شات څه شی دی؟

د انسانانو رابطه د شاتو مچیو سره د ډیری پخوا زمانی څخه ده انسانان مخکی تر دی چی لیک لوست سره اشنایي پیدا کړي د شاتو مچیو د تولیداتو څخه به یې استفاده کوله . دشاتو څخه مصریانو د میلاد څخه د مخه (۲۲۰۰-۲۶۰۰ ق م ) هم استفاده کوله په پخوا زمانه کی به مصریانو او یونانیانو خپل مړي په شاتو مومیایی کول او بیا به یی خښول او یا به یې یو ځای کی ساتل .کله چی اسکندر مقدونی په بابل کی وفات شو نو جسد یې په شاتو مومیایی شو او د دفن کولو لپاره مقدونی ته ولیږل شو .

د شاتو د مچیو عمده تولیدات شات،موم او ګرده ده چې ددي څخه علاوه نور فرعي تولیدات هم لري .شات یوه خوږه او سریښناکه مایع ده چې د ګلونو د شیري څخه د شاتو د مچیو په واسطه راټولیږي د شاتو مچی د ګل څخه شیره د خرطوم په واسطه اخلي د شاتو کیسی ته یې انتقالوي کومه چی د مچی د خیټی په برخه کی موجوده ده هلته ورسره انزایمونه او نور کیمیاوي مواد يوزی کیږي او غلیظ کوي یې او په اصلی شاتو بدلیږي. شات په خپل ترکیب کې ۲۰ نوعه قندونه چې په زیاته اندازه ګلووز ،فرکتوز او سکروز قندونه لري ،۸ نوعه ویټامینونه،۱۱ نوعه معدنی مواد ،۱۶ نوعه امینواسیدونه او انزایمونه لري دشاتو فی ایچ (۴-۵،۵ ) دی سره د دی چی شات یوه تیزابی ماده ده خو د خاصو قندونو د موجودیت له کبله یې تیزابیت نه احساس کیږي .یو کیلوګرام شات ۳۲۵۰ کالوري انرژی لري شات یواځینی طبیعی غذا ده که د هر څومره وخت لپاره وساتل شي نه خرابیږي چی د نه خرابیدلو علت یې د شاتو په ترکیب کی د کمو اوبو شتون (۱۸٪) دی.
د شاتو رنګ د ګل په رنګ او چاپیریال پوری اړه لري او په مختلفو رنګونو لکه سپین،زیړ،نصواري او قهوه یي رنګونو پیدا کیږي

د شاتو غلظت او رقیقوالی په دری عواملو پوری اړه لري
الف:په شاتو کی د اوبو اندازه (هغه شات چې ۱۷-۱۸٪ پوری اوبه ولری ښه شات دي )
ب:د هغه محیط د حرارت درجه چې شات په کی قرار لري
ج: ګل د نوعی پوری .
د شاتو جامد کیدل په دی معنی نه دي چې جامد شات ناخالض او رقیق شات خالض دي که چیري شات د کندو د درجی حرارت څخه په ټیټ درجه حرارت کی وساتل شي یو شمیر قندونه یې کریستالایز کیږي او په شاتو کی یو فزیکی تغیر رامنځته کیږي خو په کیفیت کی یې هیڅ تغیر نه راځی .شات د زړه د عضلاتو د تقویت سبب ګرځی او په شاتو کی د شاملو انزایمونو په اثر د زړه شاوخوا شحم له منځه ځی نو په همدی اساس هغه کسانو ته چې عمر یی زیات او یا د زړه په تکلیف اخته وي د خوړلو توصیه یې کیږي .

شات د حافظی او بدن د دفاعی سیستم د تقویت سبب ګرځي د ستړیا پر وخت یې خوړل د بدن ناراحتي له منځه وړي او بدن ته نوی انرژی ورکوي شاتو څخه د زخمونو په تداوی کې هم ګټه اخیستل کیږي مونږ باید په خپله ورځنې غذا کې د مصنوعی مربا او قندونو پر ځای ددغه جنتي غذا څخه استفاده وکړو .سره د دی چی شات یوه بهترینه غذا ده یو بهترین دارو هم دي د شاتو میکروب ضد خاضیت د دی باعث شوی دی چی د یو قوي انتی بیوتیک په توګه وپيژندل شي نو همدا علت دی چې د یوناني دواګانو تر څنګ په طیبي دواګانو کی هم استعمالیږي .

د شاتو مچیو او شاتو د اهمیت په باره کی همدا بس دی چې ﷲ ج یې په قرانکریم کی په اړه مکمل سوره (نحل) نازل کړی دی او شات یی د یو شفا ورکوونکی غذا په توګه معرفي کړي دي (فیه شفاء الناس ) سوره نحل ایه نمبر (۶۹).

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب