شپږ هغه تېروتنې چې د ځوانۍ په وخت د زړښت سبب کېږي

 

کيدای شي تاسو داسې خلک پيژنئ او ليدلي مو وي چې۸۰ او ۹۰ کاله عمر به لري؛ خو په جسماني توګه به غښتلی او تکړه وي؛ خو ډېر داسې کسان به مو هم ليدلي وي چې د ۴۰ يا ۵۰ کالونو عمر به لري؛ خو په لاره به هم سم نه شي تللی.

دا په حقيقت کې څو داسې عادتونه دي چې سړی د بوډا توب او کمزروۍ طرف ته ګړندی کوي او دغه اثرات يې په ځوانۍ کې هم څرګنديديږي؛ نو د دې له پاره له دغو عادتونو څخه ځان خبرول او ځان ترې ساتل  ضروري دي. چې په لاندې ډول دي:

د خوراک خراب عادتونه

غير منظم خواړه او ډول ډول خواړه هغه څه دي چې  انسان د بوډا توب لوري ته ګړندی کوي، د ښارونو غير منظم او ډول ډول خواړه، خواږه او يا زيات وازدې لرونکي او بېلابېلو مسالو لرونکي خواړه د بوډا توب دغه سفر تېزوي؛ خو د تازه ميوو، سبزيانو او طبعي خوړو خوړل د دغې چارې مخه نيولی شي.

کم خوب

که چيرې تاسو پوره او مناسب خوب نه لرئ؛ نو د همدې بې خوبۍ له امله ستاسو د ټول بدن روغتيايي وضعيت اغيزمن کيدلای شي، خوب د روغتيا او خوشاله ژوند له پاره اړين او ضروري دی، د ښه خوب له امله ماغزه ارام کېږي چې په ارامو ماغزو ټولې چارې په ښه توګه ترسره کيږي او د مازغو ارامتيا نور بدن ته هم قوت او انرژي ورکوی، د خوب له کموالي سره د بدن وزن زياتېږي، د سرطان او نورو روغتيايي مشکلاتو اندېښنې زياتوي.

ذهني  بوج

هر ذهني بوج د انسان له پاره نقصان ورکوونکي نه دي او له ذهن څخه کار اخيستل د ذهن د پياوړتيا سبب کيږي، لکه مطالعه او درس ويل؛ خو ځينې ذهني اندېښنې او بوج لکه اختلاف، جنجال او جګړې، سوچ او فکر چې د انسان د سردرد او ذهني بوج سبب کيږي، او د همدغو حالاتو له امله په انسان کې د ځوانۍ په حالت کې بې وخته د د زړښت نښې د ويښتانو د سپينېدو او د بدن د کمزوري کيدو په بڼه راپيدا کېږي.

د بدني فعاليتونو کموالی

ډېر کېناستل او د ورزش نه کول هم په زړښت او د بدن په زر کمزورۍ کې مهم رول لري، د ډېرو کېناستو او نه فعاليت له امله د بدن نږدې ټول غړی اغيزمن کېږي او د انسان په بدن منفي اغيز کوي چې له امله يې انسان له وخت نه مخکې زړېږي، دا مهمه نه ده چې د ځوان پاتې کېدو له پاره بايد سړی سخت او شاقه کارونه وکړي، مګر يوه اندازه ورزش او کار کول، پلي مزل کول هم په بدن مثبت اغېز لري.

د نشه یي توکو استعمال

که چېرته څوک د نشه يي توکو معتاد وي؛ نو دا هغه څه دي چې د بدن د زړښت سره سره د زر مړينې خطر هم زياتوي، يو عادي سګريت په ۱۵ دقيقو کې د انسان په ټول بدن باندې منفي اغيز کوي.

ځينو ناروغيو ته پام نه کول

که چېرته څوک د وينې د لوړ فشار، د وينې د غوړوالي او د شکرې ناروغي ولري؛ خو په خپل وخت ورته پاملرنه او تداوي ونه کړي نو دغه ډول رنځونه د ناڅاپي مړينې، د زړه د حملې او د ګوزڼ سبب ګرځي نو دغه ډول خطري ناروغيو ته پاملرنه نه کول هم له وخت نه  مخکې  د زړښت او مړينې سبب ګرځي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب