شاوخوا ۲۲زیاتې ژبې انلاین او په وړیا توګه زده کړئ!!

 

هر څوک غواړي چې نورې ژبې په وزیا توګه زده کړې.

که ستاسو انګریزي یا عربي ژبه زده وي نو کولای شی انلاین او په مفته کې تقریبا ۲۲  نورې ژبې زده کړی؛ دا چې څنګه لاندې یې وګورئ.

Duolingo د اینډرايډ او سمارټ فون لپاره یو اپلیکیشن دی چې هر څوک کولای شي په مرسته یې نورې ژبې زده کړي(ټول کورسونه یې وړیا یا مفت دي.)

د Duolingo  په اپلیشکیشن باندې د ۲۰۰۹ کال په اخیرو کې کار شروع شو، د  ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې عام بازار ته راووت.

د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې Duolingo د iOs لپاره خپل اپلیکشن جوړ کړ او د ۲۰۱۳ کال د مئ په میاشت کې یې انډرایډ اپلیکیشن په لیکه شو چې په دریو هفتو کې یې یو میلیون استعمالونکي پیدا کړل، او په ګوګل پلې سټور کې یې ”د تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی تعلیمي اپلیکشن“ نوم وګټی.

Duolingo  اوس مهال ۱۵۰ میلیونه استعمالونکي لري.

Duolingo  په لیکلې بڼه او د لوبې په بڼه کورسونه نشروي چې په ډیره اسانۍ سره هر څوک ورباندې پوهیدای شي او زده کولای یې شي.

Duolingo  کې تاسو له انګریزي سره سره د هسپانیې، فرانسې، جرمني، هند، پرتګال، روسیې، ایټالیا، نیدرلینډ، ایرلینډ، سویډن، ډنمارک، ترکیې، ناروې، پولینډ، عبراني، اوکراین، ویتنام، اندونیسیا، هنګریا او د کوریا ژبې زده کولای شی.

ویب پاڼه: https://www.duolingo.com

اپلیکیشن د اندراید موبایل لپاره

عبدالغني عاطف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب