سترګو تورول ناروا دی؟

سترګې تورول په دوه ډوله دي:

يو يې د سترګو د ليد د پياوړتيا، د خيرو او ناپاکیو د لرې کولو په موخه د موادو کارونه ده چې سينګاري نه وي، نو دا ډول يې څه باک نه لري، بلکې د دې کار کول په کار دي، ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به په سترګو کې مواد کارول. که د اصلي رنجو په وسيله هم وي څه پروا نه کوي.

دوهم ډول يې: چې هدف ترې سينګار او ښايست وي. د ښځو له پاره غوره ده ځکه چې ښځې ته په کار دي چې د خپل ميړه له پاره ځان سينګار کړي.

پاتې شو سړي، په دې کې خبره شته او هغه دا چې د ځلموټو او ژڼکيانو له پاره د فتنې له وېرې په کار نه ده، مګر د زړو له پاره يې په کارولو کې کوم باک نشته.


سرچينه: فتاوی شیخ عثیمین رحمه الله، يوولسم ټوک، ۱۱۶مخ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب