سمندرونه یو له بله سره نه ګډېږی|قرآن علمي اعجاز
سمندرونه یو له بله سره نه ګډېږی
دسمندرونو یوه ځانګړنه چې اوس اوس خلک پرې پوه شوی دې آیت پوری تړاولری:
دوه سمندرونه یی یوبل ته نږدې اومخامخ کړی خو ددوی په مینځ کې یو حد شته چې یو پر بل تیری نه کوی (الرحمن ۱۹-۲۰).
سمندرپېژندونکی په نږدې وختو کې پوه شوی چې دسمندرونو اوبه سره له دې چې یو بل ته ډېرې نږدی دی اویو له بله سره تماس لری خو سره نه م خلوطېږی . ددغو اوبو دکثافت توپیر اودسطحې راکښنې توپیر یی داسې عمل کوی چې کواګې ددوې په مینځ کې یو نری دیوال شته دی.
دبېلګې په ډول دمدیترانې سمندرګې اوداطلس سمندرکې تل جذر اومدونه پېښېږی اوځواکمنې څپې لری او اوبه یی یو په بل کې ننوځی خو هېڅکله هم دهریوه دتودوخې درجه ، کثافت او دمالګې اندازه بدلون نه مومی. ځکه چې داسې یوه مانع شته چې دوی یوله بله بېل ساتی.
اوهغه دی چې دوه سیندونه یی یوپه بل کې ننویستل یو یی خوندور اوخوږ کړ اوبل یی تریو اوتریخ اوددوی په مینځ کې یی داسې یوه پرده ونیوه چې یوله بله بېل واوسی(الفرقان 53).
ددغې موضوع شرح په قرآن کې خپله یوه ستره معجزه دی اوهغه وخت بیان شوې چې دفزیک علم دسطحې راکښنې په هکله په څه نه ؤ خبر.
په سمندرونه کې تیاره اوکورنۍ څپې
یا لکه د ژورسمندر تیارې چې دڅپو له لارې پوښل شوی چې برسېره یی بله څپه وی اوپرسریې ورېځې دی (النور 40).
په ژوروسمندرونو کې ددوسومترو په ژورتیا تیاره وی . اودزرومترو په ژورتیا کې هېڅ رڼا نشته.
نن موږ دسمندرونو دڅېرې ، په هغو کې دژوو، دمالګې دکچې دلوړې اوژورې په هلکه یی معلومات لرو، اوبتلونو اونورو وسیلو پوهان توانولی چې زیات معلومات لاسته راوړی . په داسې حال کې چې انسان دځانګړو وسایلو نه پرته نه شوی کولای تر اویا مترو ژورو اوبو کې ولامبی اوددوسوومترونه ژور ځای کې خو ژوندی نه پاتې کېدو له دې کبله دا قرآنی معجزه ده چې څوارلس سوه کاله مخکې دسمندرونو په ژورتیا کې یی تیاره بیان کړې وه چې پوهان ایله اوس پرې پوه شوی.
برسېره پرتیارې یوه بله موضوع هم په دې آیت کې یاده شوی: اوس پوهانو موندلې چې ترسطحې لاندې څپې (sub-surface waves) هم په سمندرونو کې شته چې دسمندر دژورو پوړونو اوبه چې لوړ کثافت لری په ځان کې رانغاړی. دغه څپې کټ مټ دسطحی څپو په څېر وی اوپه همغه توګه له مېنځه ځی . دغه کورنی څپې په هېڅ توګه نه لیدل کېږی بلکې دډېرې مطالعې اوڅېړنې نه وروسته پر هغه پوهیدلای شو چې دادقرآن عظیم الشأن بله معجزه ګڼل کیدای شی.