د احد غزا د مسلمانانو ماته | نبوي سیرت ۳۷ برخه

د مسلمانانو ماتې

كله چې مسلمانان د دښمن تر محاصرې لاندې راغلل، نو يو شمير دومره وارخطا او بې واره شول چې له ځان نه پرته هر څه ورنه هير شول، د جګړې ميدان يې پريښود د تيښتې لاره يې ونيوه. ځنې مدينې ته ورسيدل نور يې د غره څوكې ته وختل، يو شمير نور بيرته شاته راوګرځيدل او له مشركانو سره داسې ګډ شول چې كافر له مسلمان څخه نه پيژندل كيده تردې حده چې مسلمانانو يو بل سره ووژل. بخاري له عايشې (رضي الله عنها) نه روايت كوي وايي: د احد په ورځ لومړى مشركانو ماتې وخوړه، په همدې وخت كې شيطان چيغه وكړه اې د خداى بندګانو شا ته متوجه اوسىْ يعنې له ديخوا نه ځانونه وساتىْ، همدا وه چې د ړومبنۍ ليكې كسان را وګرځيدل او له وروستۍ ليكې سره په جګړه شول. حذيفه كتل چې پلار يې د مسلمانانو تر حملو لاندې دى چيغه يې وكړه اې د الله بندګانو دا زما پلار دى! دا زما پلار دى! خو چا وا نه وريدل او هغه مسكين يې وواژه. حذيفه وويل: خداى دې تاسې و بښي.(1)

عروه وايي: په خداى قسم چې په حذيفه كې تر مرګ ورځې خير موجود وْ. ددې ډلې په مينځ كې يو ډول هرج و مرج را پيدا شو، خلك يې بې نظمه شول، له ډيرو نه لاره وركه شوه نه پوهيدل په كومه خوا ولاړ شي. په همدې وخت كې يو چا په لوړ آواز غږ وكړ چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قتل ورسيد.

همدا وه چې هغه پاتې نور هم له خوده ووتل، مورال يې مات شو، زړونه يې ولويدل، ډيرو له بې وسۍ او سستۍ نه وسله وغورځوله جنګ يې بند كړ د ځينو په زړونو كې دا وګرزيدل چې لاړ شي له عبدالله بن ابي سره يو ځاى شي تر څو هغه ورته له ابو سفيان نه امان واخلي.

انس بن النضر راغى او دا كسان يې وليدل ورته ويې ويل د څه انتظار كوىْ؟ دوى ورته وويل: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شهادت رسيدلى، (حيران يو څه وكړو)! ده ورته وويل: نو اوس ژوندون څه كوىْ، پورته شىْ او په هغه څه ځانونه ووژنىْ په كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ځان په شهادت ورساوه. او زياته يې كړه: اې خدايه! زه ددې مسلمانانو له كړو نه عذر او بښنه غواړم، او د مشركانو له كړو نه برائت اعلانوم. بيا مخكې لاړ تر څو د سعد بن معاذ سترگې پرې ولګيدى غږ يې پرې وكړ چيرته يا ابو عمره؟ انس ورته وويل: آه دا د جنت بوى چې د احد له خوا راځي، بيا همداسې وړاندې لاړ او تر هغې وجنګيد تر څو په شهادت ورسيد. او دومره ګوزارونه يې خوړلي وو چې د جګړې په پاى كې نه پيژندل كيده، خو خور يې د ګوتو له بندونو نه وپيژانده، په بدن يې له اتياوو نه زيات د نيزې، تورې، او غشي ټپونه وو.(2)

همدا راز ثابت بن دحداح هم خپل قوم ته غږ وكړ چې اې انصارو! كه چيرې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وژل شوى وي، نو خداى خو حي (ژوندي) دى او نه مري، پورته شىْ په دين وجنګيږىْ، الله مو حامي او ناصر دى. همدا وه چې يوه ډله انصار ور پورته شول او په ګډه يې د خالد بن وليد په ګروپ حمله ورورړه او تر هغې ورسره و جنګيدل تر څو خالد بن وليد هغه په نيزه سره په شهادت ورساوه او نور ملګري يې هم ټول ورسره شهيدان شول.(١)

your ads

له مهاجرينو نه يو كس وليدل چې يو انصاري پخپلو وينو كې لت و پت پروت دى، مهاجر ورته وويل: فلانيه! خبر يې چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قتل رسيدلى دى؟ انصاري ځواب وركړ او ويې ويل: كه محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وژل شوى وي، نو خپل مسووليت يې ادا كړ، اوس تاسې پخپل دين ننګ وكړىْ او وجنګيږىْ.(٢)

همدا بې مثاله ميړانه او ډاډ ګيرنه ددې سبب شوه چې يو ځل بيا د مسلمانانو زړونه پورته شي په خود راشي، عقل يې بيرته سر ته ورشي. نور يې له منافقينو سره د يو ځاى كيدو فكرونه پريښوول خپلې وسلې يې بيرته راپورته كړې او په مشركينو يې ورودانګل. پدې وخت كې پدې هم پوه شول چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مرګ خبر دروغ دى، پدې نور هم تقويه او زړه ور شول، په مشركينو ورولويدل، ډير سخت وجنګيدل او په پاى كې پدې بريالي شول چې له محاصرې نه ووزي او د قيادت مركز ته ځان ورسوي.

د مسلمانانو دريمه ډله داسې وه چې يوازې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په غم كې وه او په هيڅ شي كې يې فكر نه كاوه، ان د محاصرې له پيل نه يې ځانونه خپل لارښود (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسول. ددې ډلې په سر كې ابوبكر، عمر، علي او نور (رضي الله عنهم) وو، دوى د جګړې په لومړۍ كرښه كې وو، خو كله چې پوه شول د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ژوند په خطر كې دى نو سمدستي ورنه راتاو شول او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د دفاع په خط كې ودريدل.

د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په شاو خوا كې سخته جګړه

پداسې حال كې چې تر اسلامي لښكر د محاصرې كړۍ راتاويده او مسلمانان د مشركينو د حملو تر مينځ داسې واقع شوي وو لكه د ژرندې د دوو پلو تر مينځ، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) شا و خوا ته سخته جګړه روانه وه. او لكه مخكې مو چې وويل د محاصرې په پيل كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يوازې (9) كسان موجود وو، خو كله يې چې مسلمانانو ته غږ وكړ او ويې فرمايل: ‏‏(‏هلموا إلي، أنا رسول الله‏)‏. زما خوا ته راشىْ، زه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يم!

مشركانو دا غږ واوريد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې وپيژانده ورباندې را تاو شول (ځكه د دوى تر مينځ ډيره كمه فاصله وه) حمله يې ورباندې وكړه او مخكې لدينه چې نور مسلمانان راورسيږي مشركينو خپل ټول زور په كار واچاوه تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ځان ورسوي. همدلته له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره موجود نهه كسان په ډيره ميړانه او غيرت دفاع كوي او د مشركينو په وړاندې دومره كلك مقاومت كوي چې د مينې، سرښندنې او ميړانې په ميدان كې يې مثال نه ليدل كيږي.

مسلم له انس بن مالك (رضي الله عنه) نه روايت كوي چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د احد په ورځ يوازې اوه كسان انصار او دوه قريش پاتې وو. كله چې جګړې ډيره سخته شوه او مشركين را لنډ شول، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏من يردهم عنا وله الجنة ‏؟‏ أو هو رفيقي في الجنة ‏؟‏‏)‏. څوك به د دوى (مشركينو) مخه ونيسي كه دا كار چا وكړ د هغه لپاره جنت دى؟ او يا هغه به په جنت كې زما ملګرى وي؟ د همدې خبرې په اوريدو سره يو انصاري را مخكې شو او تر هغې وجنګيد تر څو په شهادت ورسيد. جګړه لا پسې توديده او مشركين د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته را لنډيدل، يو، يو انصاري (رضي الله عنهم) په شهادت رسيده تر څو اوه واړه شهيدان شول پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغو دوو قريشيانو ته وفرمايل: ‏‏(‏ما أنصفنا أصحابنا‏)‏. مونږ له خپلو يارانو سره انصاف و نه شواى كړى.(1)

د هغو اوو انصارو (رضي الله عنهم) آخرينى كس عماره بن يزيد بن السكن وْ چې دومره وجنګيد تر څو ټول زخمي زخمي شو او په ځمكه راپريوت .(2)

د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په ژوند كې تر ټولو سخته ګړۍ

د ابن السكن له لويدو نه وروسته له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يوازې دوه تنه قريشيان پاتې وو. په بخاري او مسلم كې له ابو عثمان نه روايت دى وايي: د جګړې پدې ورځو كې يوه ورځ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يوازې طلحه بن عبيدالله او سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) پاتې وو ١. دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ژوند تر ټولو سخته ګړۍ وه، او همدا د مشركينو لپاره يو طلايي چانس هم وْ. هغوى ټول زور په كار واچاوه تر څو لدې فرصت نه ګټه اوچته كړي ټولو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لوري حمله راوړه او كوښښ يې كاوه هغه مبارك له مينځه يوسي. عتبه بن ابي وقاص تيږه پورته كړه او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د مبارك مخ په يوه طرف وويشت او لاندينى ښى رباعي غاښ يې مات شو او لاندينۍ مباركه شونډه يې هم زخمى شوه. عبدالله بن شهاب زهري ورمخكې شو او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې په مباركه ټنډه زخمي كړ. په همدې وخت كې يو بل بدبخت عبدالله بن قمئه چې په آس سپور راغى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مباركه اوږه يې د تورې دومره سخت ګوزار وكړ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پوره يوه مياشت شكايت ورنه درلود، خو بيا هم د تورې په ګوزار دده مبارك غبرگې زغرې پرې نه شوې، هغه بدبخت دشمن ورپسې بل د تورې همدومره كلك ګوزار وكړ او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مبارك مخ سترګې ته نژدى برابر شو او د زغره والې خولۍ دوې كړۍ يې د غومبوري په هډوكي كې ننوتې، هغه بدبخت له ګوزار سره دا هم وويل: دا درواخله زه د قمئه زوى يم. په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پداسې حال كې چې وينې يې له مبارك مخ نه پاكولې ورته وفرمايل: الله تعالى دې ټوټې ټوټې كړه.(٢)

په بخاري كې روايت دى چې پدې غزا كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) رباعي غاښ په شهادت ورسيد، مبارك سر يې زخمي شو، وينې ورنه روانې وې او ده مبارك (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايل: ‏‏(‏كيف يفلح قوم شجوا وجه نبيهم، وكسروا رباعيته، وهو يدعوهم إلى الله‏)‏. هغه قوم به څنګه كامياب شي چې د خپل نبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ يې زخمي كړ او رباعي غاښ يې ورمات كړ، پداسې حال كې چې نبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغوى د الله لوري ته رابولي، نو الله تعالى دا آيت را نازل كړ: ((لَيْسَ لَكَ مِنْ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ)) (آل عمران: 128) .

[ترجمه: نشته تا لره له امره هيڅ شى (بلكه الله اختيار لري (د هر شي) يا به رجوع وكړي (الله په قبلولو د توبې سره) په دوى باندې يا به عذابوي (الله) دوى پس بيشكه دوى ظالمان دي.]

طبراني روايت كوي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې ورځ وفرمايل: (‏اشتد غضب الله على قوم دموا وجه رسوله‏)‏. په هغه قوم دې الله (جل جلاله) لوې عذاب نازل كړي كوم چې د خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ يې زخمي كړ، بيا څه وخت چپ پاتې شو ورپسې يې وفرمايل: (اللهم اغفر لقومي فانهم لا يعلمون). (١) اې خدايه زما قوم ته بښنه وكړه ځكه دوى نه پوهيږي.

همدا راز په صحيح مسلم كې روايت دى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايل: (رب اغفر لقومي فانهم لا يعلمون)(٢) اې خدايه زما قوم ته مغفرت وكړه ځكه دوى ته پوهيږي. د قاضي عياض په الشفاء نومي كتاب كې راځي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (اللهم اهد قومي فانهم لا يعلمون)٣. خدايه! زما قوم ته هدايت وكړې ځكه دوى نه پوهيږي.

پدې كې هيڅ شك نشته چې مشركينو كلكه اراده كړې وه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شهادت ورسوي، خو هغه دوه قريشيان سعد بن ابي وقاص او طلحه بن عبيد الله په دومره ميړانه، همت او غيرت وجنګيدل چې د مشركينو دا شوم هدف يې له خاورو سره خاورې كړ. هغوى دواړه د عربو مشهور غشي ويشتونكي وو او پداسې ميړانه يې مقابله كوله چې په غشو سره يې حمله كوونكي مشركين له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه په شاتګ ته اړ ايستل. سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) ته خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله د غشو توبره خلاصه كړه او ورته ويې فرمايل: (‏ارم فداك أبي وأمي‏). ‏وله زما مور او پلار له تا قربان! له همدې قول نه د سعد (رضي الله عنه) د مقام، اهليت او صلاحيت اندازه ښه څرګنديږي ځکه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بل هيچا ته هم داسې ندې ويلي چې زما مور او پلار دواړه له تا قربان.(١)

د طلحه بن عبيدالله (رضي الله عنه) په هكله نسائي له جابر نه، پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو ددې حملې او ورسره د څو انصارو د موجوديت په يادونې سره روايت كوي وايي: مشركين رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته را ورسيدل، نو ده وفرمايل: (‏من للقوم ‏؟‏‏) څوك به د دوى مقابله وكړي؟ طلحه وويل: زه. جابر زياتوي: انصار ور وړاندې شول او لكه مخكې مو چې د مسلم شريف په روايت كې وليدل يو په بل پسې په شهادت ورسيدل كله چې انصار ټول شهيدان شول، نو طلحه ور مخكې شو. جابر وايي: بيا طلحه د يوولسو کسانو په شان جنګيده په همدې وخت كې په لاس ولګيد،ګوتې يې پرې شوى او له خولې نه يې د حس يا آه آواز ووت. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏لو قلت‏:‏ بسم الله، لرفعتك الملائكة والناس ينظرون‏).كه د بسم الله ويلې واى نو خلكو به درته كتل او ته به ملائكو اوچتولې. راوي وايي: بيا الله تعالى مشركين په شا كړل(٢) حاكم په اكليل كې روايت كوي وايي چې طلحه (رضي الله عنه) د احد په ورځ (39) يا پنځه ديرش ټپه خوړلي وو او د شهادت او لمنځۍ ګوتې يې شلې شوې وې.(٣)

بخاري له قيس بن ابي حازم نه روايت كوي وايي: ما وليدل چې د طلحه (رضي الله عنه) لاس شل شوى وْ، او په همدې لاس سره يې د احد په ورځ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه دفاع كړې وه.(٤)

ترمذي روايت كوي چې پدې ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د طلحه په هكله فرمايلي: ‏‏(‏من أحب أن ينظر إلى شهيد يمشي على وجه الأرض فلينظر إلى طلحة بن عبيد الله‏)‏.‏ كه څوك غواړي چې داسې شهيد ته وګوري چې ژوندى د ځمكې پر مخ ګرزي نو طلحه بن عبيدالله ته دې وګوري.(١)

ابو داود الطيالسي له عائشې (رضي الله عنها) نه روايت كوي چې وايي: ابوبكر (رضي الله عنه) به چې كله د احد ورځ يادوله نو فرمايل به يې چې دا ورځ ټوله د طلحه ورځ ده.(٢)

همدارنګه ابوبكر دده په هكله ويلي:

يا طلحة بن عبيدالله قد وجبت   لك الجنان و بوات المها العينا(٣)
[اې د عبيدالله زويه طلحه تا ته جنت واجب شو او له حورو سره دې كور جوړ كړ.]

په همدې سخته ګړۍ كې الله تعالى له غيبه خپل نصر را نازل كړ. په بخاري او مسلم كې له سعد نه روايت دى وايي: د احد په ورځ مې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد چې دوه داسې كسان ورنه دفاع كوي چې سپين كالي يې اغوستي او ډير په ميړانه جنګيږي، ما هغه كسان نه مخكې ليدلي وو او نه مې وروسته وليدل. او په بل روايت كې راځي چې هغه دوه كسان جبريل او ميكائيل(عليهما السلام) وو. (٤)

د رسول (صلى الله عليه وسلم) شاو خوا ته د اصحابو (رضي الله عنهم) راټوليدل

دا ټولې پيښې په ډيره چټكۍ او ناڅاپي توګه د سترګو په رپ كې ترسره شوې او كه نه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) غوره جنګيالي اصحاب (رضي الله عنهم) چې د جګړې په لومړۍ كرښه كې وو د جګړې د حالت له بدليدلو او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د آواز له اوريدو سره سم د خپل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لور په ډير بيړه راو ګرزيدل تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له څه نا ګواره پيښې سره مخ نه شي. خو دوى پداسې حال كې راورسيدل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زخمي شوى وْ شپږ تنه انصار په شهادت رسيدلي او اووم په ځمكه زخمي پروت وْ، سعد او طلحه په ډيره ميړانه دفاع ورنه كوله او په جګړه بوخت وو، نو ټول له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه تاو شول خپل ځانونه او وسلې يې دده مبارك نه د دفاع پخاطر لكه ديوال داسې ورنه تاو كړې، د دښمن ګوزارونو ته يې ځانونه ډال كړل، حملې يې په شا وتمبولې. ابوبكر د غار ملګرى يې لومړي شخص وْ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې ځان راورساوه.

ابن حبان له عائشه (رضي الله عنها) نه روايت كوي چې وايي: ابو بكر (رضي الله عنه) وويل: د احد په ورځ خلك ټول له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه ليرې  شوي وو، زه لومړنى كس وم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته بيرته راوګرزيدم، هلته مې وليدل چې يو شخص دفاع ورنه كوي په جګړه بوخت دى، په زړه كې مې وويل چې دا به طلحه وي، مور او پلار مې ورنه قربان، په همدې وخت كې ابو عبيده بن الجراح را پسې راورسيد هغه لكه د مرغه په شان تيز را روان وْ، دواړو ځانونه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسول كه ګورو چې طلحه يې په مخكې لويدلې، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راته وفرمايل: ‏‏‏(‏دونكم أخاكم، فقد أوجب‏)‏. د خپل ورور غم وخورئ ده ځانته جنت واجب كړ. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مبارك مخ هم زخمي شوى وْ د اوسپنيزې خولۍ دوې كړۍ يې په غومبوري كې خښې شوې وې. ابوبكر (رضي الله عنه) وايي ما وغوښتل چې دا كړۍ يې له مبارك غومبوري نه راوباسم، خو ابو عبيده (رضي الله عنه) راته وويل: د خداى په روى ما پريږده چې دا كړۍ زه ورنه راوباسم! او پدې ترتيب هغه يوه كړۍ په خوله ټينګه ونيوله او ورو ورو يې را ايستله تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په تكليف نه شي، بالاخره يې يوه راوايستله خو پدې كوشش كې د ابو عبيده له ثنايا غاښونو نه يو غاښ هم ووت. ابوبكر وايي: بيا زه ورغلم چې هغه بله زه راوباسم، ابو عبيده بيا راته وويل: د خداى په روى ما پريږده چې راويې باسم، نو دوهمه يې هم په خوله راونيوله او ورو ورو يې راوايستله خو دا ځل يې بل غاښ هم ووت. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: د خپل ورور غم وخورئ ده ته جنت واجب شو يا يې جنت ځانته واجب كړ.

ابوبكر وايي: بيا مو طلحه ته مخه كړه او درملنه مو يې پيل كړ له ديارلسو نه يې زيات زخمونه خوړلي ؤ(1).

دا پدې ورځ په جګړه كې د طلحه د غيرت او شجاعت، همت او استعداد يو بل دليل دى.

په همدې سخته شيبه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر شاو خوا يو شمير قهرمان اصحاب راغونډ شول، په دې ډله كې ابودجانه، مصعب بن عمير، علي بن ابي طالب، سهل بن حنيف، مالك بن سنان (د ابو سعيد الخدري پلار)، ام عماره نسيبه بنت كعب المازنيه، قتاده بن النعمان، عمر بن الخطاب، حاطب بن ابي بلتعه او ابو طلحه (رضي الله عنهم) شامل وو.

د مشركينو حملې  تندې شوې

دلته د مشركينو شمير لحظه په لحظه زياتيده او حملې يې تندې دې. په مسلمانانو فشار دومره زيات شو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له هغو كندو نه په يوه كنده كې ولويد كومې چې ابو عامر الفاسق د همدې شرارت لپاره كيندلې وې، په مباركه ګونډه كې يې وبريښدل علي (رضي الله عنه) لاس وركړ او طلحه بن عبيدالله په غيږ كې راونيو تر څو راپورته شو او ودريد. نافع بن جبير وايي: له مهاجرينو نه يوه كس به ويل: د احد په ورځ مې ليدل چې غشي له هر لوري را وريدل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مينځ كې ؤ خو ټول به ورنه چپيدل (يعنې اصحابو به ورنه دفع كول) او په همدې ورځ مې عبدالله بن شهاب الزهري وليد چې ويل يې: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راوښاياست، اوس به يا زه ژوندى پاتې كيږم او يا هغه (صلى الله عليه وسلم)! دا پداسې حال كې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې بالكل خوا ته ؤ او هيڅوك هم نه ؤ ورسره، خو هغه ورنه تير شو، صفوان ورباندې په قهر شو (چې ولې ورنه تير شوې) هغه په ځواب كې ورته وويل: قسم په خداى كه مې ليدلى وي، قسم په خداى لكه چې هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مونږ نه ساتل شويدى. په دې پسې مونږ څلور كسانو عهد وكړ او د عبدالله په مرګ پسې ورمخكې شوو خو ونه توانيدو چې ويې وژنو.(2)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب