سوله او پخلاینه څه ده؟ او ځوانان پکې کوم رول لري؟

سوله او پخلاینه د الله -جل جلاله- له لوري هغه لوی نعمت دی، چې ټول ژوندي موجوادات ورته د اکسیجن په اندازه اړتیا لري.
سوله هغه تنفس دی، چې انسانان يې د ځمکې پرمخ، مرغان په هوا کې، حيوانات يې په ځنګلونو کې او کبان یې په سمندرونو کې غواړي.
خدای پاک -جل جلاله- په قرآنکریم کې فرمایلي دي،( والصلح الخیر).
ژباړه په سوله کې خیر دی.(النساء،۱۲۸)
الله -جل جلاله- په واضح او ښکاره توګه باندې ټولو انسانانو ته امر کړی دی، چې تاسې په خپلو منځونو کې سوله وکړئ ، له شخړو او بې اتفاقۍ څخه ځانونه وساتئ.
نو، سوله او پخلاینه هغه لوی نعمت او غوښتنه ده، چې له برکته يې ټول انسانان او ژوندي موجودات په آزاده فضا او سوکاله چاپیریال ک ژوند تېروي او د ټولو وګړو ترمنځ خوښي او نېکمرغي رامنځته کوي.
سوله په هېواد کې د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او ټولو برخو کې پیاوړتيا او د ښه ژوند کولو زمینه برابروي.
مشهور امریکايي لیکوال هيلن کیلر Hellen Keller وايي:
“سوله او رښتینولي د شایستګۍ قېمت لري، چې په لوړه سطحه زمونږ توجه جلبوي. دا سکالو زمونږ د ملت د اتحاد، اتفاق او امنيت لپاره ښه ده، موږ ته ښايي ددې الهي الهام (سولې) لپاره مبارزه وکړو او د هغې په خپرولو او تبلیغ کې زياته هڅه وکړو” .
د اکسفورد پوهنتون استاذ بنجامین جوت Benjamin Jewett او د افلاطون د کتاب ژباړن په (غیرتي ژوند) کتاب کې لیکي: “ د سولې ورځ په ورځ پراخوالی د بشر راتلونکی شاید سعادت او نېکبختۍ ته ورسوي”.
لکه څرنګه چې سپین د تور ضد، اوبه د اور ضد، روښنايي د تیارو ضد او همدارنګه سوله هم د جګړې او ناخوالې ضد ده.
که موږ د هېواد تېر څلوېښت کلن تاریخ ته وګورو نو په زرګونه ځوانان، ماشومان، سپین ږيري، ښځې او حیوانات هم ددې بدمرغه جکړې قرباني شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

ځوانان:
ځوانان د يوې ټولنې او هېواد هغه قوي ترین او له انرژۍ ډک ځواک دی، چې د ټولنې د ملا د تېر او د هېواد د بام(چت) د ستنو او پایو مثال لري.
څرنګه چې یو ژوندی جسم بدون د ملا د تېر نه ژوند نه شي کولای، همدارنګه ټولنه او هېواد بدون له ځوانانو نیمګړی هېواد دی.
ځوانان په تاریخ کې د هېوادونو انقلابیان او بدلوونکي بلل شوي دي، همدا ځوانان دي چې یو هېواد ته مثبت او یا هم منفي بدلون ورکوي.
همدارنګه ځوانان کولای شي چې هېواد او نړۍ د جنګ جګړو له ناخوالو راوباسي او د سولې، امنیت او پخلاینې په لور يې بوزي. په ټولنه کې د مشکلاتو، تشدد او ناخوالو د له منځه وړونکي يوازې ځوانان بلل شوي دي، همدغه ځوانان دي چې د ملتونو د هوساينې او پرمختګ لپاره لوری ټاکي.
دا چې ځوان قشر په ځوانه انرژۍ او هر اړخيزې پياوړتیا او لوړ جرئت له کبله د هېواد د سوله، امنيت او ثبات راوستلو کې مهم رول لوبولای شي. ځوانان دي چې له مسؤولیته ډک بار ته اوږه ورکولای شي.
په خواشینۍ سره باید ووایم چې د تېرو څلوېښتو کلونو په جنګ جګړو کې زمونږ ځوانان سره تیت او پرک کړل.
ډېری ځوانان مو د بېلابېلو ډلو او ګوندونو لپاره او د مختلفو ګوندونو لخوا استعمال شول، چې د دوی پوهې، ځیرکتیا او راتلونکي ژوند ته يې لوی زیانونه ورسول او خپلې هیلې يې له لاسه ورکړې، چې ډېری ځوانان مو اوس هم پردیو اهدافو لپاره د مختلفو ګوندونو تر لاس لاندې د استعمال په حالت کې دي.
زمونږ په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره د ځوانانو د سولې کاروان وو، چې په لومړي ځل په کال ۱۳۹۷هـ کې له هلمند څخه پیل او په ۴۰ ورځو کې يې ځانونه کابل ته راورسول، ددې شعار یوازې سوله او د روانې جګړې درېدل وو.
ددې ځوانانو د سولې کاروان هر ولایت ته په رارسېدلو سره شمېر زیاتېده، تر کابل چې رارسېدل نو شمېر تر سلو هم واوښت.
دوی په کابل کې د پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مخې ته خېمې ووهلې او په ټولو نړيوالو هيوادونو يې غږ وکړ، چې د افغانستان په سوله راوستلو کې د دوی ملاتړ وکړي، ځکه چې نور له دې پردي جنګ نه ستړشوي يوو.
له دې کاروان وروسته په نورو ولایتونو کې هم له خوست او پکتیا هم د سولې کاروانونه جوړ او خلکو ته يې د سولې پیغامونه ورسول.
افغانستان حکومت مکلف دی، چې د ځوانانو له مثبتې انرژۍ، ځیرکتیا او قوت څخه اغېزمنه استفاده وکړي، که چېرته د ځوانانو له قوت او انرژۍ څخه اغېزمنه استفاده ونه شي، نو ځوانان به د مایوسۍ او بې کارۍ له وجې په ناوړه کارونو لاس پورې کړي، چې د ځان او ټولنې د بربادۍ سبب ګرځي او کنټرول يې بیا ناشونی دی.
له بده مرغه چې د افغانستان حکومت هم د ځوانانو د مصروف ساتلو او کار لپاره هېڅ کوم ستراتیژیک پلان او طرحه نلري، چې اوس مهال هم ډئری ځوانان چې د بې کارۍ، غربت او ناهیلۍ له وجې په مختلفو جرمونو بوخت دي لکه: انساني قاچاق، مخدره توکوته مخه کول او داسې نور باندې يې لاس پورې کړی دی، چې د ډېرو ځوانانو ژوند يې له ګواښونو سره مخ کړی دی.
که چېرته حکومت د ځوانانو لپاره آسانتياوې برابرې کړي، نو له شکه پرته چې ځوانان به د ټولنې او هېواد دامنيت او سولې په ټینګولو کې پوره ډاډ ورکړي. او حکومت باید د ځوان قشر غوښتنو ته مثتب ځواب ووايي او د ځوان له ځوانې انرژۍ او قوت نه ګټه پورته کړي، ترڅو په ځوانانوکې د هېواد لپاره د احساس، تشویق، مینې او هېواد دوستۍ جذبه را پورته شي بیا وګورئ چې ځوانان د خپلې خاورې او ټولنې د ساتلو او پرمختګ لپاره څه کوي.

د ځوان رول:
1- داچې د ټولنې زیاته برخه ځوان قشر جوړوي، نو ځوانان باید خپلې ځوانې انرژۍ او قوت ته په کتو د سولې تمثیل ګران وي او په ټولنه کې سوله او پخلاینه خپره کړي.
2- ځوانان باید خپل همزولي د جګړو له کرښو څخه راوباسي پخلاینې، ښه ژوند او عادي حالت ته يې راوګرزوي.
3- ځوانان باید د جګړې او تاوتریخوالي زیانونه او د سولې او ورورولۍ ګټې بیان کړي، په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي، د سولې لپاره تبلیغات وکړي، سوله ایز فکر خپورکړي او د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي.
4- ځوانان باید په ټولنه کې ددې جګړې په اړه وګړو ته معلومات ورکړي، چې دغه جګړه زموږ او د ټولنې په خیر نه ده، دا ټولې پردۍ برنامې دي چې د ولسونو ترمنځ ددښمنۍ سبب ګرځي.
5- زما په فکر د سولې او پخلاینې د فکر او عمل خپرلو لپاره تر ټولو ښه ځای پوهنتونونه دي، ځکه په پوهنتونونو کې ټول ځوانان وي، چې عمرونه يې د ۱۸ نه تر ۲۵ کلنۍ پورې رسېږي، همدغه ځوانان باید په پوهنتونونو کې خپل نظريات تبادله کړي، دسولې په ګټو او د جګړې په زیانونو خبرې او بحثونه وکړي.
دا چې په پوهنتونونوکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه ځوانان راټولیږي او باید داسې پروګرامونه جوړ کړي چې بیا کله خپلو کورنو او کلیو ته ځي، نو عملي کړي، د ټولنې وګړو ته دې د اسلام په رڼا کې د سولې تعریف وکړي او د جګړې زیانونه دې ورته بیان کړي. همدارنګه دې د کلي په مسجدونو، مدرسو او مکتبونو کې تنکیو ماشونانو او لویانو ته د سولې او جګړې په اړه معلومات ورکړي، باوري یم سلو په سلو کې به يې په ذهنونو تأثیر وکړي او د سولې او پخلاینې لپاره به له همدې ځایه ګامونه اوچت کړي.

نو ځوانانو!
باید دا ومنو چې هېواد او خاوره د مور حیثیت لري، په ساتلو کې يې باید هرې قربانۍ ته غاړه کیږدو.
مونږ ځوانان باید د ګران هېواد افغانستان پر وړاندې د هر ډول یرغلونو مخه ونیسو او ټول باید په ګډه د هېواد په سوله، امنیت، ثبات، پرمختګ، آبادۍ او ښېرازۍ کې برخه واخلو.
پای

لیکوال: حسیب الله انځور

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب