شیطانان د میړه او ښځي ترمنځ جدا والی راولي

عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ إِبْلِيسَ يَضَعُ عَرْشَهُ عَلَى الْمَاءِ ،ثُمَّ يَبْعَثُ سَرَايَاهُ ، فَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَنْزِلَةً أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً ،يَجِيءُ أَحَدُهُمْ ،فَيَقُولُ : فَعَلْتُ كَذَا وَ كَذَا ، فَيَقُولُ : مَا صَنَعْتَ شَيْئًا،قَالَ : ثُمَّ يَجِيءُ أَحَدُهُمْ ،فَيَقُولُ : مَاتَرَكْتُهُ حَتَّى فَرَّقْتُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ امْرَأَتِهِ ،قَالَ : فَيُدْنِيهِ مِنْهُ، وَيَقُولُ : نِعْمَ أَنْتَ ” ، قَالَ الْأَعْمَشُ : أُرَاهُ قَالَ : فَيَلْتَزِمُهُ .

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ابلیس علیه اللعنة خپل عرش په اوبو ږدي او بیا خپل فوځونه (ټولګي) استوي په دوي كې چې څوک شیطان ته نزدې وې هغه تر ټولو د لويې او غټې فتنې اچونكي وي.

په دوي كې یو راشي او ابلیس ته ووايې: چې ما داسې او داسې وکړل. ابلیس ورته وايي: تا څه هم نه دي کړي. بیا بل راشي او ورته ووايې: ما فلانى سړى تر دې پرې نه ښوده تر څو چې مې د هغه او د هغه د مېرمنې ترمنځ جداوالی را نه وست. ابلیس هغه ځان ته نزدې کړي او ورته وايي: ته په ټولو كې ښه يې. اعمش وايي: هغه په غیږكې نیسي.

دحدیث تخریج :
مسلم: کتاب صفات المنافقین واحکامهم باب: تحریش الشیطان، وبعثه سرایاه لفتنة الناس…حدیث (۲۸۱۳)

د حدیث فائدې:
۱: ابلیس یعنې د الله د رحمت نه نا امیده شوی.

۲: ابليس علیه اللعنة په بحر كې اوسېږی لکه څنګه چې په پورتني حدیث كې راغلي.

۳: ابلیس علیه اللعنة خپل فوځونه لري، چې دى ملعون ورته أمر كوي او هغوی ملعونین يې امر په ځای كوي.

۴: کله چې یو مشر د خپل ځان سره ظالم او بد عمله خلک وساتي، نو بیا فساد او ظلم په ځمکه خپل عوج ته رسیږی.

۵ : ټيټ خلک تل د دې په لټه كې وي، چې څنګه لوړ پوړو ته ځانونه نزدې کړي هغوی د نزدې والي او د شاباشي لپاره هر رقم کارونو ته غاړه ږدي تر څو خپل مشر خوشحاله کړي لکه په پورتني حدیث كې چې واړه شیطانان ابلیس علیه اللعنة ته وايي ما دا او دا وکړل.

۶: داعیانو او علماؤ ته پکار دي، چې په خپل دعوت او علم خپرولو كې ډېر زیات کوښښ وکړي. ځکه کله چې ابلیس علیه اللعنة په وړو، وړو کارونو نه خوشحاله كېږی، نو داعیان او علماؤ ته پکار دي چې دعوت او د علم په خپرولو كې یوه لحظه هم سستي ونه کړي.

۷: ابلیس تر هر څه ډېر د یوه مسلمانې مېرمن او د هغه د مېړه ترمنځ په جداوالي ډېر خوشحاله كېږي ځکه بیا انسان زنا ډېر زر كوي او په ټولنه كې فساد او خرابوالی رامنځ ته كېږي.

۸: کله چې کافر او مفسد په خپل دعوت كې مصروفه وي او هغوی په هرو سختیو صبر كوي، نو داعایانو او علماؤ ته پکار دي چې هغوی خو لا ډېر د صبر او زغم نه کار واخلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب