شي.
۷/ خبرې له فکر کولو وروسته وشي.
۸/ په خبرو کې له درواغو ډډه وشي.
که چېری پورتني ټکي په نظر کې ونه نيول شي نو په يقينې ډول تا خپل شخصيت ته ضربه ورسوله، خپله اصلي بڼه دی بل چاته پرته له دې چې ستا په هکله معلومات وکړي وښودله.

عماد الدین سعید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب