شعرى ستوریSirius او تیاره اوروښنایی| قرآن علمي اعجاز

د شعرى ستوریSirius

دقرآن یوه بله م عجزه دشعری ستوری یادونه ده چې په یوویشتمه پیړۍ کې پېژندل شوی.
دنجم سوری په ۴۹ آیت کې دشعری ستوری یادونه دپام وړ ده . دشعری ستوری په شپه کې ستر اوځلیدونکی ستوری دی چې دپوهانو دڅیړنو له مخې په اصل کې دوه ستوری دی . قوی ستوری یی شعری ـ الف    يا Sirius-A چې ځمکې ته نږدی دی اوروښانه دی ، دوهم یی کوچنی دی اوله تلسکوپ پرته دلیدو وړنه دی د شعرى-ب يا Sirius-B په نامه ياد یږی.
دشعری د ستوری مدار بیضوی دی اویو دور چې دیوه واحد مدار په شاوخوا راڅرخی   ۴۹،۹ کاله موده نیسی. دغه موضوع  د هاروارد، اوتاوا و لينستر دپوهنتونو له    له لوری ثابته شوه په داسې حال کې چې دنجم دسورې ۴۹ و ۹ آیتونو څوارلس سوه کاله مخکې له هغی نه یادونه کړې وه .
اوهغه دی دشعری دستوری رب(النجم 49).
دددولیندیوپه شان یاهم له هغه نه نږدی وو (النجم 9).
د نجم سوری نهم آیت (دستوری په مانا) ممکنه ده چې په خپل مدارکې ددغو ددو ستور تقارب شرح کړی وی.

تیاره اوروښنایی

تیاره اوروښنایی یی جوړه کړه (الانعام ۱).
له روښنایی پرته څه نه شو لیدلای په داسې حال کې هغه نور چې موږ لیدلای شو هغه یوه برخه دهغی انرژی وی چې چې له سرچېنې نه خپور شوی وی. دنور بیلابیل ډولونه لکه د  X وړانګه ، ماوراى بنفش،  راديويى څپې اونورې لیدلای نه شو.
په زړه پوری خو لاداده چې دتیاره کلمه تل دجمعې په ډول په قرآن کې یاده شوې  (ظلمات د ظلمت جمع) د ظلمات کلمه په  قرآن کې ۲۳ځلې  یاده شوې اویوځل هم په مفرد ډول نه دی کارول شوې.
په قرآن کې دتیارې دکلمې یادونه داروښانوی برسیره پرهغو ډولونو دنورونو چې موږ یی لیدلای شو نور هم شته. دهرنور دڅپو اوږدوالی دهغه دانرژی له مخې چې دالکترومقناطیې ځلا په نامه یادیږې فرق کوی. دالکترومقناطیسی وړانګوټول ډولونه دانرژی دموجونو په څیر په خلاکې عمل کوی.  ددې موضوع دلا روښانتیا لپاره په ولاړو اوبو کې دیوې ډبرې دغورځیدو له امله دڅپو له جوړیدو څخه یادونه کولای شو. هغه ډول چې مینځ ته راغلی څپې په ابوکې دډبری دغورځیدو په چټکتیا اوشدت له مخې مختلفی وی دالکترو مقناطیسی څپو اوږدوالی هم مختلف وی.

ټول ستوری له ځانه یو ډول وړانګه نه خپروی . دغه وړانګې ددوی دڅپو داوږوالی له مخې په ډلو ویشل کیږی. دنوری څ پو دطیف اوږدوالی ډیر پراخ دی. دګاما دوړانګې دڅپې داوږدوالی توپیر1025  دی.دلمر ټوله وړانګه یواځې یوه برخه ددغه(1025 )  طیف جوړوی. اویا په سلو کې هغه وړانګې یا بیلابیلې څپې چې له لمر نه خپریږی   ۰،۳ نه تر ۱،۵ م ايکرونه دی  چې درې ډوله نور لری: هغه نور چې موږ یی وینو، له سره رنګ نه لاندی نور اود  ماوراء بنفش وړانګې، دلیدو وړ نور یواځې ۴۱ په سلوکې دلمر نورجوړوی. نو وینو چې هغه  الکترومقناطیسی څپې چې دانسان دسترګور لپاره دلیدو وړ نور جوړوی دنور دطیف یوه وړوکې برخه ده. اونورځایونه چې دنور څپې یی د انسان دسترګو دلیدو وړنه دی ټول تیاره پاته کیږی له همدې کبله ډیره تیاره له هغې تیاری نه هم شته چې موږ یی پېژنو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب