ستا هر کار صدقه ده !؟

انسان داسي مخلوق دئ ، چي الله جل جلاله ټولنيز پيدا کړى ، هيڅ يو کار په يوازي سر نه سي تر سره کولاى ، له دفتره نيولې بيا تر کوره په ټولو کارونو کي د نورو مرستي ته اړ دئ . په دفتر کي د همکاران ،    په کورنۍ کي د پلار ، ورور ، زوى او نورو ، په مسجد کي د مسجدوالو ، په کلي کي د کليوالو ، په ټولګى کي د ټولګيوالو او نورو … مرسته ورته لازمي ده ، پرته د دوى د مرستي به ئې هر کار نيمګړى وي ، په هر کار کي به پس پاته وي او هر کار به ئې ستونزي او مشکلات ولري ، که بيا هم  کار په يوازي توګه تر سره کوي ، سرته ئې رسوي او څوک وائې چي په يوازي سر کار کيږي نو ضرور ډ ېر وخت ورڅخه نيسي ، کله چي د يوې ورځي کار په اونۍ کي تر سره سي نو دا ښکاره خبره ده چي د ژوند ګاري ټکنى کيږي ، هغه ډول کار ته چي ټولنه اړتيا لري  هغه سي کار نه تر سره کيږي ، د ورځي کار په اونۍ ، د اونۍ کار په مياشت او د مياشتي کار په کا تر سره کيږي نو په دې سره د اولس ، ملت او هيواد د پر مختګ مخه نيول کيږي ، اولس او هيواد د پر مختګ پر ځاى شاتګ کوي تر خپلو سيالانو وروسته پاته راځي لکه څه ډول چي نن ورځ موږ او زموږ هيواد دئ .

دغه ډول يو د بل سره مرسته ، يو د بل سره کومک او يو د بل لاس نيوي ته اسلام ډېر ارزښت ورکړى ، هره کړنه چي يو انسان ئې د بل انسان سره د مرستي په نيامت تر سره کوي نيکي يې ګڼي الله جل جلاله   په سورة الزلزال کي فرمايي :

`فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ( سورة الزلزال: ايت،٧)

ژباړه: نو چا چي د وړې ذرې په قدر نېكي كړې، ويني به ئې.

دغه نيکي كه ستر وي او كه ووړ، حتى كه د يوې وړې ذرې په اندازه وي، ټول به په خپلي عملپاڼي كي وگورې، ټول به ئې مخي ته مجسم كړى سي.

دلته الله جل جلاله زرې غوندي نېکۍ ته اشاره کړې ، چي موږ ئې نه سو درکولاى خو دا چي موږ  د خپل مسلمان ورور سره هغه که مو همسايه وي ، همکار وي ، ملګرى وي ، د سفر لاروى مو وي ، مسکين او غريب وي، مظلوم او نادار وي ته ورسره مرسته کوې، اړتيا ئې پوره کوې، له ستونزو او مشکلاتو ئې ژغورې نو څونه ثواب او بدله به ئې وي .

دغه مرسته په اصل کي انسان له ځان سره کوي ، ځان ته ګټه او ښېګڼه رسوي ځکه الله جل جلاله فرمايي :

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ . ( سورة فصلت:ايت، ٤٦)

ژباړه: چا چي صالح عمل وكړ نو د ځان په گټه ئې دئ .

د نېك  عمل گټه  تر بل چا وړاندي او زيات په خپله عمل كوونكي ته رسي. انسان چي د بل انسان سره مرسته کوي نو هغه دي هيڅکله وړوکې نه بولي او نه دي دا فکر کوي چي زما دا وړوکې مرسته ماته ګټه نه رسوي ( چي دا دونه کار نه دئ چي زې کوم  يعني وړوکى دئ ) په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : عن ابى ذر رضى الله عنه قال : قال لى النبي صلى الله عليه وسلم ( لا تحقرن من المعروف شيئا و لو ان تلقى اخاک بوجه طليق ) . ( رواه مسلم )

ژباړه: له ابو ذر رضى الله عنه څخه روايت دى ، دى وايي ما ته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايايل: د ښه عمل هيڅ کار هم حقير او بې اهميته مه بوله که څه هم  چي ته د خپل مسلمان ورور سره په خندا مخامخ سې . يعني په ورين تندي له خپل مومن ورور سره مخا مخ کېدل هم نيکي ده .

د پورتنيو اياتونو او حديثونو څه څرګنده سوه ، چي د مسلمان مؤمن هره د خير کړنه د الله جل جلاله په دربار کي ځانګړى ځاى لري او الله ته قابل د قبول دي ، چي پر زره – زره نېکۍ ئې بدله ورکوي نو يو مؤمن بايد هيڅکله دا موقع له لاسه ورنه کړي او په هر قيمت چي وي په ښه توګه دغه اعمال د خپل مسلمان ورور په وړاندي  تر سره کي ، لکه : د هغه ښه هر کلى ، په وړاندې مسکاء، د نادارۍ په وخت کې لاس نيوى، په ورين تندي ورسره مخکېدل، سلام ورته کول، د دندې پر مهال ئې مرسته او کومک کول ، صله رحمي پر کول، حقوق ئې پر ځاى کول او نور ….

محمد نبي سلطاني/ تعلیم القرآن رادیو

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب