سهار وخته راويښېدل د ښه صحت او خوشالۍ سبب كېږي

 يوه نوې څيړنه ښيي چې كوم كسان له خوبه نسبتا وختي راويښېږي ، تر هغو كسانو يې د خوشحالۍ او د ښه صحت د لرلو امكان زيات دي چې سهار ناوخته راپاڅېږي.

په روهيامپتون پوهنتون كې محققان وايي چې دوي ته معلومه شوې ده چې كوم كسان سهار مهال نسبتا وختي راويښيږي، د ورځني كار په وخت ممكن تر نورو تكړه او تازه وي. خو برعكس، هغه كسان چې شپې مالې تر ډيرو پورې ويښ وي
او سهار ناوخته راويښېږي، په روحي مړاويتوب او پريشانۍ باندې يې د مبتلا كېدو امكان ډېر دي.

د روهيامپتون پوهنتون محققانو له خوب څخه د وخته يا ناوخته راپاڅېدو په اړه د څيړنې په موده كې له يو زر او اته شپېته كسانو پوښتنې وكړې او د هغوي ژوند يې مطالعه كړ او بيا دې نتېجې ته ورسېدل چې كوم كسان د سهار تر اوو بجو دمخه راويښېږي، هغوي بايد د سهار وګړي وبولو او كوم كسان چې د نهو بجو شاوخوا راويښېږي، هغوي بايد د شپې وګړي وګڼو. د دغو محققانو په نظر د شپې وګړي د سهار تر وګړيو نسبتا ډېر چاغېږي او صحت يې نسبتا ښه نه وي.

ټلګراف ورځپاڼه د دې څيړنې د ټيم د يوه غړي ډاكتر جورګ هابر له قوله ليكي چې : په متوسط ډول د سهار د وګړيو وزن د شپې د وګړيو تر وزن كم وي ، صحت يي بهتره وي او په ژوند كې يې خوشحاله زياته وي

سعيد الغزنوی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب