سياسي واک، منبع، ماهيت، وسايل او کړنلاره ئې

واک

د ټولنيز او معاشرتي ژوند په اختيارولو سره د انسان د فردي واک د دایرې شعاع لڼډه او يوازې د فرد تر شخصي او کورني محيط پوری محدوده شوه . يعنې په شخصي امورو کې د تصميم نيولو او فيصلې کولو فردي واک يې محفوظ پاته شو ، خو په ټولنه کې چې د لکهاوو او ميليونو افرادو نه تشکيله شوی ده، ديوه شخص د واک په ځای د ميليونو افرادو د واکونو مجموعه منځته راغله . ددې ميليوني افرادو د واک د مهارولو، کانالیزه کولو او د ټکرونو د مخنيوي د پاره ددې ضرورت او اهميت پيدا شو چې يوه واحده مرجع د تنفيذ د قدرت بايد پيداشي تر څو د ځانځانۍ او ګډوډۍ مخه ونيسي او ټولنه د واحد تصميم او پرېکړې په اساس اداره او مديريت کړل شي . همدا د يوې مرجع پيدا کېدل او يا جوړول چې واک تنفيذ او وچلوي د سياسي واک (ټولنيز قدرت ) او د سياست (واک چلول ) د مکتب د زېږېدلو شروع او په ټولنه‌کې مروجه شوه چې تر ننه پورې دوام لري .

سیاست

که څه هم سياست ډيرو متفکرينو او ټولنه پېژندونکو په مختلفو ډولونو تعريف کړئ دئ . ځنې وائي د عقل او تدبير له لارې واک ته رسېدل سياست دئ . نور بيا سياست په ټولنه‌ کې د امکاناتو هنر بولي .
خو اصلي تعريف او مفهوم د سياست د واک (قدرت د سرچينې او منبع ) په هکله تفکر ته وائي . هر څومره چې په يوه ټولنه‌کې د واک د سرچينې د پېژندلو په هکله د تفکر درجه قوي او پراخه وي ، په همغه اندازه د ټولنې په کړو وړو ، تعاملاتو او معاملاتو کې د غلطیو او د هغې نه را ولاړو شويو ستونزو کچه ټيټه وي .
کله چې د قدرت سرچينه او منبع معلومه شي د واک ماهيت او منځپانګه هم روښانه کيږي ، چې د کوم ځای او سرچينې نه تغذيه او خړوبيږي .

ددې د پاره چې د سياسي قدرت مشروعيت او نه مشروعيت ، مقبوليت او منفوريت ، منل او ردول او معقوليت يا غير معقوليت ئې ښه تشخيص کړئ شو ، لازمه او ضروري ده چې سرچينه او متبع ئې بايد و لټوو او د فکرکولو په وسيله ئې تجزيه ، تحليل او و شنو .
زموږ په ټولنه کې لويه ستونزه او ترې راپورته شوي مصیبتونه دهمدې وجهې را پيدا شوي دي ، چې موږ د واک يا قدرت د منبع د پېژندلو او محتوا نه‌يی د خبرېدلو په ځای د واک ظاهري بڼه ، ځلا ، ښويتوب او جذابيت د خپلو عواطفو ، احساساتو ، تمايلاتو ، ذوقونو او شوقونو په تله تلو ، خو د منبع او ماهيت په هکله ئې سوچ نه‌کوو او دا فکر نه کوو چې د قدرت ظاهري شکل ، شمائل او جوش يې د محتوائي جوړښت سره سمون او تطابق لري او که نه د سياسي واک دزرينو جامو لاندې ، کرغېړنې او تباه کوونکې بلا ځان نغښتئ دئ ؟ همدا د سياسي قدرت د منبع او سرچينی په هکله د نه فکرکولو او غفلت له کبله ټول عمر غوليدلي ، کړېدلی او د يوې بلا نه خلاصون د بلي په قبضه کې لویدلي يو .نيم عمر مو ددی پټو بلاوو په صفت او حمايت تيرشي او نيم نور بيا په غيبت او شکايت . همدا سلسله تکراري روانه ده او د ختمېدو څرک ئې نه ښکاري .

نو ددې تاريخي او دائمی عذاب نه هغه وخت خلاصون پيدا کولئ شو چې خپل فکرونه او سوچونه د سياسي قدرت د سرچينې او منبع په پوهېدلو مصروف کړو او د پېژندلو وروسته يې د حمايت او نفی فيصله وکړو ، نه په جذباتي کړنو يې تائيد يا رد کړو .

سياسي قدرت بل څه نه دي يوازې د واک چلولو طريقه ده چې د منبع ،ماهيت ، وسائلو او طرزالعمل له نظره يوازې دوه ډوله لري :

your ads

۱- دېکتاتوري يا زورواکي،  چې د سياسي واک سرچينه ئې يو شخص ، کورنۍ ، ډله ، تنظيم ، او يا اډيولوژي ده ، ماهيت يې ظالمانه ، قدرت چلولو وسيله ئې زور او طرز العمل يې قهر امیزه احساساتي او د اسلحې په استعمال ولاړ وي .

۲- ضد ديکتاتوري،  چې د سياسي واک سرچينه ئې اولس دئ ، ماهيت ئې عادلانه ، د قدرت چلولو وسيله ئې د شريک تصميم په اساس شريک تفاهم او توافق دي ، طرزالعمل ئې سوله ایزه او عقلاني وي او په دې ډول سياسي واکدارۍ کې زور نفی او مردود دئ .

۱- دېکتاتوري يا زورواکي

په دېکتاتورۍ ،استبداد او زورواکۍ کې د قدرت د لاسته راوستلو ، چلولو او بقا منبع فقط يو خاص مقام ( شخص ، کورنۍ ډله ..‌) دئ ، چې د وچ زور ، اسلحې او فشار په وسيله ځان تحميلوي او د زور او اسلحې د وسيلې په کارولو د ډار ، ترور ، اختناق ، شکنجې ، زندان او وژلو له لارې خپل ناولي ژوند ته دوام ورکوي .
دېکتاتورۍ يوازې د زور نه تغذيه او تنفس اخلي ، چې که د زور وسيله ئې ورکه او خلع سلاح شي ، دېکتاتوري هم ختمه او مړه کيږي .
ديکتاتوري قدرت ، ځان د قدرت چلولو ابدي مستحق بولي او هیڅ بدلون او تغير نه‌مني. يوازې کله چې يې د سقوط خطر پيداشي خپل ظاهري شکل ته تغير ور کړي ، بل نوم ځان ته غوره کړي او په بل لباس ځان را ښکاره کوي ،خو ماهيت يې همغسې جابرانه ، امرانه او ظالمانه‌وي .
همدا وجهه ده چې دیکتاتوران په لس هاوو کلونه د قدرت په څوکۍ ناست وي ، فقط طبيعي مرګ او يا د بل دیکتاتور په‌وسيله قتلول ئې د قدرت د څوکۍ نه بېلولئ شي . خو دا بېلوآلۍ او تغير د دېکتاتورۍ د ماهيت تغير نه دئ ، بلکې استبداد بايد دوام پيدا کړي . په ميراثي دېکتاتورۍ کې د دیکتاتور د کورنۍ يو څوک بايد د هغه ځای ونيسي او په نورو دېکتاتوريو کې (اډيولوژيکي ، مذهبي ، ګوندي او تنظيمي )کې د همغه ډلې او يا ګروپ په ولکه کې بايد قدرت پاته شي. ځکه په ديکتاتوري سيستم کې يو سر ته ضرورت دي چې ټولنه بې سره پاته نه شي.

په دېکتاتوري کې سوله ،هوسايي ، ارامي ، خو شحالي او رفاه يوازې د قدرت د خاوندانو (دیکتاتورانو او متعليقينو) حق دئ . جنګ ، غم ، فقر او عذاب د اولس برخه رسېدلې، هغه هم د قدرت د خاوندانو د معيشت او عشرت د تاءمينولو د پاره .
په دېکتاتورۍ کې ټولنيز عدالت، قانون ، انساني کرامت او حقونه نشته . ديکتاتوران او د سياسي قدرت سيستم ئې هم قضا ده، هم اجرائيه قوه او هم مقننه قوه . هر څه چې د دیکتاتورانو د طبيعت او مزاج سره برابر وي هغه قانون بلل کيږي او بايد عملي شي ، ولو که د انسانانو د وژلو او وينې تويولو په‌قېمت هم وي . انساني کرامت ، عزت ، شرافت او حقوق هغه امتياز دئ ، چې يوازې د قدرت والا بايد ترې برخورداره‌ وي او دا امتياز يې بايد د هر تجاوز نه محفوظ وي .

ديکتاتوري هېڅ وخت په خپل استبداد او مطلقيت اقرار نه کوي ، بلکې تر ښايسته ، رنګينو ، جذابو او احساساتو پاروونکو جامو ( ديني ، ملي ، مذهبي ، قومي ، ژبني ، اډيولوژيکي او ….) لاندې ځان پټوي ، ځانونه تر ټولو معتقدين ، وطندوسنه ، ملت دوسته او انساندوسته بولي . ديکتاتوري د ټولنې د منل شويوارزښتونو ،اعتقاداتو ،منافعو او مقدساتو د دفاع په نامه خپله زور واکي او استبداد توجيه کوي ،حال دا چې عملاا د ټولنې د ارزښتونو ( ازادي ، خپلواکي ، ديني باورونه ، وطن ، عدالت او د ټولنې د غړيو حقوق ) په ضد لګيا وي او د خپل قدرت د تداوم دپاره پرې معامله کوي، خيانت ورسره کوي او د خپل ژوند د تداوم د پاره د هر رنګه لړزوونکو جنايتونو د کولو نه باک نه لري .

په دېکتاتورۍ کې اولس يوازې يوه وظيفه او مسؤليت لري او هغه د استبداد نه تابعيت ، اطاعت او بې شک او شبهې د اوامرو منل .
دېکتاتوري په خپل سياسي قدرت کې شريک ،اپوزيسيون او مخالف لورۍ نه يوازې نه زغمي ، بلکې په شدت او سقاوت سره ئې محو کوي . په دېکتاتورۍ کې د انتقاد ، پلوراليزم ،زغم او تولېرانس کلتور نشته . هر مخالف نظر ځان ته سپکاوۍ او خطر بولي او د اسلحې په زور يې خاموشه کوي .
ديکتاتوري ځان د هېچ چا او هېڅ مرجع په مقابل کې د خپلو اعمالو د نتايجو په هکله دځواب ويلو او محاسبې مسؤليت نه مني . هر عمل يې ولو که جنايت او خيانت هم وي د قدرت د مصلحت او حفاظت تر نامه او بانه لاندې توجيه کوي .
دا چې د دېکتاتورۍ وجود ، ژوند ،دوام او بقا د زور په کارولو صورت نيولئ دئ ، هېڅکله سوله ايز بدلون ته غاړه نه ايږدي ،يوازې بل زور بايد پيداشي چې عوض ئې کړي او ځای يې ونيسي . همدا وجهه ده چې د سياسي قدرت (استبدادي) د تغير او بدلېدو د پاره په کراتو د ميليونو انسانانو‌ ويني بهېدلې دي ‌. کورونه ، کلي او ښارونه په کڼډوالو بدل شوي دي ، جبري مهاجرتونو صورت نيولئ دئ ، وطن د يتيمانو ، کونډو ،بورو ، زخميانو او معلولينو نه ډک شوئ دئ .
ديکتاتوري يو شيطاني او مصنوعي سياسي قدرت چلونه ده ، چې د الهي خلقت او انساني فطرت سره په تضاد کې قرار لري ، ځکه انسان الله پاک ازاد خلق کړي او د عقل په نعمت يې نازولئ دئ ، مګر ديکتاتوري د الله ددې فيصلي سره او د انساني فطرت سره د انسانانو د ازادۍ او د‌ عقل په بنياد د ازاد تصميم نيولو او فيصلې کولو سره ضديت او دښمني لري او يوازې خپل تصميم او پرېکړه په نورو تحميلوي او د ټولنې افراد بايد جبراا د خپل طبيعت خلاف د هغې نه پيروي وکړي .

دیکتاتوري او پيروان ئې کوښښ کوي چې سياسي قدرت د تقدس درجې ته ورسوي ، څو څوک پرې نيوکه ونه‌کړي او د شک په سترګه ورته ونه‌ګوري . هر سازنده او معقول انتقاد ګستاخي بولي او که چا دا ګستاخي وکړه او د دوی قدرت ئې تر سوال لاندې راووست ، فوراا ئې د مرتد ، ياغي، باغي او تکفير په غېشي داسې وولي ، چې بيا سر پورته نه کړي .حال دا چې سياسي قدرت د اسمان نه نه دئ را نازل شوئ ، چې په قدسيت او معصوميت ئې ايمان راوړل شي‌ او بې له شکه او ګومان نه و منل شي .

۲- ضد دېکتاتوري سياسي واک

ددې ډول سياسي واک سرچينه او اصلي منبع اولس دئ ، چې په سوله ایزه توګه د اولس د تصميم او پرېکړې په اساس جوړيږي او اعمال د قدرت يې هم مسالمت امیزه دئ . زور ، فشار او د قهر امیزه کړنو ټول اشکال او میتودونه لکه ډار ، فشار ، ترور ، فزيکي برخوردونه ، شکنجې ،سانسور او وژنې په کې حرام دي .
په دې ډول واکمنۍ کې سياسي قدرت د يوه شخص ، کورنۍ ، قبيلې ، ګوند ، مذهب او اډيولولوژي له لوري په زور نه دئ غصب او يرغمل شوئ ، بلکې د ملت خدائي او طبيعي حق دئ ، چې د ملت په خوښه ، رضايت او فيصله منځته راغلئ دئ . دا چې ټولنه د افرادو او سازمانونو د مختلفو فکرونو او نظرياتو نه تشکيل شوې ده ، نو په
ضددېکتاتوري واکمنۍ کې تنوع د افکارو د يوه منل شوي حقيقت په حيث پيژندل کيږي او دا اختلافات د زور وهلو او فزيکي برخوردونو په ځای د منطقي مباحثو ، مذاکرو او تبادل د نظرونو له لارې د شريک تصميم په وسيله، تفاهم او توافق ته رسول کيږي او په نتيجه کې بې د خشونت نه سياسي واک استقرار پيدا کوي .
په‌ ضددېکتاتورۍ کې سياسي قدرت د زمان په لحاظ محدود او مشروط دئ ، نه لکه په دېکتاتورۍ کې غير محدود او غير مشروط ‌. د سياسي قدرت ماموريت د يوه معين وخت د پاره د اولس له لوري اجرايي هيئت ته سپارل کيږي او شرط يې د منل شويو قوانينو په چوکات کې خدمت کول دي ، چې د اجرااتو نظارت او ارزونه ئې خپله اولس کوي او دا صلاحيت لري چې د موجوده سياسي واک ماموريت تمديد او يا يې تغير کړي . له دې کبله چې په ضددیکتاتورۍ کې د سياسي واک جوړونه په سوله ایزه توګه د اولس له لوري صورت نيولئ دئ ، نو تغير او تعويض يې بې د قهر او زور د استعمال نه صورت نيسي او ټولنه د خشونت او انساني تلفاتو نه په امان کې پاته کيږي ‌ .
په ضددېکتاتورۍ کې سياسي قدرت آمر ، بادار او سالار نه دئ ، بلکې مامور ، خادم او مطيع دئ ، چې د خپلې هرې کړنې ، اجرااتو او اقداماتو مسؤل دئ ‌ او د خپل ماموريت په جريان او ختم کې بايد ملت ته حساب ورکړي او د مکافاتو او مجازاتو په ورکولو ئې سم کارونه تقدير او غلط يې تقبيح کيږي .
ټولنيز عدالت ، قانون ، انساني کرامت او انساني حقونه د ضد دېکتاتورۍ سياسي واکمنۍ د سياسي -اقتصادي -ټولنيز -ثقافتي او امنيتي ژوند د کولو اساسي بنسټونه دي . په دې واکمنۍ کې هر نوع تبعيض او امتياز ( قومي، ژبنی ، مذهبي، سمتي، رنګي، جنسي ) منفور او مردود دئ .
د ټولنې ټول غړي چې ملت ترې جوړ شوئ دئ ، په اولسي واکمنۍ کې د مساوي حقوقو نه برخورداره دي. ټول په سياسي واک کې مساوي او يو شان حق لري ، چې د سياسي واکدارۍ د هيئت او مديريت په هکله ازادانه نظر ورکړي ، ازاد تصميم ونيسي او ازاده پرېکړه وکړي .
په ضد ديکتاتورۍ سياسي واکدارۍ کې د سياسي واک د مديريت او د ټولنې د ادارې امورو د مخته بېولو د پاره د لايق ، متخصص ، خدمتګار ، صادق ، ملت او د ملت اډيالونو او عقايدو ته وفادار او متعهد خلک د اولس له لوري تشخيص کيږي او د سياسي واکمنۍ ماموريت ورته په مشروط ( معينه موده ، مسؤليت پذيري او حساب ورکونه ) ډول ورته تسلمیږي .
ضد دېکتاتورۍ سياسي واکمني سانسور او د ټولنې د افرادو او سازمانونو د سياسي نظرياتو او افکارو د بيان په ازادۍ بنديز ردوي او دټولنې ټولو افرادو ته د خپلو سياسي نظرياتو او افکارو د اظهار حق ورکوي په دې شرط چې د ټولنې ټول منل شوي ارزښتونو ( ديني ، ملي ،تاريخي ، کلتوري ) او ټولنيزو منافعو ته احترام ولري او د دوی سياسي فعاليت د ټولنې دا منل شوي ارزښتونه زيانمن نه کړي . ځکه په دې سياسي واکمنۍ کې نظرياتي اختلافونه بايد په سوله ایزه شکل ، پراخه حوصله او تولېرانس سره د عقل ، منطق او تدبير په بنا حل شي ، نه د وسلې او زور په کارولو .

بنااا سياسي قدرت يوه انساني پديده ده چې د انساني ټولنې ادارې او مديريت د پاره خپله د انسانانو له لوري منځته راغلې ده . سياسي قدرت هغه مؤسسه ده چې په تاسیسولو کې ئې خپله انسانان مستقيم دخيل دي .
سياسي قدرت نه مقدس دئ ، نه ابدي دئ ، نه ميراثي او نه تغير ناپذيره لکه دیکتاتوران او پيروان يې چې ترسيموي ، بلکې سياسي قدرت د انسان په وسيله جوړه شوې دستګاه ده په ټولنه کې د واک چلولو د پاره ، چې تابع د زماني او مکاني شرايطو او انکشافاتو ده او د هغه مطابق بدليږي ، نويې کيږي ، اصلاح کيږي او د تکامل په لوري قدم اخلي .

دا چې سياسي قدرت د انسانانو په وسيله جوړيږي او انسانان د خطا ، نواقصو او عيبونو نه خالي نه دي ، نو د انسان دغه اختراع شوې دستګاه ( سياسي قدرت )هم کامله او بې عيبه نه ده . طبعاا بايد نقد شي ، نیمګړتیاوې يې په ګوته شي او د اصلاح د پاره يې نوي تجويزونه وړاندې او عملي شي . خو دا کار ( نويې کول ، تغيرول او اصلاح کول ) يوازې په اولسي سياسي واکدارۍ کې بې د وينو تويولو ، بې د انساني تلفاتو او مادي ضايغاتو ، بې له قهره ، بې د زور او اسلحې د استعمال څخه ممکن دي ، چې په دېکتاتورۍ کې بيا دا کار د درنو تلفاتو او ضايعاتو په ورکولو سره په ډېره ګرانه بيه اولس ته تماميږي ، چې زموږ وطن ددې واقعيت ژوندی مثال دئ .

ټول افغان – د،ب،هيښ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب