صدقه رد بلا ده! (عبرتناکه کیسه)

د مصر یو مشهور تاجر و، د ۵۰ کالو کم او زیات په عمر به و، یوه ورځ يې د زړه تکلیف احساس کړ کله چې د قاهرې یو لوی روغتون ته د ناروغۍ د درملنې لپاره ورغی نو ډاکټرانو ورته د بښنی په غوښتلو  سره، اروپايی هیوادونو ته د علاج لپاره د تګ سپارښتنه وکړه.
اروپا ته لاړ، هر ډول معاینات يې هلته ترسره کړل، په پايله کې ډاکټرانو ورته وویل چې ته یوازې د څو ورځو ميلمه يې، ځکه ژر دی چې زړه به دې کار پرېږدي او له دنیا به رخصت شې.

نوموړی تاجر بېرته خپل هيواد مصر ته راستون شو، او د خپل ژوند هره شېبه به يې شمېرله.

یوه ورځ يې له یوه قصاب څحه د غوښې اخستلو پرمهال یوه مېرمن وليدله، چې د قصاب له چړې الوتې تېت پرک زره زره وازده به يې راټولوله.

ده ترې پوښتنه وکړه چې دا ولې راټولوې؟
بې چاره ميرمن ورته ځواب ورکړ چې خاوند مې مړ دی او واړه ماشومان مې په کور کې ژاړې، غوښه غواړي. نو ځکه د وازدې یوه یوه زره راټولم ترڅو پرې خپل ماشومان تېرباسم.
د تاجر په سترګو کې د دې صحنې په ليدلو سره اوښکی راټولې شوې، سوچ يې وکړ چې دومره مال او شتمني ماته هيڅ ګټه ونه کړه، ځکه زه اوس د یو څو ورځو ميلمه يم، که چېرې زما په مال او شتمنۍ د کوم بې وزله او غریب ستونزې حل شي زما لپاره به څومره ګټور وي؟

نوموړي تاجر سمدستي دغې میرمنې ته، ښه زياته غوښه واخستله، او وريې کړه.

او قصاب ته يې وویل: دغه ښځه وپېژنه، هر وخت چې غوښه پسې راځي، څومره چې غواړي ورکوه يې، په ما پسې يې لیکه، زه به يې بیا پیسې درکوم.

دغه بې چاره میرمن به له دې وروسته قصاب ته راتله او خپلو ماشومانو ته به يې غوښه ور وړله او قصاب به يې پیسې له تاجر څخه اخستلې.

مصرې تاجر چې له يادې پرېکړې وروسته په خپل کاروبار باندې بوخت و، د څو ورځو په تېرېدو سره يې درک کړه چې د زړه تکليف يې ختم شو، سمدستې د قاهرې یو روغتون ته لاړ، هلته ورته د معایناتو د ترسره کولو وروسته ډاکټرانو وویل: ستا زړه هيڅ ډول تکليف نه لري.

مصري تاجر د قاهرې روغتون په معایناتو بسنه ونه کړه، او یو ځل بيا اروپا ته لاړ، هلته هم ورته په معایناتو کې جوته شوه چې په هيڅ ډول د زړه تکليف نه لري.
ډاکټران حیران شول چې تا کوم داسې کار کړی چې د هغې په وجه ستا د زړه تکلیف په بشپړ ډول ختم شو.
هغه ته د هغې کونډی ښځی د غوښی کیسه ورپه ياد شوه، ويې خندل او ډاکټرانو ته يې وویل: زما علاج له هغه ځايه پیل شوی چې تاسو پرې يقين او باور نه لرئ.

بې شکه زمونږ ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته ويلي دي چې «صدقه رد بلا ده».

ژباړه: عبدلمجید بهار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب