شیرین عبادي- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

شیرین عبادي

وکیله او په ایران  کې د بشري حقونو فعاله شیرین عبادي «Shirin Ebadi» په ۱۹۴۷م کال کې په ایران کې زیږېدلې ده. له تهران پوهنتون څخه یې په حقوقو او قانون کې زده کړې بشپړي کړ ي وې. له ۱۹۷۵م نه تر ۱۹۷۹م پورې د تهران د ښاري محکمې سرپرسته پاتې شوې. اغلې عبادي د ایران په مخکښو ښځينه قاضیانو کې راتلای شي.

شیرین عبادي په ۱۹۷۹م کال کې د انقلاب تر بریا وروسته له خپلې دندې نه استعفا ته اړ ایستل شوه. له استعفا وروسته یې وکالت پيل کړ او همداشان یې په تهران پوهنتون کې استادي هم پیدا کړه.

نوموړې د علمي څېړنو او سیاسي فعالیت په دواړو ډګرونو کې مطرح رول لوبولی؛ تل یې د ټولنې ژورو ستونزو او کړاونو ته د دیموکراتیک او سوله یېز حل لټه کوله. په انتخاباتو او د عامه ذهنیت په جوړولو کې يې بېساري کارونه ترسره کړي؛ له همدې امله د ایراني ولس سیکولر مزاجه ټولنو او په اصطلاح روڼاندو د زړو دودونو په ضد د هغې د وینا او عمل جرأت اومبارزه ستایلې او ملاتړ یې کړی.

شیرین عبادي له غرب نه د را وارد شوې اصطلاح «منځلاري اسلام» په پلوۍ او د دغه تعبیر د تعمیم او خپرولو په لار کې هڅې کړې.د دې په اند دا یو داسې اسلام غواړي، چې د الهي سپېڅلي قانون پر ځای پکې وضعي انساني قانون لوړ وي (معاذالله)، د مذهب او بیان ازادي ته ژمنتیا ولري او په لنډه یو دیموکراتیک اسلام وي.

اغلې عبادي په ایران کې د لږکیو په تېره د بهايي مذهب د پیروانو په څېر ټولنو لپاره غږ پورته کړی. د کډوالو ، پناه غوښتونکو ، مېرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره یې هم منډې ترړې کړي. په دې لړ کې يې د ایراني ماشومانو لپاره د یوې مؤسسې بنسټ ایښی دی. د حقوقو په اړه یې پر ځينو کتابونو سربېره لسګونه مقالې هم چاپ شوي دي. د هغې یو کتاب د «د ماشومانو حقوق» تر عنوان لاندې انګریزۍ ته هم ژباړل شوی دی.
همداراز يې د یونیسف په مالي ملاتړ په ۱۹۹۴م کال کې «د ماشومانو د حقوقو د قانوني اړخونو یوه مطالعه» (A Study of Legal Aspects of Children Rights)  او په ۲۰۰۰م کال کې په نیویارک کې یو بل کتاب «Documentation of Human Rights in Iran» هم خپور شوی دی.

شیرین عبادي ته په ایران کې د یو جنجالي او متنازع فیها شخصیت په سترګه کتل کېږي. هغې د۱۹۹۹ او ۲۰۰۰م کلونو په جریان کې د یوې ځانګړې توطئیې له مخې په ایران کې د یو شمېر وژل شویو لیکوالو او پوهانو د دوسیو د تعقیب لپاره د هغوی د کورنیو له خوا وکالت ته غاړه ایښې وه. د دې ترڅنګ يې په ۱۹۹۹م کال کې د تهران پوهنتون پر محصلینو باندې د وسلوالې حملې تر شا پټ لاسونه هم افشا کړل. د همدې مشکوکو کړنو له کبله څو ځله د حکومت له لورې په توقیف او بندي خانو کې واچول شوه.

هغې د ایران په شیعه مذهبي ټولنه کې د اسلام د دودیز تعبیر پر ځای د یو نوي تعبیر د موندلو او نوي کولو هوډ کړی و او د ایران د مذهبي او سیکولرو کړیو تر منځ يې د یوه پُل حیثیت خپل کړ.

شیرین عبادي په ۲۰۰۳م کال کې د نوبل د سولې په جایزه ونازول شوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب