طبیعي خواړه چې د وینې جریان بهتر کوي

د زړه ناروغي هر کال په نړۍ کې د میلیونونو خلکو ژوند اخلي او اوسنۍ شمیرې ښيي چې دغه تعداد په زیاتیدو دی. زمونږ غیر صحي خواړه او د ژوند طریقه د دې ناروغیو سبب گرځي. په ناروغۍ له اخته کیدو مخکي مونږ له ناروغۍ څخه په خپل خواړه کې له یو څو صحي خواړو زیاتولو سره یې مخه نیولی شو.

ډیر طبیعي بوټي او خواړه شته چې له استعمال سره يې د وینې جریان بهتره کیږي او انسان د زړه او نورو ډیرو ناروغیو څخه ژغورل کیږي. دلته مو له داسې خوړو سره اشنا کوو چې د وینې جریان بهتر کوي:

هوگه:
تاسو به اورېدلي وي چې د زړه ناروغیو لپاره له ډیرې پخوا راهیسې هوگه د درمل په توگه استعمالیږي. د پخوانۍ زمانې مصریانو د دې بوټې ۲۰۰ ډوله استعمال کشف کړې وو او اوسمهاله پورې یونانې بوټې پیژندونکي هوگه د زړه ډیرو ناروغیو طبیعي درمل گڼي.

د هوگې یوه پلۍ (خامه يي غوره ده) ورځنۍ استعمال د وینې غیر صحي کولیسټرول کم او صحي کولیسټرول ضروري اندازه پوره کوي نو په همدې اساس د زړه له ناروغیو چې د وینې کولیسټرول له امله وي مخنیوي کوي. ډیرو څیړنو ثابته کړې چې هوگه د وینې لوړ فشاو کنټرولوي، وینې جریان بهتره کوي او د وینې له منجمد کیدو څخه مخنیوی کوي.

سور مرچ:
کیدای شي تاسې سور مرچ د خوړو خوند زیاتولو لپاره استعمال کړی وي؛ خو د دغه مرچ گټه ډیره زیاته ده نسبت هغه څه ته چې مونږ يي فکر کوو. سور مرچ له ورځني استعمال سره زړه روغتیا او د ویني جریان بهتره کیږي. سور مرچ د زړه روغتیا بهتره او د زړه درگها تنظیموي.

ډیرو څیړنو ثابته کړې ده چې سور مرچ د وینې جریان بهتره کوي، وینې حجرې بیرته ودانوي، د وینې زهرجن مواد له منځه وړي، زړه له ضروري موادو سره تغذیه کوي او د زړه له ناروغیو او حملې څخه مخنیوی کوي. سور مرچ د وینې جریان ډیر بهتر کوي چې له امله يي زړه ته ټول د ضرورت وړ مواد رسیږي او له همدې امله د زړه فعالیت بهتره کوي.

سور مرچ د ورځې له نیمې کاچوغې استعمال د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي، وینې جریان او زړه روغتیا غوره کوي.

کوکاو:
له دې څخه مطلب دا نه دی چې چاکلیټ څخه ډیره زیاته استفاده وشي. کوکاو کې موجود صحي مواد وینې فشار کنټرولوي او د بدن ضروري مگنیزیم پوره کوي چې ذهني فشار له منځه وړي.

دغه چاکلیټ کې موجود انټي اکسیډنټ د زړه له ډیرو ناروغیو مخنیوی کوي. دغه چاکلیټ بوره نه لري نو په همدې اساس په بدن منفي اثر نه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب