صالح او مصلح

زمونږ اوسنى عصر لدې كبله ډير مهم دى چې ټولو شيطاني ډلو له يهودو او نصارى وو څخه نيولې بيا تر كمونيستانو، سكيولرستانو، نشنلستانو او…. پورې لاس سره يو كړى او له هر لوري څخه يې د اسلام د له منځه وړلو لپاره كار پيل كړى دى.

دا يرغل له پوځي او سياسي پلوه نيولى، تر عقيدوي، فرهنګي، سياسي، اقتصادي… ډگرونو پورې په ډيره چټكۍ سره روان دى چې موږ يې هر څه په سترګو وينو.
د داسې شديد يرغل په حالاتو كې زمونږ ځينې دوستان او نيكان خلكو ته د دې خبرې وعظ او نصيحت كوي چې يوازې خپل ځان مسلمان وساتي او په يوه ګوښه كې ځان له دې قضاياوو څخه په امن وساتي.
ريښتيا هم پداسې حالاتو كې يوازې خپل ځان ساتل او سم اوسيدل څه آسانه كار ندى. په عادي حالاتو كې هر ښه انسان د اخلاقي اصولو پابندي كولاى شي، خو د داسې اخلاقي يرغل او توپان په وخت كې د ښو او عالي اخلاقو پابندي ډيره گرانه ده.
خو زمونږ په آند دا به ډيره غلطه ځان غوښتنه او كمزوري وي چې څوك د وبايي توپانونو څخه يوې ډډې ته د خپل ځان په روغتيا بوخت شي او وباګانو ته پوره آزادي وركړي چې څرنګه كولاى شي د اخلاقي مړينې بازار ګرم وساتي.
زمونږ په فكر او عقيده د هغو ارزښتناكو او قيمتي شمعو او ډيوو شتون او نشتوالى سره برابر دي چې د قبرونو او زيارتونو په شا او خوا كې وړانګې خپروي خو د دوى نه ها خوا په دښتو اوبيابانونو كې د مساپرو كاروانونه او قافلې په تيارو كې بې لارې سرګردانه وي او د غلو او داړه مارانو لخوا لوټل كيږي خو د دغو ارزښتناكو او قيمتي څراغونو او ډيوو څخه هيڅ گټه نه ورته رسيږي.

د هغه ايمان، تقوا، او اسلام حالت هم كټ مټ همداسې دى كوم چې يوازې د مخالفينو او مخالفتونو د ويرې او ډار له كبله په جوماتونو كې ناست او په عبادت باندې بوخت وي.
د ټولنيز ژوند لپاره د ايمان، تقوى، او اخلاقو د هغې پانګې او دولت شتون او نشتوالى سره برابر دي چې د مخالفو ځواكونو څخه د ساتلو په خاطر په كڅوړو او قفسونو كې تړلې ساتل كيږي او هيچا ته يې هم خير او ګټه نه رسيږي.

د يو مسلمان وګړي او مسلمانې ډلې سره چې څه اخلاقي او ايماني پانګه وي هغه بايد د انساني ژوند په بازار او ماركيټ كې د چلند او خوځيدو لپاره وړاندې كړي. د دولت او سرمايې همدا اصلي دنده ده چې په بازار او ماركيټ كې خوځښت ولري. كه داسې نه وي نو بيا كه پانګه هر څومره وي د هغې شتون هيڅ ګټه نلري.

د ځان جوړونې اصول- له كتاب څخه

your ads

ليكنه: محمد نعيم صديقي

ژباړه: عبدالواسع صابر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب