سر درد (نيم سري)

دي مريضي ته په انګلسي ميگرن او زموږ په ولسي ژبه اودخلګوترمنځ په نيم سري سره ياديږي. په تحقيقاتو سره ښودل شوي ده چه نيم سري دعصابو درګونو په پراخيدو او عصابو ته په زيات مقدار وينه تلوسره نيم سري يا سردردي پيداکيږي.

نيم سري تقريبآ په هر لسو نفرو کي يونفر ددي مريضي سره مخ کيږي او چه يو ځلي يو څوک په دي مريضي اخته شي بيا دژوند تر دیره وخت ورسره ملګري وي .

نيم سري ډير وخت په ارثي ډول هم انتقال مومي مثلآ چه پلار يا مور يي دنيم سري په مريضي اخته وي داولاد دنيم سري احتمال يي %40 فيصده دي او که يي مور او پلار دواړه دنيم سري په مريضي اخته وي نو په اولاد کي يي دنيم سري احتمال 75 % پوري وي.

دنيم سري درد پر انسان باندي دحملي په شکل تکرايږي کله په مياشت کي يو ځل يا دوه ځلي اويا په هفته کي تکراريږي خو داتکراريدل انسان تر انسان فرق لري په بعضو انسانانوکي کم تکرايږي او په بعضو کي بيا ډير ځلي تکراريږي.

دنيم سري په فعاله کيدو او په بيا راژوندي کيدوکي ډير فکتورنه رول لوبوي مثلآ تشويش, لوږه ,بي خوبي ,فزيکي خستگي ,هرمونيک تغيرات ,رڼا (روښنايي), تودوخه(حرارت), ږغ او ګڼه ګوڼه ,زيات شيرني لرونکي مواد ,بوي لکه دپطرولو او عطرو بوي او يا بد تخريش کونکي بوي دا ټول هغه شيان دي چه دنيم سري په بيا رافعاله کيدو کي ډير مؤثر رول لوبوي او په ډير احتياط سره بايد ددي شيانوڅخه کار واخيستل شي.

د نيم سري نښي نښاني :

1__په عمومي صورت درد دسرپه برخه کي يو طرفه وي يعني دسر په يو اړخ کي وي اما په ماشومانوکي کله کله دوه طرفه هم وي.
2__درد د 4 او 72 ساعتونو تر منځ وي يعني تر 4 ساعته کم نه وي او تر 72 ساعته اضافه نه وي .
3__درد ډيرشديد او نارحته کونکي درد دي.
4__د درد سره اکثره وخت سرچرخي او خواگرځي ملګري وي په خوا گرځولوسره هو سا او رحته کيږي.
5__دږغ ,ګڼه ګوڼي او رڼا چخه بد وړي او ناراحته کيږي.
6__گرځيدل هيڅ نه شي کولاي کوشش کوي چه پريوځي او استراحت وکړي.

د حملي پروخت د درد چخه د ژغورني لاري:

–بي ږغه آرام او تاريک وطاق ته دي ولاړشي او داستراحت کوشش دي وکړي.
–دقهوه , چاي ,کوکاکولا او دآب ميوه د څښلو څخه دي ځان وساتي.
–دګرځيدو او قدم وهلو چخه دي ځان وساتي.
–دکتاب ويلو او ټلويژن کتلوچخه دي ځان وساتي.
— دموټر چلولو څخه دي ځان وساتي.

دغه پورته طريقي چه ذکر شوي ددرد په کمولو او له منځه وړلوکي ډير غټ رول لوبوي.

دنيم سري دپاره ډيري مختلفي دواګاني شته چه په مختلفو طريقو او مختلفو وختو کي ورته ور کول کيږي نو ځکه دهغوي ليکولو چخه تيرسوم او تاسي ته مي دنيم سري په باره کي عمومي معلومات وړاندي کړل خداي دي وکړي چه دخوښي وړ مو ګرځيدلي وي .

داکتر نظــــــــــــري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب