شات (ګبین) د ډیرو ناروغیو لپاره ښه درمل

په اسلامي نړۍ کې شات (ګبین) د ډیرو ناروغیو لپاره درمل ګڼل کیږي او خلک يي ډیر استعمالوي خو اوس امریکايي او برتانوي څیړونکو هم اعتراف وکړ چې دغه خواړه د ډیرو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل دی.

امریکايي څيړونکی د ګبین په اړه له څیړنو وروسته وویل چې دغه خواړه ډیر قوي باکتریا ضد خاصیت لري چې له ځینې نورو موادو سره یو ځای کیدو سره د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

دلته مو له هغو ناروغیو سره اشنا کوو چې درمل او مخنیوی يي د ګبینو په مرسته ممکن دی.

‍۱- د څیرې داغ:

د څیرې داغونو له منځه وړلو لپاره ګبین تر ټولو غوره درمل دی. د دې موخې لپاره باید یوه کاچوغه ګبین له یوې کاچوغې زیتون تیل سره ګډ او پر مخ ووهل شي او د ۲۰ دقیقو لپاره پریښودل شي، وروسته بیا مخ له ګرمو اوبو سره ووینځل شي. ډاکټر هاروډ سوبل په وینا دغه عمل د څیرې داغونو له منځه وړلو کې ځانکړی اثر لري او په څیره کې داغ جوړونکي عناصر له منځه وړي.

your ads

۲- د زړه سوی:

دغه خواړه د زړه سوي د لمنځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. یوه کاچوغه ګبین غذايي نل د معدې له تیزاب څخه ژغوري. یوه کاچوغه ګبین ۲۱ کالوري یا ۵.۷۱ ګرامه کاربوهایډریټ لري. د زړه سوي له منځه وړلو لپاره باید د یوې اونۍ لپاره یو کاچوغه ګبین استعمال شي. د شکر ناروغان د دې کار لپاره باید لومړی له ډاکټر سره مشوره وکړي.

۳- ټوخی لپاره ګټور دی:

څیړونکو په وینا ګبین د هر ډول ټوخی لپاره تر ټولو غوره درمل دی ځکه چې ګبین خپل ترکیب کې ډي مل سینټ په نامه مواد لري کوم چې ستونی د ټوخي له میکروبونو څخه ساتلی شي. په ګبینو کې شته کیفین سږې صفا کوي چې له دې سره د ساه اخیستلو عمل پیاوړی کوي. د دې موخې لپاره باید ۱.۵ کاچوغې کافي کې نیمه کاچوغه ګبین په ۷ اونس تړمو اوبو کې حل شي او په ورځ کې درې ځلي استعمال شي.

۴- زکام:

یوې امریکايي څیړنې پر بنسټ ګبین د زکام او انفلونزا میکروبونو له منځه وړلو کې ځانګړی اثر لري او له دې سره د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. ګبین په بدن کې د زکام میکروب د تل لپاره له منځه وړي او د بیا ژوندي کیدو چانس يي ختموي.

۵- خوب:

که یوه کاشوغه ګبین له لږ اندازه دار چیني سره په ۸ اونسه تړمو اوبو کې ګډ شي او وڅښل شي نو دغه عمل به په ارامه خوب کولو کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب