ضمير څه ته وايي؟ | پښتو ګرامر

د ضمیر تعریف:

ضمير هغه كليمه ده چې د تكرار د مخنيوى او د غونډلې د لنډولو لپاره د نوم پر ځاى كاريږي ، لكه :
محمد جان زمونږ هټۍ ( دوكان ) ته راغي ،هغه زما تر څنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه يې وروسته د خپل سفر كيسه وكړه .
په پورتني مطلب كې د (محمد جان ) نوم درې ځله راغى ، چې د تكرار د مخنيوي لپاره يې يو ځاى ( هغه ) او بل ځاى ( يې ) غايب ضمير وكارول شو . كه ضمير كارول شوى نه واى نو غونډله ډيره بدرنګه ښكارېده ،لكه : محمد جان زمونږ هټۍ ته راغى ، محمد جان زما ترڅنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه وروسته محمد جان د خپل سفر كيسه وكړه .

د يادونې وړ : هغه ضمير چې د نوم لپاره كاريږي نوموړى نوم د هغه ضمير ( سر چينه ) يا مرجع بلل كيږي ضميرونه د مرجع له پلوه په څلور ډوله دي .

لومړى : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره وكاريږي چې د خبر و پر وخت شتون ونه لري ( موجود نه وي ) غايب ضمير بلل كيږي چې په دوه ډوله دي .
-مفرد لكه هغه .
– جمع : هغوي .

دوهم : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره استعمال شي چې د خبرو پر وخت شتون ولري خو ويونكي يې خبرې له بل چا سره كوي يانې دوي

مخاطب نه وي د غايب (قريب) ضمير بلل كيږي لكه دوي ، دا ، دى .

دريم : هغه ضميرونه چې يو خبرې كوونكي يي دخپل نوم پر ځاىوكاروي ،د (متكليم ضمير) په نامه ياديږي لكه : زه ، مونږ .

څلورم :هغه ضميرونه چې د اوريدنكي د نامه پر ځاى استعماليږي د مخاطب ضمير ونه بلل كيږي لكه : مفرد: ته .
جمع : تاسو .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب