سورة النساء مي ژوند بدل کړ

ارناوډ فان ډورن چي د هایلنډ اوسیدونکي دي هغه کس دي چي د رسوالله صلی الله علیه وسلم په اړه یی فیلم جوړ کړي او دغه فیلم کي یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه سپکي خبري کړي وي.
نوموړي وایی کله چي مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف فیلم جوړ کړ او دغه فیلم مي ننداري ته وړاندي کړ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو له سختي غصي او کرکي سره مخامخ شوم دنړۍ مسلمانانو باندي دغه فیلم ډیر بد اثر وکړ.
ارناوډ وایی کله چي مي د مسلمانانو له لوري په دومره لوړه کچه باندي زما دفیلم په مقابل کي مخالفت او غضب تر سترګو شو، لږ فکر مي وکړ او سوچ یو وړم څه لامل دي چی مسلمانان و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په دومره درناوي قائل دي او دهغه و شخصیت ته د بی احترامي په مقابل کي هر ډول سرښندني ته حاضردي
نوموړي وایی دمسلمانانو قهر او غضب دی ته اړ کړم چي د اسلام په اړه مطالعه وکړم، د مسلمانانو مسجد ته لاړم هلته مي په خپله ژبه باندي ژباړل شوي قران شریف اود سیرت کتابونه وموندل، کله چي مي دقران شریف مطالعه شروع کړه را باندي یی ډیر اثر وکړ مطالعه دومره خوندوره وه چي دنوور کتابونو کتل او لوستل مي ورته پریښودو
وایی هغه ایاتونه چي پرما باندي یی ډیر اثر وکړ او زما په ژوند کي یی انقلاب را وست هغه دسوره النساء له ۳۶ بیا تر ۴۰ پوري ایاتونه وو، نوموړي وایی دغو ایاتونو له قران شریف سره دومره مینه او محبت را زیات کړ چي شپه او ورځ به مي قران شریف لاس کي وو، زړه مي غوښتو چي چیري لاړ شم کوم مسلمان عالم پیداکړم او سمدستي د شهادت کلمه ووایم، نوموړي وایی مسجد ته به ورتلم مسلمانان به مي لیدو لمنځونه به یی کول زما سره د اسلام ددین په اړه څه نور سوالونه هم پیداشوي وو ترڅو دغو سوالونو ته جواب پیداکړم او د اسلام په حقیقت او څرنګوالي باندي نور هم پوه شم، ددغو سوالونو دجوابونو دپوښتلو لپاره دمسجد له امام سره کښیناستم، دمسجد امام صاحب د سیرت او قران شریف په څنګ کي څه نور دیني کتابونه هم راکړو چي ددغو کتابونو په مطالعه کولو سره زما دټولو سوالونو جواب وشو او ددرو میاشتو مطالعي او دمسجدونو د ائمه وو ناستي دي ته تیار کړم چي د شهادت کلمه ووایم او مسلمان شم.
فان ډورن وایی زما د ژوند تر ټولو مهم او نه هیریدونکي پیښه زما د مسلمانیدو صحنه ده نوموړي وایی کله چي مي د شهادت کلمه ویله داسي احساس مي کاوو چي کوم کس زما پر اوږو لاسونه ایښي راته وایی ته اوس مسلمان شوي، وایی ډیر مي وژړل او د ژوند دغه صحنه به مي هیڅکله هیره نشي.
د اهتدیت بالقرآن له یوي شبکي سره دخبرو پر مهال نوموړی وویل د اسلام او مسلمانانو په خلاف د حزب الحریه ( د ازادي دګوند ) چي د اسلام او مسلمانانو په خلاف ګوند دي غړی وم، زمونږ دنده دا وه چي خلګو ته اسلام نا وړه دین څرګند کړو او ویی ویره وو چي اسلام د ویري او وحشت دین دي، نو دغه لامل وو چی چي د فتني په نامه مو فیلم جوړ او د فیلم نوم مو عربي کیښود تر څو خلګو ته واضح کړو چي په عموم کي ټول عرب اهل فتنه دي.
نوموړي وایی د فیلم له وړاندي کولو وروسته چي کله مسلمانانو په لویه شمیره د فیلم مخالفت وکړ زه یی دي ته اړ ایستم چي لږ فکر وکړم، څومره خلګ مي خفه کړو د څومره زیات شمیر خلګو قهر او غوصه مي را وپاروله، فان ډرون وایی د فیلم په خلاف د مسلمانانو غم او غوصي راته دا احساس راکړ چي یاره دا څرنګه کیدای شي چي زه دي صحیح او ۱.۲ ملیارډ خلګ دي خطا وي.
ډرون وایی قران العظیم الشان یی لارښود دي، او خلګو ته مي دا وینا ده چی یواځي هغه اسلام باندي دي بسنه او اکتفا نکوي چي د اعلان او سیاسي څیرو له لوري وړاندي کیږي، که څوک غواړي چي رښتیا د اسلام په حقیقت پوه شي د اسلام مطالعه دي پیل کړي او داسلام له رښتنیو عالمانو سره دي ناسته پاسته اختیار کړي.

بخت الرحمن بخت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب