شهيد موسی شفيق؛ عالم، اديب او سياستوال

ډېر تفاوت شــته په انــسان کې د معنا په لـحاظ
واړه مشغول دي ځيني ځان ځيني جهان جوړوي

(استاد الفت)
ستر شخصيتونه پر بشري ټولنو د الله تعالى له سترو لورېينو څخه ګڼل کېږي. دغه ډول څېرې په ټولنه کې د سترو کارنامو سبب کېږي. متمدن ملتونه د خپلو نامتو څېرو د زېږېدو په وياړ ځانګړي مراسم ترتيبوي. د هغوى په نامه مختلف مډالونه نوموي يا ستر تاسيسات د هغوى په نامه کوي. د نولسمې پېړۍ ستر مفکر، علامه سيد جمال الدين افغان وايي : شرقيان د ژونديو قدر نه کوي، ولې کله چې مړه شي بيا يې تل ستايي. د علامه دا خبره، د ده په حق کې تر يو حده صدق کوي؛ ځکه د ده تر مړينې وروسته څه نا څه قدر وشو. ليکن، د علامه وطنوال ژوندي خو لا څه، چې د مړو ياد هم نه کوي.

زموږ د هېواد يو له دغو هېرو سټو د ډموکراسۍ د لسيزې وروستى لومړى وزير، شهيد محمد موسى شفيق دى. شهيد شفيق، زموږ د هېواد د معاصر تاريخ په حساس وخت کې په ګڼو لوړو دولتي پوسټونو کې دندې ترسره کړي دي. د شهيد شفيق دندې، د کابل پوهنتون له استاذۍ پيل او په لومړي وزيرۍ پاى ته رسېدلي دي. د شهيد د سټې ځانګړنه دا ده، چې دى، نه يوازې سياسي رهبر پاتې شوى، بلکې شفيق له سياسي لوړو پوسټونو سره سره، د علم او پوهې لوړو مدارجو ته هم رسېدلى و. شفيق يو نوماند عالم، سترګور اديب، منلى قانونپوه، نوښګتر شاعر او وتلى ديپلومات و. شفيق، د ډېرو پر خلاف، له سترې علمي زېرمې او سياسي منصب سره سره، خپله ټولنه پېژندلې وه او د يو مهربان رنځورپوه په توګه يې د خپل رنځور وطن رنځونه او دردونه جوت کړي وو او د هغوى د له منځه وړو په لار کې يې ډېرې هلې ځلې وکړې. بنا پر دې، شفيق بېلګه سټه ګڼو او له دې امله هڅه کوو، نوي پښت ته دا هېر شوى شخصيت وروپېژنو؛ څو د ده ملي هيلې او آرمانونه د دوى په زړونو کې ژوندي پاتې شي او د سباني افغانستان لپاره ترې کار واخلي.

زوکړه او کورنۍ

محمد موسى شفيق، د هېواد د نامتو عالم، مرحوم مولوي محمد ابراهيم کاموي زوى، د ١۳٠۸ل کال د جوزا په پنځه نېټه (١٩٢٩م) په کابل کې زېږېدلى و. له آره د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.  شهيد شفيق په خپله ځان داسې راپېژني:” زما نوم محمد موسى شفيق، پلار مې مولوي محمد ابراهيم کاموي نومېږي، زموږ کورنۍ د ننګرهار ولايت د کامې په سيمه کې اوسېږي. زه خپله په کابل کې چېرې، چې پلار مې ډېره موده کار کاوه د ١٣٠٨ل کال د جوزا پر پنځمه زېږېدلى يم. رسمي تحصيلات مې په ابتدايي مرحله کې د کامې او کابل په ښوونځيو کې پيل کړي، بيا وروسته د پلار په اراده او امر د ننګرهار ولايت په نجم المدارس کې شامل شوم. دوه کاله وروسته د کابل عربي دارالعلوم ته راغلم، چېرته چې مې دولسم ټولګى خلاص او مولوي ترې راووتلم. له مدرسې وروسته په شاهي دارالتحرير کې مقرر شوم. بيا د پوهنې وزارت له خوا د تحصيل لپاره مصر ته ولېږل شوم، چې د تحصيل له بشپړولو وروسته امريکې ته ولاړم”.
د ارواښاد شفيق پلار، مولوي محمد ابراهيم کاموي، په خپل وخت کې د هېواد له نوموتو څېرو ګڼل کېده. مولوي صاحب کاموي د افغان-انګليس د درېيمې جګړې پرمهال، د ننګرهار په سراج العمارت کې د انګرېزانو پرضد د جهاد فتوا ورکړه، چې له ده وروسته د کابل په عيدګاه کې غازي امان الله خان هم جهاد اعلان کړ. ده په خپله د ملي لښکرو په ترتيب کې ښکاره رول درلود او په جهاد کې يې فعاله ونډه لرله. شهيد شفيق د خپل پلار په باب وايي:” زما پلار د هغه اوږده او حساس ماموريت له کبله، چې د افغانستان په اوسني او پخواني دور کې يې سرته رسولى د افغانستان په تاريخ کې د يوه معين دور نمايندګي کوي. زه په خپل ځان کې د هغوى د مثبتو او ګټورو نظرياتو تاثير ګورم”. بنا پر دې د شهيد شفيق د شخصيت په جوړونه کې د ده د پلار مرحوم د علمي شخصيت اغېز جوت دى.

سره له دې چې مولوي محمد ابراهيم کاموي د هېواد په مختلفو برخو کې د قضا ستره او ستونزمنه دنده ترسره کړې وه، ولې ژوند يې ساده و. شهرت ننګيال د شفيق په باب په خپلې په زړه پورې څېړنې کې د ارواښاد مولوي کاموي په هکله ليکي:” کله چې خداى بښلى د مزارشريف مرافعه محکمې له رياست نه تبديل شو، سيمه ايزو چارواکو يې د سامان لېږدونې لپاره يو موټر ورلېږلى و، خو دى چې له خپل استوګنځاى راووت، يوه زړه بړسنته، يو تور چاى جوش او څو ګيلاسونه ورسره وه، چارواکو داسې ګڼلې وه چې کېداى شي په دغه موټر کې به يې هم قالينې او نور سامانونه ځاى نه شي، خو چې ويې ليدل د هغه ټول سامان د يوې غوټې په کچه دى، هک پک شول”.

زده کړې

شهيد شفيق هم د وخت د نورو زده کوونکو په څېر لومړنۍ زده کړې په ښوونځي کې پيل کړې. شفيق لومړنۍ زده کړې د کابل او ننګرهار په ښوونځيو کې پيل کړې. له لومړني ښوونځي وروسته د ده په وينا د “پلار په اراده او امر” د ننګرهار ولايت په نجم المدارس مدرسه کې شامل شو. شفيق، په نجم المدارس کې دوه کاله سبق ووايه او له هغې وروسته د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. د نورو علومو په څېر، له بده مرغه په افغانستان کې ديني علوم هم وروسته پاتې دي. ديني علوم په دې نوي عصر کې لا هم د پخوا په څېر په عنعنوي ډول په مدرسو کې لوستل کېږي. د افغانستان د مدارسو په حق کې تل حکومتونو خپل مسؤوليتونه نه دي ادا کړي. سره له دې چې د افغانستان خلک ملتزم مسلمانان دي او د ديني عالمانو خبره پر ځمکه نه غورځوي، خو بيا هم تېرو بې کفايته حکومتونو دغو حساسو ټکو ته پاملرنه نه ده کړې او حتى کله نا کله دغه واټن د حکومتونو د سقوط لامل هم شوى دى. کابل دارالعلوم هم له نورو مدارسو غوره نه و. ولې شفيق د خداى ورکړي لوړ استعداد په کارولو سره له دارالعلومه ډېر څه ترلاسه کړل. شفيق په دارالعلوم کې د نورو طالبانو په څېر يوازې پر درسي نصاب بسيا ونه کړه، بلکې ادبي مطالعې يې هم ترسره کړې او په ادبي غونډو کې يې هم ګډون کاوه، چې دغو فعاليتونو له فراغت سره سم شفيق شاعر و ليکوال هم کړ. له فراغت وروسته له يوې خوا شفيق مولوي و او له بلې خوا شاعر او ليکوال، چې له دې امله په شاهي دارالتحرير کې پر دنده وګومارل شو.

په شاهي دارالتحرير کې له څه موده دندې وروسته، د پوهنې وزارت له خوا د مصر هېواد، الازهر نړيوال پوهنتون ته په يو تحصيلي بورس له لارې واستول شو. شفيق په مصر کې په اسلامي حقوقو کې د ليسانس برى ليک ترلاسه کړ او له فراغت سره جوخت يې په عربي چارو کې هم په همدې هېواد کې ماسټري وکړه.

په عربي چارو کې له ماسټرۍ وروسته، شفيق د لوړو زده کړو د پرمخ بيولو په موخه د امريکا متحده ايالاتو د کولمبيا پوهنتون ته ولاړ. په کولمبيا پوهنتون کې يې په مقايسوي حقوقو کې دويمه ماسټري ترلاسه کړه. له دويمې ماسټرۍ وروسته، شفيق له هاروارډ پوهنتونه په نړيوالو چارو کې تصديق ترلاسه کړ او د يو اکاډيميک شخصيت په توګه بېرته هېواد ته ستون شو.
له پورته يادو شوو علمي سندونو سره سره شفيق په پښتو او دري سربېره، په عربي، انګليسي او فرانسوي ژبو خبرې او ليکنه کولاى شوه. شفيق په يو شمېر خپرونو کې په يادو ژبو حقوقي ليکنې هم کړي دي.

اديب شفيق

د شفيق د شخصيت ادبي اړخ ښايي زموږ درانه اديبان او شاعران تر هرچا ښه درک کړي. زه به هڅه وکړم په دې باب د شاعرانو او اديبانو نظريات راواخلم. لکه څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه، شهيد شفيق د دارالعلوم د سبقونو پرمهال، يوازې مولوي نه، بلکې شاعر هم شو. دغه مهال شفيق خواږه شعرونه وويل، چې وروسته هغه شعرونه د پيغام په نامه په ١٣٣٧ل کال کې په يوه ټولګه کې چاپ شول.
شفيق د شعر په خوږه ژبې د ټولنې ستونزې په نښه کولې. دى د يوه ويښ او سترګور شاعر په توګه د ټولنې رنځونه په ګوته کوي، څو يې درملنه وشي.

رســــول صلی الله عليه وسلم
درنه ځار شم ســـر راپورته کړه يو ځلې
په آشنا جامو کې ورک يې ستا پيغام کړ
په آسانه په کې ساه وېســتل محال دى
هومره تنګ يې ســــتا هغه پراخ نظام کړ

شفيق هغوى رټي چې د دين په کارولو سره يې دنيايي مال ټولول هدف وي، وايي:
دين يې دام دى د دنيا په لار کې ايښى
پري را اړوي وحشــــــــــيان د مخـلوقات
د هغو په لور يې ســــــترګې وي خپلې
چې په لاس يې سر سايه وي يا زکات

شهيد شفيق خپله د (پيغام) د شعرونو په باب وايي :”…دغه شعرونه هغه وخت ويل شوي، چې ما په دارالعلوم کې د يوې مجهولې ايندې خوا ته زړه او نازړه په وېره وېره خاپوړې کولې. له هغې نه وروسته زما په ژوند کې ډېر تحولات پېښ شول، د هغې ايندې ډېره برخه اوس شوه او که زه د دې “اوس” نه په دې کم او کيف خبر واى ما به د هر يو کال نه به هماغه تنګ، تريو او تپه تياره دارالعلوم کې دوه او درې کلونه جوړ کړي واى”.

د شفيق د شاعرۍ په اړه د پښتو ژبې نامتو ليکوال او څېړونکى، ښاغلى شهرت ننګيال وايي:”…په تېره د قطعو او څلوريز په چوکاټ کې يې، چې د مناجاتو کومه بريالۍ تجربه کړې هغه د خواجه عبدالله انصاري د مناجاتو سپېڅلتيا، څرګندتيا او ژورتيا ټوله په خپله غېږ کې رانغښتې، په پښتو کې په دغسې کم او کيف د مناجاتو يا راز او نياز شاعري، چې له دنيا نه د تېښتې پرځاى ملي دردونه، هېوادني آرمانونه او ټولنيزې ستونزې په کې سپړلې او څېړل شوي وي، په خپل ځاى يو نوښت ګڼلى شي. د دغو شعري ټوټو شمېر ٥٤ ته رسېږي او د ټولګې لومړۍ برخه جوړوي”.

له شاعرۍ سره سره شهيد شفيق لنډې کيسې هم ليکلي دي. د لنډو کيسو ټولګه يې د (عبقريان) په نامه په ١٣٤٦ل کال کې په کابل کې خبره شوې وه. په دې ټولګه کې ټولې پنځه کيسې دي. د عبقريان په نامه کيسه په دري او څلور نورې د هفته کوک، ډاکټر صاحب، د تمې کاروان، او برکت تر سرليکونو لاندې پښتو کيسې دي. په دغو کيسو کې هم د ټولنې ستونزې او مشکلات په ګوته شوي دي.

د افغاني ټولنې وروسته پاتې والى ترې روڼ برېښي. د عبقريان په سريزه کې شهرت ننګيال ليکي:” د عبقريان مجموعه په لنډو کيسو کې تحليلي او توصيفي اړخ او انتقادي شعور ډېرې ښې غزونې کړي او د پښتو لنډې کيسې په وړاندې يې د نړۍ له پرمختللي ادب څخه د ښې او په ځاى استفادې او نويو تجربو هڅې په ډېر مهارت سره پلي کړي دي.

مرحوم شفيق د نړۍ له پرمختللي ادب نه د خپل ملي ادب په بنياد استفاده کړې او هېڅکله يې هم پښتو ادب د غربي ادب په خم کې نه دى رنګ کړى او د پښتو ادب انفراديت او ځانګړتياوې يې په ښه شان ساتلي دي.

په دې توګه يې هېڅکله هم پښتني اقدار له پامه نه دي غورځولي او پښتني ماحول او تهذيب يې ډېر ښه په کې انځور کړى دى. په دغو لنډو کيسو کې د ټولنې نيمګړتياوو ته ګوتنيونه او د هغې سمون په ډېر لطيف انداز کې ښودل شوي او په انتقاد کې دزړه سوي او اصلاح حقيقت په ډېره په زړه پورې بڼه نغښتل شوى دى. … په دغو کيسو کې د تفريح او ادبي تندې د ماتولو په څنګ کې د اصلاح او ټولنيزو ستونزو او د هغو حل ته هم د پام اړولو هڅه شوې ده.

ځکه خو موږ شهيد شفيق د پښتو ادب د نوښتګر او مجتهد ليکوال په توګه پېژنو، چې د ده فن او هنر زموږ د ادبي او قلمي هڅو برياوو او لاسته راوړنو يو زرين پېر ګڼلى شي”. په همدې سريزه کې ښاغلى شهرت ننګيال د شهيد شفيق د لنډو کيسو په باب د ښاغلي زرين انځور نظر را اخلي:” د شهيد محمد موسى شفيق کيسه ليکنه زموږ د معاصرو ادبياتو په څېړنه کې د ډېرو دلايلو له مخې يوه په زړه پورې برخه جوړوي، سره له دې چې هغه هم يا زياتې لنډې کيسې ونه ليکلې او يا يې موږ ته ټولې لنډې کيسې را ونه رسېدلې، خو هغه څه چې ترې پاتې شوي او هغه لنډې کيسې چې نن زموږ په لاس کې دي د خپل وخت د ډېرو ښو اثارو په توګه به تل خپل ارزښت وساتي”. که څه هم شهيد شفيق تر مصر او امريکا ورسېد او لوړې زړه کړې يې وکړې، ولې بيا هم د يوه ځيرک ليکوال او شاعر په توګه يې د نړۍ په مختلفو ځايونو کې د وطن د ستونزو په باب شعرونه او کيسې ليکلې دي.

کله چې په مصر کې په لوړو زده کړو بوخت و، بيا يې هم د کابل ادبي خپرونې تعقيبولې. په خپل يو ليک کې استاد صديق الله رښتين ته ليکي:” خداى پاک دې وکړي چې په کارونو او وظايفو کې لابريالى او موفق اوسې. کابل مجله، چې کله رارسي، نو د پښتو ټولنې د اجراآتو اجمال په کې په مزه مزه لولم، مجله ډېره ښه شوې، هيله ده د کارونو په ګڼه ګوڼې کې مو صحت ښه وي”.
هره ژبه وخت پر وخت په طبيعي ډول پرمختګ کوي. که موږ اوس له ننه د څلوېښت-پنځوس کالو مخکې پښتو ګورو، له ننۍ هغې سره به خورا توپير لري، ولې د شهيد شفيق په خوږو ليکنو کې دا هم د انسان پام ځانته اړوي، چې ډېرې ښکلې جملې يې ليکلي او له ننۍ پښتو سره يې ډېر توپير نه شته. لکه د ليک په دې برخه کې:” ستا ښکلى او رنګين ليک د وخته رارسېدلى، ستاسې د خواږه ليک د خوږو جملو موسيقي مې اوس هم په غوږو کې ده، ستاسې د فکر مارغه، چې دلته راغى په ډېرو ښکلو او ښايسته ځايونو مې وګرځاوه، هلته د صحرا په لمن کې د څه کم څلور زره کاله وړاندې اهرام مې ورته وښود…”.

شهيد شفيق نن ژوندى نه دى، خو د ده مينه وال اوس هم د ده شعرونه او کيسې په خوند خوند لولي. که شفيق ځوان پښت ته وروپېژندل شي، دا به د ده د ليکنو د تلپاتې والي او څاره نښه وي.

دیپلومات شفيق

ارواښاد محمد موسى شفيق نه يوازې د دندې پر بنسټ، بلکې د ديپلوماسۍ پر رمز پوه، مسلکي دیپلومات و. شفيق، چې کله له امريکا هېواد ته راستون شو، کابل پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې استاد شو. له دې سره سره، د عدليې وزارت د قوانينو عمومي مدير، د عدليې وزارت د تقنين د چارو رئيس، د اساسي قانون د مشورتي کميسيون غړى، د عدليې وزارت معين، د ١٣٤٢ل کال د لويې جرګې غړى او عمومي منشي-د ٣٥کلونو په عمر- د بهرنيو چارو وزارت سلاکار، په قاهره، بېروت او خرطوم کې د افغانستان د سفارت دندې يې سرته رسولي دي.

د دیپلوماتيکي زده کړو تر څنګ، د دومره شمېر دندو له سرته رسولو وروسته شفيق په لومړي ځل د ډاکټر عبدالظاهر په کابينه کې په ١٣٥٠ل (١٩٧١م) کال د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو. په حکومت کې د شفيق د بې ساري پرمختګ له عمده لاملونو يو ښايي دا وي، چې شفيق د خپل وخت د نورو سياسي څېرو په پرتله، پراخه علمي زېرمه لرله. ده، خپل پوهنيز يون يې له افغاني عنعنوي مدرسو پيل او تر الازهر، هاروارډ او کولمبيا پوهنتونونو پورې ورسېد. له دې سره يې پر عربي، انګليسي او فرانسوي ژبو، چې درې واړه نړيوالې ژبې دي، تسلط لاره. د دې ترڅنګ د شفيق خداى ورکړي استعداد له دغو دندو او زده کړو سره لاوغوړېد. دى، د عربانو او غربيانو پر ژبو او رمزونو ښه پوهېده.
د بهرنيو چارو د وزارت پرمهال د ده په باب ښاغلى ننګيال ليکي:” خداى بښلى شفيق په جارجتون کې د ناپېيليو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کنفرانس کې د افغاني پلاوي د مشر په توګه په خپله وينا کې د ناپېيلتوب غورځنګ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوګرځاوه او په جده کې يې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په خپل ګډون اسلامي نړۍ ته د ورپېښو ربړو او چيلنجونو په اړه وینا وکړه”.

محمد موسى شفيق د افغانستان په څېر د درېيمې نړۍ د يو وروسته پاتې هېواد د بهرنيو چارو وزير و، خو له دې سره سره هم چې د نورې نړۍ د هېوادونو پام د ځان لور ته اړوي دا د ده دیپلوماتیکي توان ښيي. که د بهرنيو چارو وزارت کې د شفيق فعاليتونو ته ځير شو؛ د ده هڅاند طبعيت څرګندېږي. پاچا (محمد ظاهر) پر شفيق ډېر باور درلود. ښاغلي شفيق هم له همدې باوره استفاده کوله. حتى د سفارت پرمهال يې له لومړي وزيره سترګه نه سوځېده او په مهمو مسايلو کې يې برخه اخيسته. عبدالغفار فراهي، په خپل کتاب (افغانستان د ديموکراسۍ او جمهوريت په کلونو کې) په دې باب ليکي:” په ١٩٧٠ل کال کې کله چې محمد موسى شفيق په قاهره کې سفير و، په هغه وخت کې د ايران يو عالي رتبه هيات د هلمند د اوبو، د مذاکراتو له پاره کابل ته سفر کاوه. محمد موسى شفيق، صدراعظم نور احمد اعتمادي ته اطلاع ورکړه چې دى غواړي چې د ايراني هيات د ليدلو له پاره کابل ته سفر وکړي. نور احمد اعتمادي ده ته په جواب کې ويلي وو:” کابل ته ستاسې د راتګ ضرورت نه سته”، خو محمد موسى شفيق د صدراعظم له مخالفت سره سره کابل ته سفر وکړ او له ايراني هيات سره يې په مذاکراتو کې برخه واخيسته”.

رهبر شفيق

ارواښاد شفيق په داسې حال کې د حکومت واګې په لاس کې ونيوې، چې د ډيموکراسۍ د لسيزې حکومتونه يو بر بل پسې له ماتې سره مخ شوي وو. شفيق د ډاکټر عبدالظاهر په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير و. د ډاکټر عبدالظاهر حکومت د داخلي ستونزو له امله له ماتې سره مخ شو. دې کار پاچا وارخطا کړ. ځکه يو پر بل پسې د څو حکومتونو ماتې د پاچا مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راوسته. بنا پردې په (٧ډسمبر١٩٧٢م، ١٦قوس١٣٥١ل) کال پاچا محمد موسى شفيق د افغانستان د لومړي وزير په توګه ونوماوه او د کابينې جوړولو سپارښتنه يې ورته وکړه. د شفيق کابينه په لاندې ډول وه:
محمد موسى شفيق         صدراعظم
ستر جنرال خان محمد        د دفاع وزير
نعمت الله پژواک              دکورنيو چارو وزير
نصرت الله ملکيار                د مخابراتو وزير
محمد خان جلالر                د ماليې وزير
غلام دستګير عزيزي           د معادنو او صنايعو وزير
عبدالواحد سرابي              د پلان وزير
صباح الدين کشککي          د اطلاعاتو او کلتور وزير
ډاکټر عبدالوکيل                 د کرهڼې وزير
محمد ياسين عظيم            د پوهنې وزير
پخواني حکومتونه به له شورا سره لاس او ګرېوان وو. په داسې حال کې چې د شفيق حکومت له شورا سره ښې اړيکې پاللې او په ډېره لنډه موده کې يې د باور رايه ترلاسه کړه. د شفيق د حکومت د فشار په نتيجه کې پارلمان ګڼ شمېر لوايح او قوانين تصويب کړل. شفيق د شورا په ودانۍ کې ځانته دفتر پرانيست او د اونۍ يوه ورځ به هلته ناست و. د شفيق فعاليتونو له شورا سره د ده د حکومت اړيکې ډېرې ښې کړې. د شفيق د فعال حکومت په باب سيد قاسم رشتيا په خپلو خاطراتو کې کاږي:” شفيق يو شمېر ځوان او تحصيل يافته عناصر خپل شاوخوا ټول کړي وو، چې د هغو ډېرو سابقه نه لرله؛ دوى يو ډيناميک او نوښتګر حکومت منځ ته راوړ او يو لړ مغلق او پېچلي مسايل يې په ډېر جرات له شورا سره د جوړجاړي له لارې حل و فصل کړل”.

د شفيق له حکومت سره ډېرى مورخين د ډيناميک، فعال، متحرک، نوښتګر او … صفات يادوي. د شفيق حکومت له ځانه وړاندې ډېر بې کفايته حکومتونه تېر کړي وو. هغوى ټول يو بر بل پسې له ماتې سره مخ شول. د هغوى د ماتې يو عمده لامل ښايي د پاچا له خوا هغوى ته لږ واک ورکول او د سلطنتي کورنۍ له خوا په حکومتي چارو کې مداخله وي. د شفيق له راتګ سره به پاچا ويل چې ده څلوېښت کاله وروسته د خپلې خوښې لومړى وزير موندلى دى. له همدې امله د پخوانيو صدراعظمانو په پرتله، پاچا شفيق ته ډېر واک ورکړى و. عبدالغفار فراهي ليکي:” پاچا ته نژدې د خارجه وزارت يو مامور ويلي وو چې پاچا د دولت د ډېرو مامورينو قدر کوي، ولې محمد موسى شفيق، د عشق تر سرحده پر پاچا باندې ګران دى”.

شفيق له پاچا سره له خپلو نژدې اړيکو نه اعظمي استفاده وکړه. شفيق د يوه لومړي وزير په توګه له خپلو صلاحيتونو استفاده کوله. دى په حکومتونو کې د سلطنتي کورنۍ د غړو د مداخلې سخت مخالف و. شفيق يوازې د سلطنتي کورنۍ له غړو سره لاس او ګرېوان و. د داوود خان ډله او چپيان د ده د حکومت جدي مخالفين وو. شفيق په څو مياشتيني صدارت کې د کلونو راهيسې پاتې کارونه پرمخ يوړل.

دى د يوه زړور صدراعظم په توګه د ملي ګټو پروړاندې له هېچا نه ډارېده. د ايران له ګاونډي هېواد سره د هلمند د اوبو پر سر لانجه د ډېر وخته راهيسې هماغسې لانجمنه پاتې وه. شفيق د دې لانجې حل پسې مټې رابډ وهلې. له مقدماتي مذاکراتو وروسته يې په (١٣٥٣ل/١٩٧٣م) نېټه ايران سره د هلمند د اوبو تاريخي موافقه لاسليک کړه. د حکومت دې اقدام يو لړ مخالفتونه راوپارول.

د دغو مخالفتونو تر شا د داوود خان په مشرۍ د چپيانو ډله او د پخوني لومړي وزير، محمد هاشم ميوندوال ډله وه. د هېواد د سياسي چارو څېړونکى، ښاغلی وحيد مژده په خپل کتاب (روابط سياسي افغانستان و ايران د قرن بيستم) کې  له دې پرېکړې سره د مخالفتونو په باب ليکي:” د تړون د امضا د خبر له خپرېدو سره په کابل کې لاريونونه پيل شول.

د خلقيانو لاريون د ښار په مرکز کې و؛ حفيظ الله امين وينا وکړه او له سپکو جملو سره يې دا عمل له امريکا سره موافقه او د امريکا له ژاندارم(د ايران د وخت حکومت) سره يې يوځاى والى وباله. پرچميانو هم په ورته لاريون کې د ببرک کارمل په مشرۍ د خلقيانو په څېر د هلمند قرداد په سختو ټکو وغانده. د محمد هاشم ميوندوال په مشرۍ د ډيموکرات مترقي ګوند له خوا هم کوچنى لاريون وشو او د هلمند له موافقې سره يې خپل مخالفت څرګند کړ؛ په دې ډول سره د تړون د لاسليک پرضد يوه متحده جبهه منځ ته راغله.

د دغه تړون لاسليک چې د ايران او افغانستان ترمنځ يې سل کلن اختلاف ته د پاى ټکى کېښود، د شوروي اتحاد په خوښه نه وه، ځکه دې هېواد نه غوښتل چې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې منځ ته راشي چې د افغانستان او امريکا تر منځ يې د نژدې والي زمينه برابروله. … د ځينو مخالفينو استدلال دا و، چې دا تړون د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ده؛ ځکه په لومړي پرتوکول کې د ايران کميسارۍ ته اجازه ورکړل شوې وه چې د هلمند اوبه په دهراود کې اندازه کړي”.

دغه مخالفتونه له بده مرغه مشروع نه وو. دا ټول سياسي مخالفتونه وو، چې هر لوري په کې خپلې موخې لرلې. د سړې جګړې پرمهال ايران په سيمه کې د امريکا نژدې دوست هېواد و. ايران سره د افغانستان د لانجې پاى ممکن و له ايران سره د افغانستان اړيکې ښې کړي او له دې لارې د دې شونتيا ډېره وه چې له امريکا سره به افغانستان نژدې شي، بنا پر دې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې خپلې لاسپوڅې ډلې ټپلې د دې تړون مخالفت ته پارولې. له دې امله دغه مخالفتونه ټول سياسي وو او هېڅ ډول ولسي اساس يې نه لاره. ښاغلى مژده ليکي:” د دې تړون له لاسليک سره هغه اختلاف له منځه ولاړ چې د دوو هېوادونو پر اړيکو يې سيورى غوړلى و او لکه څرنګه چې وويل شول، د دې په هکله مخالفتونو سياسي جنبه لرله. د بېلګې په توګه، محمد هاشم میوندوال، چې د خپل قدرت پرمهال يې په دغو دولتي مذاکراتو کې ګډون کاوه او حتى د مرحوم فرهنګ په خبره چې په ډېرو بدو شرايطو سره تيار و چې دا تړون لاسليک کړي؛ ولې د دې تړون له لاسليک سره يې مخالفت وکړ”.

له بده مرغه د کمونيستانو د تودو شعارونو اغېز تر اوسه هم زموږ په ټولنه کې په ځينو ذهنونو کې شته دى. کمونيستانو د هلمند د اوبو پر سر د شفيق موافقې ته “آب فروشي” ويله، ولې دوی بيا د اوبو په ګډون هر څه شوروي ته په سوغات کې وروبښل! دا هم ښايي د شفيق د حقانيت نښه وي، چې نن يې هېوادوال د يوه ملي مشر په توګه پېژني او کمونيستان لا هم د ملت له لوري رټل کېږي.

له موافقې سره دغو مخالفتونو شفيق ډېر کړاوه. عبدالفغار فراهي له شهيد شفيق سره د هلمند د اوبو په باب د خپلې کتنې کيسه داسې کوي:”…ما د خپلو خبرو په پاى کې محمد موسى شفيق ته وويل چې په افغانستان کې ډېر صدراعظمان راغلي او تللي دي، ولې له دوى څخه يوه هم داسې يوې لويې مسالې ته په دغه عجله لاس نه دى اچولى او تاسې ولې اوس غواړ‌‌‌ئ چې دا پېچلې مساله داسې ژر حل کړئ ؟ د ارواښاد محمد موسى شفيق په سترګو کې اوښکې راغلې او زما په جواب کې يې وويل:” همدغه علت دى چې افغانستان دومره شاته پاته شوى دى. اوس ما فيصله کړې ده چې د افغانستان ټوله پرابلمونه به حل کوم او وروسته دې تاريخ پر ما باندې قضاوت وکړي”.

شهيد شفيق د يوه اکاډيميک او سياست پوه لومړي وزير په توګه، په سيمه کې د افغانستان موقعيت او مجبوريتونه ښه درک کړي وو. افغانستان يو وچې پورې تړلى هېواد دى. موږ اړ يو، چې سمندر ته د لاس رسي په موخه له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو. دغه دوستانه اړيکې تر هر چا زیات د افغانستان په ګټه دي. نن سبا سمندر سره نه ارتباط له نړۍ څخه د جلا والي په معنا ده. له بلې خوا زموږ دواړه ګاونډي (ايران او پاکستان) هغه مهال په سيمه کې د امريکا د متحده ايالتونو نژدې دوستان وو. افغانستان کولاى شواى دغو هېوادونو سره د نژدې والي له لارې، له امريکا او بيا د خليج له ثروتمندو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

د افغانستان په څېر بې وزله هېواد د دغو په څېر په اقتصادي لحاظ پياوړو هېوادونو سره دوستۍ او نژدې والي ته ډېر اړ و. شفيق په دې هڅه کې و چې افغانستان له ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، ځکه افغانستان لپاره دوستانه اړيکې خورا مهمې وي. د هلمند د اوبو د لاسليک پرمهال شفيق ويلي و:” هيله من يم وکولاى شم له پاکستان سره د پښتونستان مساله هم حل کړم. شفيق پوښتونکي ته وويل :” ښايي دا په پام کې ولرو چې موږ د هر مشکل په حل کې، د پښتونستان په ګډون، بايد د خپلو افغاني ګټو په باب فکر وکړو”.

په افغانستان کې تل د ملت او حکومتونو ترمنځ واټن پاتې شوى دى. د افغانستان ملت ملتزم مسلمان ملت دى. د اسلام لپاره د ځان قربانۍ ته تيار دى. د اسلامي ارزښتونو اړوند د تېرو حکومتونو بې تفاوتيو د دې واټن په ساتلو کې مهم رول لرلى دى او همدا ستونزه کله نا کله د حکومتونو د ماتې لامل شوې ده. له بده مرغه د افغانستان ډېرى تېر حکومتونه په دې چاره کې پاتې راغلي، چې حکومتي ګټې د ولس له ارزښتونو سره همغږې کړي، څو د ولس له دې قوي احساس څخه د وطن په ګټه کار واخلي. د شفيق دې مهم ټکي ته پام و.

ارواښاد شفيق د خپل حکومت پرمهال ځينې داسې ګامونه اوچت کړل، چې له يوې خوا د شفيق تدبير او اسلام دوستي ترې څرګندېده او له بلې خوا يې پر حکومت د ولس د باور په زياتوالي کې رول درلود. شفيق د خپل حکومت پرمهال په راډيو افغانستان کې د پنځه وخته آذان حکم وکړ، چې ورپسې به د هېواد يو جيد عالم د اسلام او افغانستان د پرمختګ او ترقۍ لپاره دعا کوله. سر بېره پردې، شفيق د کابل په ښار کې د يوې کليسا د وراني امر وکړ، سره له دې چې يو شمېر سفارتونو او حتى افغانانو يې مخالفت وکړ. دغه کليسا د دارالامان د سرک پر امتداد د شوروي له سفارت سره نژدې د قاچاق په ډول جوړه شوې وه. کشککي ليکي:” د افغانستان له قانون سره سم، خارجيان د غير منقولو جايدادونو د پېرودلو حق نه لري، ولې د کليسا څښتن دغه ځمکه له نصيراحمد شنسب څخه اخيستې وه او د کابل ښاروالۍ د کبير نورستاني په امر د ځمکې د خرڅ او د کليسا د جوړولو امر ورکړى و. کله چې شفيق د کليسا د وراني فرمان صادر کړ؛ يو شمېر افغان انجينرانو هغه ته يو مشترک ليک وليکه او ترې ويې غوښتل چې د کليسا له وراني لاس پر سر شي؛ ځکه دا په کابل د دوى د انجينرۍ “شهکار” دى. شفيق د انجينرانو دې کار ډېر غوسه کړ او د ټولو هغو د محاکمې امر يې صادر کړ چې په دې کار کې يې لاس لاره”.

يوازې د پورتني مثال پر بنسټ که ځينو ته د شهيد شفيق اسلامپالنه ستونزمنه برېښي، داسې نورې ډېرې بېلګې شته، چې د شفيق اسلام دوستي تري رڼه ښکاري. ارواښاد شفيق د “شهر غلغله” په نامه د رسټورانټ د بندېدو امر صادر کړ. شهر غلغله رسټورانټ د لوړپوړو چارواکو د عياشۍ او فحاشۍ پر مرکز بدل شوى و.

کشککي وايي، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو ده ته اعتراض وکړ، ولې شفيق خپل امر پرځاى کړ. لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، د افغانستان تېرو حکومتونو له بده مرغه د اسلامي مقدساتو په ساتنه کې خپل مسؤوليت نه ادا کاوه. د نور احمد اعتمادي د صدارت پرمهال د پل خيشتي په جومات کې د علماوو احتجاج د وسله والو ځواکونو پر مټ مات شو. دا او ځينې نور – په تېره د کمونيستانو اسلام ضد فعاليتونه- کارونه کېدل چې د اسلام له مبارک دين سره په څرګند ټکر کې وو او حکومتونو پرېکنده اقدام نه کاوه.

دې مسئلې له حکومته ملت زړه تورن کړى و. شفيق لومړنى صدر اعظم و، چې د اسلام مبارک دين د دفاع غږ پورته کړ. کشککي ليکي:” د ١٩٧٣م کال د جنورۍ د مياشتې په ٢ نېټه، شفيق په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې دا د حکومت دنده ده چې په هېواد کې د اسلام  ضد تمايلاتو مخه ونيسي. د ګهيځ جريدې د شفيق د دغو څرګندونو باندې تبصره وکړه او ويې ليکل:” د لومړي وزير دغه څرګندونې د دې وړ دي چې تبصره پرې وشي؛ ځکه تېرو حکومتونو ديني مسايلو ته واقعي پاملرنه نه وه کړې او په ټولنه کې له ديني اصولو سرغړونه يې د سياسي ډلو ترمنځ اختلافات ګڼل. ګهيځ وليکل، د ديني مسايلو په هکله د پخوانيو حکومتونو د غفلت له امله په ټولنه کې د دغو بدو اغېزو په پام کې نيولو سره، د اسلام ضد تمايلاتو د مخنيوي په باب د صدراعظم شفيق د حکومت د لهجې شجاعت د ستايلو وړ دى”.

اسلامپال شفيق او د زيار بې بنسټه تور

د تحقيق يو له مهمو اصولو دا دى، چې ليکوال او څېړونکي ته نه ښايي، چې په څېړنه کې شخصي تمايلاتو ته ځاى ورکړي. په څېړنه کې شخصي تمايلاتو ته ځاى ورکونه ښايي دوه لاملونه ولري: لومړى دا چې څېړونکى، د څېړنې په کار کې خام وي، يا مطالب ونه لري او دويم دا چې په قصدي ډول د ځينو سياسي او اقتصادي عواملو په سبب سره دې کارته لاس اچوي.

د پښتو ژبې ليکوال او څېړونکي، مجاور احمد زيار د شهيد شفيق په باب د (د موسى شفيق اړپېچلى اند و ژوند د يادونو په هېندار کې) تر سرليک لاندې يوه مقاله کښلې ده. ده په دې ليکنه کې هڅه کړې چې خپل شخصي افکار پر شهيد شفيق وتپي. کوښښ يې کړى چې شفيق د ديني احکامو پروړاندې بې تفاوته څرګند کړي.

زيار د مقالې په يوه برخه کې ليکي:”…په هغه کې يې له خپل لومړني “مدرسه يي” ژونده يو راز کرکه او بېزاري څرګنده کړې، د ناجوت برخليک (مجهول سرنوشت) پېر يې بللى او داسې يې راښوولې چې پلار يې د يوه نوموتي دينښووان په توګه په وچ زور ور اړيستلى و….يوه نژدې کورني دوست يې راته د نورو کيسو په لړ کې د دارالعلوم د وختو يوه کيسه کوله چې د کاه فروشي يا کتاب فروشۍ د جومات په يوه وړه اوجره کې اوسېده او دى پرې د شپې ناوخته ورپېښ شوى و، چېلم يې مخې ته اېښى و، شېبه پر شېبه به يې تمکو تيلى ورته کاوه او هسې يوه کوړ به يې تر اېسته”. لومړى دا خبره څرګندوم چې په چېلم وهلو سړى له دينه نه وځي.

زه دا وايم چې د شفيق د سټې په باب د مقالې کښلو پرمهال زيار د مطالبو له دومره قحط سره مخ و چې دا يې ليکل؟! کاش زيار له حقيقته سترګې نه واى پټې کړې او قصداً يې ځان نه واى غلط کړى. نه يوازې شهيد شفيق، بلکې زموږ د ټولنې زيات شمېر علما او ديني متخصصين د مدرسو له نصابه سر ټکوي. دا په دې معنا نه ده چې دوى ګواکي له مدرسې زړه تورن دي. د مدارسو او پوهنتونونو د نصاب په باب، افغان سياسي او علمي کارپوه،  ډاکټر مصباح الله د (د کرزي د حکومت په بهير کې د ښوونې او روزنې بهير) تر سرليک لاندې مفصل کتاب ليکلى او د ديني مدارسو د نصاب لپاره يې ګټور وړانديزونه کړي دي. شهيد شفيق چې د مدرسې وخت ناجوت برخليک باله، هغه هم له زاړه نصابه او زوړ پوهنيز سيستمه زړه تورن و.

بل ځاى زيار ليکي:” د وزارت په ورځو شپو کې يې يو ځل د منډې له مخې داسې مهال د پلار ليدو لپاره کامې ته ولاړ چې په يخ کرخ جومات کې يې د مرګ تر تشتور کټ پروت وو او ده ترې بېرته پښې راسپکې کړې وې. که څه هم، ښايي کابل ته به يې د لېږدونې او درملنې ټټر ورټپولى وي، خو هغه مړه خوا انسان چې له امانه تر ظاهره د يوه بېلګه قاضي په توګه په پاکۍ او پرهېزګارۍ کې نوم اېستلى وو او له ده يې هم د بې کچه “عصريت” له کبله خوا پوره بده وه، کله يې “هو” پر خوله راتلاى شوه!”.

د زيار هڅه دا ده، چې شفيق له ديني ارزښتونو زړه تورن ثابت کړي او يا لږ تر لږه د اسلامي احکامو پر وړاندې خو يې د ده (زيار) په څېر بې تفاوته او سيکولر ډوله وبرېښوي. وړاندې ځي او د “اخوانيت تور” تر سرليک لاندې ليکي:”…نورمحمد تره کي د نورو روښاندانو په څېر دى هم د ١٩٦٥م کال پر لومړۍ نېټه د خلکو د ديموکراتيک ګوند بنسټوالې کنګرې ته وربللى وو. خو چې هغه بلنه يې ور رد کړې وه، د اخوانيت تور يې ورباندې لګولى وو. راوروسته اړوندو ګونديانو هغه تور نور هم پسې انګروزه کړ، هغه هم په دې دک دليل چې ګوندې له جامع الازهره راستانه شوي افغانان زياتره اخوانيان ول. خو زما او نور ډېرو پر اند يې له اخوانيانو سره خواخوږي د امريکا او نورې پانګوالي او اسلامي نړۍ غوندې له انتي سووېتېستي-کمونېستي سياسته سرچينه اخېسته او له همدې لامله يې د ګلبدين غوندې سختچاري اخواني بنديان د سروزيرۍ په هماغه لومړيو کې له زندانه ازاد کړل. د کړو وړو له پلوه يې خو تر سېکولره هم ورتېره کړې وه او له ښايسته ډېر مهال راهيسې يې چا لمونځ و روژه نه ليدلې(!)”.

ښايي د شهيد شفيق مسلمانه کورنۍ، د ده اسلامي زده کړې، د سياسي پوسټونو پرمهال کړنې يو خوا او د زيار بې بنسټه څرګندونو بلې خوا ټول هک پک کړي وي. سر بېره پردې چې پورته د زيار د تورونو رد څو څو ځله تېر شو؛ ولې هغه ټکي چې نه دي ياد شوي او د شهيد شفيق د سټې اسلامي اړخ لا روښانه کوي ښايي ياد شي، څو درانه لوستونکي د خپل قضاوت پرمهال دا هم په پام کې ونيسي. شهيد شفيق په خپل لاس ليکلي ژوند ليک کې ليکي:”…د قاهرې ثقافتي محيط له رسمي تحصيل پرته زما د فکر پر وسعت زيات تاثير وکړ. د امريکې سفر او استوګنې د غربي ژوند له طرز سره آشنا کړم او بالاخره د دې مختلفو موثراتو د تفاعل په نتيجه کې له ما سره هم يو شمېر ثابت نظريات د ژوندانه په باب پيدا شول، چې زه ورته “خپله لار” وايم او ډېر دوستان لرم، چې موافقه ورسره نه لري”.

دا چې “خپله لار” کومه لار ده، ښاغلى شهرت ننګيال يې تفسيروي:” شفيق چې څه ته خپله لار وايي، هغه د دين او دنيا يو ځاى کولو لاره ده، د داسې يو ځاى کولو، چې يوه يې د بلې مخه و نه نيسي او د يو بل لورى ډپ نه کړي”. که د شهيد شفيق خپلې لارې ته ځير شو، په ډېرې آسانۍ سره راته جوتېږي، چې شفيق د خپل وخت له ډېرو عصري زده کړيو سره مخالف و. هغه مهال متاسفانه، ځينو دنيا ته شا کوله او ځينو نورو بيا آخرت ته کار کول “تحجر او شاتګ” باله. شفيق د يوه سترګور عالم په توګه د سيند د مسير خلاف يون کاوه؛ ځکه ټولنه ګرده يوې او بلې خواته روانه وه؛ د شفيق په څېر د ګوتو په شمار وو چې هغوى دغه ډول منځلارى دريځ غوره کړى، چې په اصل کې د اسلام د مبارک دين له روح سره يې بشپړه موافقه وه.

له اخوان سره د شفيق خواخوږي عکس العملي يا تور په ګوته کوي او ډېر ساده دليل يادوي، چې شفيق د چپيانو غونډو ته لاړ نه، هغوى پرې د اخواني توب تور ولګاوه. نامتو تاريخ ليکوونکى، مرحوم محمد ابراهيم عطايي، په خپل معتبر کتاب، (د افغانستان پر معاصر تاريخ لنډه کتنه) کې وايي:” شفيق يو ځوان او زړور صدراعظم و، ده عالي تحصيلات په قاهره کې سرته رسولي وو او د اخوانيت تعهدات يې درلودل”. که اخوان ته ژمن څوک، شفيق اخوانى بولي، ښايي زيار ډوله کسان يې په آسانۍ سره رد کړي، ولې که داسې يو چاته چې اخوان سره هېڅ ډول تړاو نه لري او شفيق اخوان ته ژمن بولي، د زپار به څه ځواب وي؟!

سر بېره پردې شهرت ننګيال د جنرال رحمت الله صافي په حواله د شفيق په باب ليکي:”…او له شپږ مياشتو وروسته د قران کريم حافظ شو”. همدارنګه ښاغلى ننګيال د همدې اثر په بله برخه کې ليکي:”…ويل کېږي، چې خداى بښلي په دهمزنګ زندان کې د قرآن کريم تفسير کښلى، خو کومه نسخه يې د چا په لاس کې نه شته. د ده کتابتون، چې د نجيب د رژيم تر نسکورېدو په کابل کې خوندي وو، په تنظمي جګړو کې زيانمن شوى، ښايي د تفسير په ګډون يې د زندان او له هغې وروسته وختونو ليکنې او يادښتونه هم له منځه تللي وي”. په زندان کې د نولسو سپارو حفظول د شفيق پر اسلامي شخصيت د زيار مانندو تورونه بې بنسټه کوي. او که د تفسير کښلو خبره يې حقيقت ولري، بيا يې نو په دې علمي-عبادي شهکار سره له يوې خوا د زيار تومتونه بې بيناده کړي او له بلې خوا يې په دې کار سره د اخوان د مفکورې نامتو تيوريسن، شهيد سيد قطب ياد تازه کړى او د عمل په ډګر کې اخوانيت ته ژمن پاتې شوى دى.

بنديتوب او شهادت

د کمونيستانو پرمټ د داوود خان د کودتا له بريا سره د شفيق حکومت نسکور او دى ونيول شو. د ګڼو لاسوندونو پر بنسټ  کمونيستانو هڅې وکړې، څو دى شهيد کړي. زندان ته يې ورته مار خوشې کړ، ولې الله جل جلاله وساته. لکه څرنګه چې شفيق د ژوندانه په نورو ډګرونو کې يو مخکښ انسان و، په زندان کې يې هم مورال تر ډېرو لوړ و. ننګيال بيا هم د جنرال رحمت الله صافي په حواله، چې دى هم بندي و، ليکي:”…د قدير نورستاني د کور په پورتني پوړ کې د مارشال شاه وليخان، شهزاده احمد شاه جان، ثمر سراج صاحبه، سردار عبدالوليخان، شهيد محمد موسى شفيق، خان محمد د دفاع وزير، عبدالحکيم خان کټوازى بنديان وو. د شپې د دفاع وزير، خان محمد خان قلم او کاغذ وغوښت، چې محمد داوود خان ته تسليمي ورکړي او د همکارۍ او خدمت لپاره خپل چمتوالى وښيي. شفيق، چې سر يې په روجايي کې پېچلى او پروت و، په ډېر عصبانيت راپورته شو ويې ويل: وزير صاحب حالات ټول مجهول دي، معلومه نه ده، چې څه کېږي او ته خو بايد په هېڅ صورت تسليمي ونه کړې.
…وروسته يې موږ څلور کسان، شفيق، جنرال عبدالولي، جنرال کټوازى او زه د قلعه جديد په نامه کوټه قلفيو کې تقسيم کړو، زموږ د دروازې يو کولپ او د شفيق دوه وو. هدف د روحي فشار و، زما فکر شفيق ته خراب و، چې هغه ملکي دى، ښايي د تکاليفو تحمل ونه لري، خو زموږ ټولو نه تکړه وخوت، د دروازې په ټک، ټک يې څوک پوه نه شول او له شپږ مياشتو وروسته د قرآن کريم د نولسو سپارو حافظ شو”.
په ١٣٥٤ل کال کې د شفيق د خلاصون خبر خپور شو، چې شفيق يې په کې په ډېر درناوي سره ياد کړى و. مرحوم داوود وخت پر وخت د مهمو مسايلو په باب له شهيد شفيق سره سلا مشورې کولې. له خلاصون وروسته شفيق په حکومت کې کومه رسمي دنده نه لرله.

د ثور د اوومې له کمونيستي کودتا سره سم، چې شفيق لا په کابل کې و، د کمونيستو کودتاچيانو له خوا ونيول شو. د شفيق د شهادت په باب، صباح الدين کشککي ليکي:” شفيق له لومړنيو هغو کسانو وو، چې د ١٩٧٨م کال د اپرېل له کودتا وروسته بندي شو. دى يې د نورو پخوانيو لوړ پوړو چارو سره يوځاى د دفاع وزارت په تلخونو کې تقريباً د يوې اونۍ لپاره بندي کړ. د همدې مياشتې په ٢٢ يا ٢٤ د شپې په لسو بجو يې شفيق له يو شمېرو نورو بنديانو سره له ودانۍ ووېست. خليل الله، چې بيا وروسته د کارمل په رژيم کې د جنرالۍ رتبې ته ورسېد او د دفاع وزارت مرستيال شو، کله چې د پرچم ډلې د نورو غړو په څېر د خلقيانو په واسطه بندي وو؛ د بنديانو په وړاندې يې اعتراف کړى و، چې ده، شفيق د کابل په هوايي ډګر کې په تفنګچې وويشت، ګولۍ يې د هغه په سر کې فير کړه او له ځانه يې ورته ووېسته!”.
د شهيد د شهادت په باب مختلف نظريات موجود دي. يو شمېر بيا په دې باور دي چې شفيق د څرخي پله په دښته کې د لوړ پوړو کمونيستو دولتي چارواکو په شتون کې په شهادت ورسول شو. په هر صورت، دا چې، چا، کله او چېرته شفيق په شهادت رسولى، اوس کومه د پام وړ ګټه نه کوي؛ ولې دا ټولو ته جوته ده، چې د شفيق د شهادت په ستر جنايت کې کمونيستانو مستقيم لاس لاره. کمونيستانو په دې خيانت سره بيا دا ثابته کړه، چې دوى د شلمې پېړۍ حرفوي قاتلان وو، چې حتى په سياسي بنديانو يې هم رحم نه کاوه. ولې، نن شفيق د هر افغان په زړه کې ځاى لري او کمونيستان د دې ولس له لوري ورټل شول؛ دوى د شفيق په ګډون يونيم مليونه انسانان شهيدان کړل، ليکن په پاى  کې د همدغو انسانانو وينو دوى هم ډوب کړل. په دې ترتيب سره افغانستان له يوه مخلص بچي او افغانان له يوه عالم، اديب او سياستوال انسانه بې برخې شول. اوس دا مسؤوليت د فرهنګيانو پر اوږدو دى، چې د شفيق د اروا د ښادولو په پار دې افغان ولس ته په تېره بيا ځوان پښت ته وروپېژني، څو له يوې خوا د کمونيستانو دا جنايت هم لا روښانه شي او له بلې شفيق د يوې بېلګې سټې په توګه د نن ورځې زده کړيال ځوان ته معرفي شي.
روح يې ښاد

او ياد دې تل ژوندى وي

اخځونه :
١- دا په ياد د محبت درسره واخله (د شفيق په باب څېړنه)، شهرت ننګيال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٨ل؛
٢-عبقريان، شهيد محمد موسى شفيق، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٢ل؛
٣-افغانستان د ديموکراسۍ او جمهوريت په کلونو کې، عبدالغفار فراهي، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ٢٠٠٢م؛
٤-روابط سياسي ايران و افغانستان در قرن بيستم، وحيد مژده، بنگاه انتشارات ميوند، پشاور، ١٣٨٩ل؛
٥-دههء قانون اساسى، صباح الدين کشککى، بنگاه انتشارات ميوند، پشاور، ١٣٧٧ش؛
٦-د افغانستان پر معاصر تاريخ يو لنډه کتنه، کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي، ميوند خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٣ل؛
٧-د موسى شفيق اړپېچلى اند و ژوند د يادونو په هېنداره کې(مقاله)، پوهاند مجاور احمد زيار، ټول افغان وېب پاڼه.

ليکوال: ذاکر جلالي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب