سياست او دروغ

د سياست او سياستوالو په نړۍ کې، د ملګرو ملتونو په مجمع کې، او د ديپلوماتو په ژبې کې دروغ ويل اصل دي.

د عالي ديپلوماسۍ فن دا دی چې وکولی شې دروغ داسې ووايې چې خلکو ته ريښتيا ښکاره شي… داسې څرګندونې وکړې چې هدف دې هغه نه وي… هغه څه پټ کړې چې د زړه خبره دې وي… هغه څه چې مينه ور سره لرې، خلکو ته داسې وښيې چې کرکه ور سره لرې… او هغه څه چې کرکه ور سره لرې، خلکو ته داسې وښيې چې مينه ور سره لرې.

په دې هکله د چرچل يوه خبره را ياده شوه چې د يوه قبر د تيږې د لوستلو پر وخت يې کړې وه.

چرچل يو قبر وليد چې پر تيږې يې ليکلي وو:

“دلته يو ريښتينی انسان او ستر سياستوال پروت دی”

چرچل د دې جملې په لوستلو وخندل او ويې ويل:

“دا مې لومړی وار دی چې ګورم په يوه تابوت کې دوه کسان ښخ دي.”

د چرچل په نظر بيخي ممکنه نه ده چې ريښتينی انسان، او ستر سياستوال دې يو کس وي. ځکه چې د هغه په نظر د سياسي عظمت لومړنۍ ځانګړتيا دروغ ويل دي.
——————————
د دکتور مصطفی محمود له (رحلتي من الشك إلى الإيمان) کتاب څخه

دکتور مصطفی محمود (۲۷ دسمبر ۱۹۲۱- ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹م) مصری طبيب، فيلسوف او ليکوال وو.

ليکنه: دکتور مصطفی محمود
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب