سمیه (رض) د خباط لور؛ د اسلام لومړۍ شهيده

سمیه رضی الله عنها د خباط لور
سمیه رضی الله عنها د یاسر رضی الله عنه میرمن او د عمار رضی الله عنه مور وه، دا د عزت بیلګه کورنۍ د ابو حذیفه په نامه د یوه شخص تر سترګو لاندې او په حمایت کې وه.

د اسلام لمر وځلید او د وحی تلپاتې وړانګې په خلکو کې خورې شوې. هماغه مهال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام بلنه په پټه توګه په مخ وړله، دې کورنۍ (یاسر، سمیه او عمار) د اسلام د منلو ویاړ او نیکمرغي تر لاسه کړه.
د مکې د قبایلو مشران له هماغه پیل نه اسلام ته د دښمنۍ او مخالفت له لارې راوړاندې شول؛ د دې قبایلو په سر کې د ابوجهل تر ریاست لاندې د بني مخزوم قبیله وه. د اسلام دې ناوړه دښمن دا نه شوای زغملای چې د ده سره تړون لرونکي دې د خپل پلار او نیکه دین پریږدي او له اسلام سره دې یو ځای شي؛ له همدې امله یې سمیه، عمار او یاسر راوغوښتل او دستور یې ورکړ چې اسلام پریږدي او بیرته بت پرستۍ ته راوګرځي.
ابوجهل د دوی له خوا له یوه تمه نه کیدونکي ځواب او ټینګار سره مخ شو! دوی په هغه وخت کې ډیر ساده ژوند درلود او د اجتماعي جوړښت له مخې هم په ټیټه درجه کې وو اما د ابو جهل له امر څخه یې چې د دوی د قبیلې مشر وو په پوره میړانه سرغړونه وکړه او اسلام یې په بت پرستۍ باندې غوره وګاڼه.

د یاسر د کورنۍ دې کار ابوجهل ډیر په غوسه کړ، د دوی مبارک جسدونه یې د مکې په سوزنده ځمکه باندې راکش کړل او د لغتو او سوټیو سره یې د دوی استقبال وکړ؛ د اسلام دې دښمن په داسې حال کې د دوی په ځورولو او وهلو باندې لاس پورې کاوه چې د هغوی لاسونه او پښې به په ځنځیرونو تړلي وو، او په وار وار به یې ترې غوښتل چې له خپلې نوې ګروهې څخه لاس واخلي، اما دوی به له زغم څخه د وتلو ځورونو لاندې هم خپل استقامت نندارې ته ایښودلو او د دې له امله چې دا هر څه د الله په لاره کې ګالي ډیر خوښ وو.

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوی باندې تیر شو او ویې لیدل چې دوی دری واړه د کفارو د شکنجو لاندې فریادونه کوي؛ په هماغه ځای کې یې دوی ته په خطاب کې وویل: اې د یاسر کورنۍ صبر وکړئ (او د دوی د ظلمونو په وړاندې استقامت وکړئ) بیشکه چې ستاسو ځای هماغه فردوس جنت دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبرې د دوی په زړه داسې خوږې ولګیدلې لکه په یوه پراخه او سوزنده دښته کې چې یوه تږي او ستړي لاروي د یخو اوبو ډک ګیلاس لاس ته راوړی وي. دنیا یې په سترګو کې بده ښکاریده او نور يې د ملا ماتوونکو شکنجو پروا هم نه لرله، دوی د الله جل جلاله له جنت څخه پرته د بل څه په اړه فکر نه شو کولای؛ له بله پلوه ابو جهل هم خپلې شکنجې زیاتولې او غوښتل یې چې په خپلو شکنجو سره هغه کمزورې اما د قوي زړه خاونده ښځه له خپل دین څخه واړوي؛ اما د سمیې رضی الله عنها زیات مقاومت به نور هم عصباني کاوه او دې ته به یې هڅاوه چې په هغه زمرۍ ښځه باندې نور ظلم هم وکړي.

ابوجهل چې کله خپلې بدې موخې ته له رسیدلو څخه ناامید او په دې پوه شو چې سمیې ځان ته د کفر ټولې دروازې بندې کړي دي نو په ډیره بې رحمۍ سره یې خپله نیزه د دې زمرۍ ښځې په وجود باندې داسې ووهله چې په پایله کې دې سترې ښځې خپله روح خپل رب ته وسپارله.
هغې د الله جل جلاله په لاره کې ټولې ستونزې او شکنجې وزغملې تر دې چې په پای کې د شهادت لوړ مقام ته ورسیده.
د اسلام د ونې د خړوبولو لپاره په دې پاکه لاره کې لومړنۍ وینه چې تویې شوه هغه د سمیې رضی الله عنها وینه وه. هغې د اسلام په تاریخ کې دا د ویاړ سند په خپل نوم باندې ثبت کړ او اولین څوک وه چې د اسلام په لاره کې یې ځان وښانده؛ هو! سمیه رضی الله عنها د اسلام د لارې لومړنۍ شهیده ده.
د وخت یون هماسې ګړندی وو، تر دې چې د بدر غزا راورسیده؛ په دې جګړه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفر او مشرکينو په وړاندې د اسلام جبهه رهبري کوله.

your ads

جګړه پیل شوه، وژنو او قتال زور واخیست. په همدې جګړه کې چې اصلا د مسلمانانو لومړنۍ غزا وه، الله جل جلاله ابوجهل ته خپل سزا ورکړه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم عمار (د سمیې زوی) تر لاس ونیو او د ابو جهل جسد یې چې په ډیر ذلت سره په ځمکه پروت وو وروښود او ویې ویل: الله جل جلاله د تا د مور قاتل ته د خپلو بدو کړنو بدله ورکړه.
او په دې توګه سمیه رضی الله عنها د شهادت لوړ مقام ته ورسیده او د الله جل جلاله د میلمستیا وړتیا یې ومونده اما ابوجهل د الله جل جلاله په عذاب باندې ګرفتار شو او په اسفل السافلینو کې ورګډ شو؛ د قیامت تر ورځې چې کله د ابو جهل نوم راځي نو مؤمنین په هغه باندې لعنت وایي اما کله چې د سمیې نوم اوریدل کيږي نو سمدلاسه له هغه سره رضی الله عنها هم پیوسته کوي.

ابوجهل چې کله خپلې بدې موخې ته له رسیدلو څخه ناامید او په دې پوه شو چې سمیې ځان ته د کفر ټولې دروازې بندې کړي دي نو په ډیره بې رحمۍ سره یې خپله نیزه د دې زمرۍ ښځې په وجود باندې داسې ووهله چې په پایله کې دې سترې ښځې خپله روح خپل رب ته وسپارله.
لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب