د تسبیح لمونځ څه ته وايي؟ د صلاة التسبیح بیان

صلاة التسبیح:

دا ډېر مبارک لمونځ دی ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي  :  رسول الله صلی الله عليه وسلم عباس رضي الله عنه ته اوفرمايل  چې : که دې دا لمونځ وکړو نو : الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي ، مخکني وي که  وروستني ،  نوي وي او که زاړه ، قصدًا  دې کړي وي او که په خطا کې ، واړه وي او که غټ  ، پټ وي او که ښکاره .( ابوداؤد )

 د صلاة التسبیح طريقه:                                                                                                        

د څلورو رکعتونو نيت به وتړي  ، ټول رکعتونه به ډک کوي يعنې سورت به هم پکې وايي  ، په اول رکعت کې چې  سورت ختم کړي نو له رکوع څخه مخکې به هماغسې په ولاړه باندې پنځلس وارې  سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَ اللَّهُ أَكْبَرُ   وايي  ،  بيا به رکوع وکړي ، په رکوع کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له رکوع څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به  لس وارې او وايي ، بيا به سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له سجدې څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به لس وارې اووايي ، بيا به دوهمې سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به  له سجدې څخه  سر را پورته کړي او ( له پورته کېدو نه مخکې به )  په ناسته  همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به دوهم رکعت ته پورته شي = دا په هر رکعت کې پنځه اويا وارې ويل  کېږي  ( چې په څلورو رکعتونو کې  درې سوه واره پوره کوي ) بيا به په دوهم رکعت کې هم همداسې وکړي په درېم کې هم او په څلورم کې هم )            بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته  اوفرمايل  چې  :  که دې  هره  ورځ کولای  شوای نو کوه يې ، که دې نشوای کولای نو په جُمعه کې يې کوه  ، که دې دا نشوا ی کولا ی نو په مياشت کې ، کنه نو په کال کې  او که دې دا هم نشوای کولای نو په ټول عمر کې  ( يو وارې وکړه ) .  ( ابوداؤد )  که دې ګناهونه د سمندر د  زګ  هومره  ډېر  وي  يا  د  رېګ د غونډيو په څېر زيات وي نو هم به يې الله جل جلاله درته وبخښي  .  ( ترم‍ذي )

يوه خبره :

ځينې  پوهان وايي چې : څوک د دې لمونځ دا لوی ثواب واوري او بيا يې هم نه کوي نو د هغه په زړه کې به د دين قدر نه وي .  قال بعض المحققين : لا يسمع بعظيم فضلها و يتركها إلا متهاون بالدين . ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبيح )

دوهمه طریقه : ترمذي له عبد الله بن مبارک رحمة الله علیه څخه روايت کړې ده ، هغه داده چې : له  سبحانك اللهم و بحمدك و تبارك اسمك وتعالى جدك و لا إله إلا غيرك څخه وروسته او له الحمد لله څخه مخکې  به ۱۵ وارې دا تسبيحات اووايي ، بيا به د سورت له ختمېدلو وروسته ۱۰ وارې ، بيا په رکوع کې ۱۰ وارې ، بيا چې له رکوع څخه را پورته شي ۱۰ وارې بيا په سجده کې ۱۰ وارې بيا د دوه سجدو په منځ کې ۱۰ وارې بيا په دوهمه سجده کې ۱۰ وارې ، بيا به سيده دوهم رکعت ته را پورته شي . همداسې په څلورو رکعتونو کې ، پدې روايت کې له دوهمې سجدې نه وروسته تسبيحات نشته ، د دې په ځای په قيام کې لس وارې زيات وايي .

 کومه طريقه سمه ده ؟

پدې  هکله  ابن عابدين  رحمة الله عليه  په  شامي کې ډېره ښه خبره کړېده ، هغه فرمايي چې : د  اول روايت د پرېښودلو  وجه  داده چې په هغې کې له دوه سجدو نه  وروسته ناسته ده ، خو تاسو پوهېږئ چې په صلاة التسبيح کې د استراحت جلسه  د همدې لمونځ  له حديث  څخه ثابتېږي  ،  له همدې امله مناسبه خبره داده چې  کله دې په يوه او کله  په بل عمل وشي ، هغه فرمايي : قلت لعله اختارها في القنية لهذا ،  لكن علمت أن ثبوت حديثها يثبتها و إن كان فيها ذلك فالذي ينبغي فعل هذه مرة و هذه مرة ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التبسيح ) 

صلاة التسبیح مسایل:

مسئله :

دا تسبيحات به په زړه کې شماري  او   په  ګوتو  باندې  به يې  نه شماري ، خو که يې په زړه کې نشوای شمارلی نو بيا دې په ګوتو باندې داسې شماري چې  د ګوتو په بندونو يا په يوې يوې  ګوتې باندې زور کوي  ( کښېکاږي دې ) و في القنية : لا يعد التسبيحات بالأصابع إن قدر أن يحفظ بالقلب وإلا يغمز الأصابع (  رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبیح  )

 مسئله :

د رکوع او سجدې خپل تسبيحات به وايي ، يعنې په رکوع کې به درې وارې سُبحانْ ربي العظيم  وايي ،  بيا به  دا تسبيحات شروع کوي ، او په سجده کې به هم درې وارې سُبحانَ ربي الأعلی وايي ،  بيا به دا تسبيحات شروع کوي  ( ترمذي ) .

عن عبد الله بن المبارک أنه قال : يبدأ في الركوع بسبحان ربي العظيم و في السجود بسبحان ربي الأعلى ثلاثا ثم يسبح التسبيحات ( الترمذي )

مسئله : 

او په ژبه دې نه شماري ځکه چې پدې سره لمونځ ماتېږي . وَاحْتَرَزَ عَنْ الْعَدِّ بِاللِّسَانِ فَإِنَّهُ يُفْسِدُ الصَّلَاةَ ( العناية ، فصل : یکره للمصلي أن یعبث بثوبه ) مسئله :که په يو ځای کې تسبيحات ور څخه پاتې شي نو په راتلونکي ځای کې دې وايي ، يواځې په دوه ځايونو کې دې د بل ځای تسبيح نه وايي ، اول – چې له رکوع څخه را پورته شي ، دوهم –  له دوهمې سجدې وروسته ، ځکه چې د دې دوه ځايونو اوږدول ندي پکار ،  ابن عابدين فرمايي : قال الملا علي في شرح المشكاة ، مفهومه : أنه إن سها و نقص عددا من محل معين يأتي به في محل آخر تكلمة للعدد المطلوب ا ه ـ  قلت : و استفيد أنه ليس له الرجوع إلى المحل الذي سها فيه ، و هو ظاهر ، و ينبغي كما قال بعض الشافعية : أن يأتي بما ترك فيما يليه إن كان غير قصير ، فتسبيح الاعتدال يأتي به في السجود ، أما تسبيح الركوع  فيأتي به في السجود أيضا ،  لا في الاعتدال لأنه قصير . قلت : و كذا تسبيح السجدة الأولى يأتي به في الثانية لا في الجلسة لأن تطويلها غير مشروع عندنا على ما مر . (رد المحتار ، کتاب الصلاة ،  مطلب في صلاة التسبيح )

لیکوال : مفتي محمدشریف راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب