سرسايه يا د فطر صدقه؛ پېژندنه، حکم، حکمت، اندازه، کله او چا ته

د سرسايې پېژندنه:

سرسايه يا  دفطر صدقه  دخوړو له هغې  ټاكلې اندازې  او يا دهغې  د بيې له معادل څخه چې د يو واجب حق په توګه وړكسانو ته وركول كېږي عبارت  ده.  له دې امله يې دفطر د صدقې په نوم يادوي چې د روژې له پاى ته رسېدو او د كوچني اختر  له رارسيدو سره سم واجب ګرځي اوبله وجه يې داده  چې ددې صدقې او زكات وركړه دمسلمانانو له فطرت څخه ده .

دسرسايې حكم :

سرسايه  يا صدقه فطر له زكات نه وړاندې په دويم هجري كال واجب شوه،  د سرسايې  په وجوب كې  له اجماعو نه  وړاندې  اصل، كتاب الله او سنت دي، كتاب الله كې  راځي:

په تحقيق سره كامياب شو هغه څو ك ( داخلاص او ايمان له مخې ) چې يې زكات  وركړ او  دخداى نوم يې ( په تكبير ، تسبيح ، تحميد او تهليل ) سره ياد كړل او وروسته  داختر لمونځ  ادا كړي . ( سورت اعلى – ۱۴ – ۱۵ )

[irp][irp][irp]

خو د سنتو په برخه كې دغه  حديث  رانقل شوى دى :

رسول الله( صلي الله عليه وسلم) د هر هغه نارينه او ښځېنه  مسلمان په سر چې حر ( ازاد ) وي له خرماوو او يا وربشو نه د يوې صاع ( دنن ورځې دڅلورو كيلو معادل ) په اندازه د فطر د صدقې ( سرسايې ) وركړه فرض ګرځولي

دسرسايې حكمتونه :

 له ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه روايت دى چې  رسو ل الله ( صلي الله عليه وسلم) دسرسايې وركړه،  د روژې نېوونكي  روژې له  بې ځايو خبرو، ښكنځلو دپاك كوونكي او دبېوزلو كسانو د خوړو  په توګه فر ض ګرځوې، كه څوك يې داختر دلمانځه له ادا نه مخكې  وركړي،  قبول شوى زكات دى او كه يې  داختر له لمانځه وروسته  وركړي  بيا دنورو صدقاتو په توګه ده ( دفطر دزكات په جمله كې نه راځي )

سرسايه په كومو كسانو واجب ده ؟

سرسايه پر هر هغه چا باندې واجب ده  چې دځان او دخپلې  كورنۍ  ديوې  شپې او ورځې له خوړو نه  زيات څه ولري، پر نوموړي شخص واجب ده چې  دخپل ځان او ټولو هغو كسانو چې نفقه يې دده پر غاړه ده ، لكه  مېرمن ، زامن او خدمت ګار ،سرسايه  ادا كړي،  په دې شرط چې دغه كسان  مسلمان وي.

له ابن عمر (  رضي الله عنه ) څخه روايت دى:

رسول الله ( صلي الله عليه وسلم) تاسې  له  خپل لوى، كوچني، ازاد او مريي او ټولو هغو كسانونه چې دهغوى نفقه ستاسې پر غاړه ده، دفطر زكات( سرسايې) په وركړه  باندې امر كوي.

صحيح البخاري ( الاروا ۸۳۵ مخ ) قطر .

[irp][irp][irp]

د سرسايې اندازه :

د سرسايې د وركړې واجبه اندازه د سړي  په سر نيم صاع (خوردكم يو چارك يا دوه كيلو ) له غنمو او يا يو صاع له خرماوو او اوربشو او يا نورو شيانو لكه  وريجې او لوبيا او داسې نور…ده   چې  دپورتنيو شيانو په څېر د بدن د پياوړتيا  لامل ګرځي او دد دوى ځاى نېولاى شي.

پر دې خبره باندې چې له غنمو څخه دنيم صاع په اندازه دسرسايې وركړه واجب ده،  دعروه بن زبير حديث د دليل په توګه  راوړى شو، چې وايي،  دحضرت ابوبكر رض لور اسما د رسول الله په  وخت  كله چې  د خپلې كورنۍدازادو او مريو غړو دفطر زكات (سرسايه) وركوله  نو اندازه يې له  دوه مده غنم ( نيم صاع ) سره يو صاع  خرما وه (يوه  پيمانه  د نن  دڅلورو كيلو معادل ) ده،  هغه  مد او  صاع چې هغه  مهال يې خواړه پرې اندازه كول.

او له غنمو نه پرته  له نوروشيانو نه  ديو  صاع په اندازه دوجوب دليل هغه دابوسعيد خدري حديث دى، چې فرمايي:

مونږ به چې كله دفطر زكات (سرسايه ) وركوله، دهغه اندازه به له خوړه، وربشو، خرماوو او مميزو څخه، يو صاع وه.

دسرسايې د وركړې مهال :

له ابن عمر ( رضي الله عنه )څخه روايت دى چې رسول الله  امر وكړ چې مسلمانان دې خپلې  سرسايې داختر لمانځه ته له تللو نه دمخه وركړي .

داهم روا ده چې سرسايې له اختر نه  يوه او يا دوې ورځې دمخه  هغه چاته چې اخلي يې وركړاى شي . له نافع نه روايت دى : ابن عمر خپله سرسايه  هغو كسانو ته  چې يې قبلوله  وركوله او هغه يې نوموړو كسانو ته له اختر نه يوه او يا دوې ورځې مخكې وركوله . متفق عليه

[irp][irp][irp]

له عذر نه پرته په خپل وخت دسرسايې نه وركول حرام دي

دلته بيا دحضرت ابن عباس هغه پورتنۍ حديث را اخلو چې  د سرسايې دحكمت په بحث كې مو ياد كړ ى و

له ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه روايت دى:

 رسو ل الله ( صلي الله عليه وسلم) دسرسايې وركړه، د روژې نېوونكي  روژې له  بې ځايو خبرو، ښكنځلو دپاك كوونكي او دبېوزلو كسانو د خوړو  په توګه فر ض ګرځولې ، نو هغه څوك چې داختر دلمانځه له ادا نه مخكې  وركړي،  قبول شوى زكات دى او كه يې  داختر له لمانځه  نه وروسته  وركړي  بيا د نورو صدقاتو په توګه دى ( دفطر دزكات په جمله كې نه راځي )

سرسايه پر هغه مسلمان چې متوسطه او ارام ژوند ولري  او د هغه  د كورني پر ښځينه وو ، نارينه وو كه  بلوغ ته رسېدلي وي او كه نه ، واجب ده،همدارنګه هغه څوك چې له خپلې اصلي اړتياوو نه زيات څه ولري، دسرسايې وركړه ورباندې واجب ده، بله  مهمه خبره چې يې دلته يادول  اړين ښكاري ، هغه داده چې دزكات په ډول دسرسايې دوجوب له پاره  دا ضروري  نه ده چې د شخص پر شتمنى دې كال تېر شي ، بلكې كه  يوازې  دلمر ختو نه  څو شېبې وړاندې هم خداى تعالى څوك دشتمنۍ خاوند وګرځوي نو سرسايه ورباندې لازمه او واجب ده .

دسرسايې مستحقين :

سرسايه يوازې بېوزلوته وركول كېږي، هر څو ك چې وي ، خودااړينه ده چې مسلمان دې وي . رسول الله ( صلي الله عليه وسلم) په هغه حديث كې چې له ابن عباس ( رضي الله عنه ) روايت دى، فرمايي:

دفطر زكات (سرسايه ) دبيوزلو او مسكينانو له پاره خواړه دي. حسن ، ابن ماجه .

نو مسلمانو وروڼو ته  ضروري ده چې كه پر دوى باندې سرسايه لازمه وي ،مستحقو او اړو كسانو ته يې په وركولو سره اداكړي ، ترڅو يې له يوې خوا دخداى فرض او دپيغمبر سنت پر ځاى كړي وي او له بلې خوا دخپلو بيوسو او مظلومو مسلمانو وروڼو په لاسنيو ى سره دخپلې اسلامي ټولنې له پاره دخدمت مصدر ګرځېدلي وي .

هر صاع برابر چهار مشت متوسط است.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب