سيد قطب؛ د تيوري او عمل امتزاج!

نن د اګست ٢٩ مه ده او مونږ د دې ورځې د يو مظلوم مفسر د شهادت يادونه کوو، سيد قطب به تر هغې ژوندې وي تر څو چې د استبداد او جاهليت پر ضد په اسلامي هېوادونو کې مبارزه موجوده وي، او دا مبارزه به حتماً موجوده وي؛ ځکه د سيد قطب ادبيات موجود دي.

په دې دروغجنه نړۍ کې د سيدقطب په څېر تحريکي تيوريسن او د عمل د ډګر شهسوار ډېر کمسارى او اريانوونکى دى، تاسو د نورو جريانونو ډېرى نظرياتي پنځوونکي يوازې په تيوري کې ګورئ، هغوى د خپلو نظريو لپاره په خواريو او مبارزه کې نه شئ ليدلى… خو که سيد قطب ويل چې څوک فکر کوي اسلام له قربانۍ پرته حاکمېداى شي هغه د اسلام په روح نه پوهېږي، او بيا تاسو سيد قطب ګورئ، چې د دې قربانۍ پر کرښه د دار ټاليو ته سخت متين ګامونه اخلي.

دا يوازې سيد قطب نه وو او جمال عبدالناصر هم په مصر کې وروستى ځپونکى نه وو، د اخوان بسته تاريخ پر دې بېلګو پوره دى، له حسن البنا او سيد قطب نه نيولې تر ننه پورې د اخوان نظرياتي خط ورکوونکي له خپلو پيروانو مخکې د قربانيو په سيالۍ کې سر سر ته روان دي…
ښايي دا به د مصر خپله ځانګړ تيا وي چې هلته اکثره چارواکي د فرعون په خويونو کې شاهي کا او پر بيدارګرو چپاوونه کړي، خو دا مصر په همدغه ځانګړتيا کې د ويښتابه او له استبداده ياغي څپه هم په مستۍ کې زوروره ساتي.

اخوان؛ بيا په زندانونو کې!

نن هم د اخوان قيادت له خپلو لسګونو زره حرکي پيروانو سره د سيسي په زندان کې د قربانۍ بله مرحله تجربه کوي، نن هم د اخوان رنځور مرشد د مصر فرعوني زندان او د بل جمال په بدرنګيو کې د ظلم او وحشت انتها زغمي…

د سيسي په زندانونو کې د اخوان مخکينى مرشد استاد مهدي عاکف په هغه زهير او زاړه وجود شهيد شو، اوسنى مرشد استاد محمد بدېع همدغسې انجام ته انتظار باسي، د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي دا څو کاله د تنهايۍ کوټه کولپۍ کې دى او د مکتب ارشاد مشران او نور د سر سړي لکه عصام العريان، البلتاجي او بېشمېره نور د دې تعذيبونو زغمونکي دي.

your ads

که د اخوان د مشرانو تاريخ وګورئ نو تاسو يې يو مرشد هم داسې نه شئ موندلى چې زندان يې نه وي تېر کړى، امام حسن البنا يې شهيد کړ او تر هغه وروسته نورو مرشدينو استاد حسن الهضيبي، استاد عمر التلمساني، استاد محمد حامد ابوالنصر، استاد مصطفى مشهور، استاد مأمون الهضيبي، استاد محمد مهدي عاکف او استاد محمد بدېع ټولو د مصر د زندانونو تعذيبونه او بوږنوونکې تيارې تېرې کړي.

د قربانيو پرتله!

د اسلامي حرکت له قيادت نه نيولې تر غړيو او خواخوږيو؛ ټولو د مصري جلادانو او سکولار حکومتونو وحشي زندانونو کې داسې بېرحمۍ وزغملې او داسې ښايسته عمرونه يې په کې خاورې کړل، چې د نړۍ بل هيڅ جريان او هيڅ شخصيت يې سيالي نه شي کولاى.

زه دلته د جنوبي افريقا د نېلسن منډېلا او د هند د ګاندهي د زندانونو او سوليزې مبارزې ارزښت ته کم نه ګورم، خو دا حتماً وايم چې د اسلامي حرکت له دغه اوږدې سوليزې مبارزې او دوامدارو زندانونو سره حتى دوى هم نه شي پرتله کېداى، نه د کميت پر بنياد او نه په تحريکي اډانه کې د افرادي قوت په بنياد.

اسلامي حرکت د خپلې هرې مرحلې نسل او قيادت قربانۍ ته وړاندې کړى خو د داخلي نظم پر ضد يې بلوا نه ده جوړه کړې، سولييز پاتې شوي او دا د اسلامي حرکت د کار خاصه ده.

اسلامي حرکت د اشغال او استعمار په وړاندې بيا اوسپنيز دى او د حماس په وجود کې د فلسطين د قضيې ګټلو مبارزه مخ ته وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب