صحابه کرام، غوره بيلګې؟

قدرمنو ورورنو، خویندو او زړه ته رانږدې ځوانانو !
تاسې به تر اوسه په نړۍ کې د ډېرو سترو شخصیتونو نومونه اوریدلي وي، چې د ژوند په ډګر کې یې څه خدمات ترسره کړي، لکه د اقتصاد په برخه کې الفرډ مارشل او اډیم سمیت دي. همدارنګه نیسلن منډیلا لومړی شخص وو چې د نژاد پرستی پرضد یې غږ پورته مهاتما ګاندي هغه شخص ووچې د انګریزانو څخه یې هندوستان ازاد کړ، البرټ انسټاین هغه ووچې د جاذبې تیورۍ یې مخ ته کړه ، همدارنګه مارکس او لینن چې د کمیونیزم د تیوری پیش کوونکي ول، د مایکروسافټ کمپنی مشر بیل ګیټس او ډاروین هم لدې سترو اشخاصو څخه دي.

داسې نور اشخاص هم شته چې نړۍ ته یې په یوه مشخصه برخه کې څه وړاندې کړي، دوی چې کوم نوښتونه کړي هغه واقعا ښه ول اما ددوی نوښتونه د څو شیانو څخه خالي نه ول، ۱.فقط یو بخش کې نوښت، ۲. تر دنیا او مادیاتو محدودوالی، ۳. وروسته یې د صحیح والي په هکله مشکلات او اختلافات او داسې نور…

اما اوس ستاسې توجه داسې افرادو طرف ته راوړم چې د هغوی د کارنامو اوریدلو سره د هر شخص له سترګو حتما اوښکې ځي او احساسات یې راپاریږي، دا داسې اشخاص ول چې نړۍ یې تراوسه په لاره قدم ږدي، ددوی مېړاني او ایمان ته خلک سلام کوي؛ ځکه دوی په خپل خالق قوي ایمان درلود، هغوی فقط دنیاوي چارو ته نه، بلکې اخروي چارو ته یې هم توجه کوله. هغوی د دنیا ابادي د ثواب او خپل خالق د رضا په نیت کوله او ددې لپاره یې نه کوله؛ ترڅو ورته څوک د نوبل یا بله جایزه ورکړي، هغوی د ورځې د دنیا ښه ابادوونکې ول او د شپې د خپل پرودګار غوره عبادت کوونکي. لنډه دا چې هر یو یې د ژوند هر ډګر ته خاصه پاملرنه درلوده او تعادل یې مراعتوه. دا ستر او بې مثاله اشخاص صحابه کرام وو.

دغه شخصیتونو په بيلاېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي او له پېړیو وروسته تراوسه موږ ترې ګټه اخلو او د خپل ژوند مشعل یې ګرځو. په دغه شخصیتونو کې د رسول الله صلی علیه وسلم ملګرو هم د پام وړ کارونه کړي او موږ ته یې د عبرت درسونه پرېښي دي.

صحابي چاته وایي؟

صحابي هغه چاته وایي چې په خپل ژوند کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلای او ایمان یې پرې راوړی او د ایمان په حالت کې وفات شوی وي. ددوی په هکله زموږ عقیده همدا ده چې دوی عالمان او خداترسه (متقیان) ول، نو ځکه یې احترام کوو او ورسره مینه لرو او په دې هم عقیده لرو چې دوی سره مینه د ایمان او بغض کول د بی دینۍ نښه ده، ځکه ددوی غوره والی الله تعالی خپله د قران کریم په مختلفو ایتونو او محمد ص په ګڼو احادیثو کې ذکر کړی.

صحابه غوره امارت کوونکي، سیاستمداران، اقتصاد پوهان او غوره عبادت کوونکي هم وو، دوی اوس هم دنړۍ د میلیونونو خلکو په زړونو حکومت کوي، ځکه یې هرځای کې خلک یادوي. د اسلام څخه د مخه دوی خپلې لورګانې ښخولې، د بتانو عبادت یې کاوه، ماشومانو او خپلو لورګانو سره به یې ظلم کاوه اما اسلام له دوی داسې خلک جوړ کړل چې د الله او د هغه د رسول ص خبره ورته له هرڅه نه هم ګرانه شوه، حتی چې د پیغمبر او خپل رب په خبره یې مرګ ته هم لبیک وایه.ددې لپاره چې ددوی شخصیت نور هم واضح شي څو لنډې نمونې ستاسې درانه حضور ته انځوروم:

ﺳﻌﻴﺪ ﺑﻦ ﻋﺎﻣﺮ ﺭﺽﺣﻀﺮﺕ ﻋﻤﺮ ﺭﺽ ﻋﻨﻪ ﺩ ﺧﻼﻓﺖ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﻛﯥ ﺩ ﺣﻤﺺ ﻭﺍﻟﻲ ﻭ. ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺣﻤﺺ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪهﮔﺎﻥ ﺣﻀﺮﺕ ﻋﻤﺮ ﺭﺽ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﺭﺍﻏﻠﻞ، ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗﺮې ﺩ څو ﻏﺮﻳﺒﺎﻧﻮ لېست وغوښت، ﺗﺮ څو ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻭﻛړﻯ . ﺍﻳﺎ ﺧﺒﺮ یاست ﭼﯥ په دې ﻟﻴﺴﺖ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮﻡ ﺩ ﺣﻤﺺ ﺩ ﻭﺍﻟﻲ ﺳﻌﻴﺪ ﺑﻦ ﻋﺎﻣﺮ ﻫﻢ ﻭﻭ، ﺣﻀﺮﺕ ﻋﻤﺮ ﺭﺽ ﭘﻪ ﻟﻴﺴﺖ کې ﺩﺩﻩ ﺩ ﻧﻮﻡ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻋﻠﺖ وپوښتلو، ﻧﻮ ﻧﻤﺎﻳﻨﺪﮔﺎﻧﻮ ﻭﻭﻳﻞ ﭼﯥ ﺩﺍ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻏﺮﻳﺐ ﺩﻯ ﭼﯥ څو ورځې ﻳﻲ ﭘﻪ ﻛﻮﺭ ﻛﯥ ﺍﻭﺭ ﻧﻪ ﺑﻠﻴږﻯ . ﺩﺩې ﺧﺒﺮې ﭘﻪ ﺍﻭﺭﻳﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻋﻤﺮ ﺭﺽ ﺳﺨﺖ ﻭﮊړﻝ ﺍﻭ ﻭﺭﺗﻪ يې څو روپۍ ﻭلېږلې . ﺳﻌﻴﺪ ﺑﻦ ﻋﺎﻣﺮ ﺭﺽ ﺩﺩې ﺭﻭﭘﻴﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺣﻴﺮﺍﻥ ﺍﻭ ﺧﻔﻪ ﺷﻮ ﺍﻭ خپلې مېرمنې ﺗﻪ ﻳﻲ ﻭﻭﻳﻞ ﺯﻣﻮږ ﻛﻮﺭ ﺗﻪ ﺩﺩﻧﻴﺎ ﺭﺍغلې، ﻧﻮ ﻣﻴﺮﻣﻦ یې ﻫﻐﻪ ﺭﻭپۍ ﺯﻭر ﭘﻪ ﻏﺮﻳﺒﻮ ﻭﻭوېشلې. ﺩ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﺍﻭ ﺃﻣﺎﺭﺕ ﻏﻮﺭﻩ ﻧﻤﻮﻧﻪ ﻭو سعيد بن عامر، الله دې ترې راضي شي.

قدرمنو لوستونکو! بل انځور د مشهور صاحبي حضرت عمر رض ستاسې مختی ته ږدم، دی د خپل خلافت پر مهال به په كورونو گرځيده، تر څو د خلكو مشكلات حل كړي. يوه ورځ يې د كور نه د ماشومانو او د مور خبرې واوريدې، ماشومانان وږي وو؛ خو مور سره د هغوى د لوږې ختمولو لپاره هيڅ هم نه وو، نو په ديګ كې څه شيان يا هډوكي اچولى وو، چې ماشومان پرې وغولوي او ويده شي. ددې صحنى په ليدلو سره حضرت عمر ډېر خفه شو او يادې كورنۍ ته يې په شا د خوراك سامان راوړ، چا ورته په لار كې وويل، چې موږ به يې درسره يوسو؛ خو خليفه د الله له ويرې خپله دغې غريبې كورنۍ ته ددوى د ضرورت غله راوړه. دا صحنه خو واقعا ډېره ژړوونكې ده، كېداى شي تاسې هم ورته ډير احساساتي شوى وئ؛ خو ځوانانو ورونو او قدرمنو لوستونكو داسې خلك رښتيا هم په دنيا تېر شوى.

اخري مثال د عمر بن عبدالعزيز چې په عمر ثاني مشهور دی ستاسې مخې ته ږدم، عمر بن عبدالعزيز په وخت کې داسې وخت راغی چې د مسلمانانو ټولې اقتصادي ستونزې حل شوې حتی تردې چې د زکات اخېستلو لپاره به څوک نه و، سرمایه داره به حیران ول چې اخر زکات چاته ورکړي.د زمکی له مخې یې غریبی ختمه کړه، نه صرف انسانان نه، بلکې حیواناتو هم پر یوبل ظلم نشو کولای، یو حیوان د بل د مخې نه خوراک نشو کولای. الله جل جلالله د عمر بن عبدالعزیر څخه راضي شي. یو غوره اقتصاد پوه وو، او د انصاف عدالت یوه غوره نمونه وه.

ځینې ورونه یو سوی تفاهم کې اخته شوي، چې دوی خو رښتیا هم غوره بېلګې وې اما په اوسني عصر کې داسې اشخاص چېرته پیدا کیږي. که له همدې ورونو وپوښتو چې ایا د ابوجهل په څېر افراد پیدا کیږي؟ نو دوی به وایي وو!

نو راځئ چې له مایوسۍ راووځو او صحابه چې د تغیر بېلګې وې ځانته نمونه کړو، ددوی په هکله مطالعه وکړو او په لاره یې لاړ شو ترڅو مو ګران هېواد او ټول امت له شته مشکلاتو راوباسو.

ليکنه: کامران ملک، په نړيوال اسلامی پوهنتون کې، د اسلامی بانکدارۍ د ماسترۍ کچې محصل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب