سلولوز (Cellulose)

سلولوز (Cellulose)

سلولوز څو قېمته قند دی چي د نبات د حجروي دیوال په جوړښت کې شتون لري او د انسانانو لپاره د هضم وړ نه دی خو ټول واښه خوړونکی حیوانات چې په هاضمي جهاز کې ځانګړې بکتریاوي لري سلولوز تجزیه کوي. سلولوز لرونکې خواړه لکه سلاد او سابه د قبضیت په لرې کولو کې مرسته کوي.. په یخو اوبو کې نه حل کېږي خو د پړسیدو توان لري. ټول پولي سکرایدونه کولی شي چې د هایدرولیز په واسطه په کوچنیو مالیکولونو ووېشل شي.

حجروي دېوال د دوه طبقو يعنې )لومړۍ او دويمې( څخه جوړ شوی دی. لومړۍ طبقه يې په ځوانو حجرو کې ليدل کېږي او دويمي طبقه يې په هغو حجرو کې ليدل کېږي چې وده يې اعظمي حد ته رسېدلې وي. ددې طبقو ترمنځ سرې+ناکه ماده وجود لري چې د منځنۍ طبقې په نوم يادیږي. هغه حجرې چې څنګ پر څنګ واقع وي يو پر بل کلکې ن+تې وي. سلولوز رشتې ته ورته جوړښت لري چې د ځلوکوز د ماليکولونو له يوځايوالي څخه حاصلېږي.

. د انسان په بدن کې هغه انزايم، چې وکولی شي سلولوز تجزيه کړي او د ځلوکوز ماليکولونه ازاد کړي، وجود نه لري. له دې امله د انسانانو لپاره سلولوز ډېر کم خوراکي ارزښت لري. واښه خوړونکي حيوانات چې د هاضمې په جهاز کې ځانګړې بکترياوې لري سلولوز تجزيه کولی شي چې

له سلولوز څخه د خوړو په ډول ګټه واخلي. هغه سابه چې واښه ډوله تنې او پاېڼ ولري د سلاد او ترکارۍ په بڼو مصرفېږي. سلولوز لري د اطراحي توکو په دفع کولو کې مرسته کوي او د قبضيت مخنيوی کوي. ګلايکوجن )حيواني نشايسته( د نباتي نشايستې په څېر د ځلوکوز د زياتو ماليکولونو د يوځايوالي څخه جوړ شوی دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب