طبیعي خوب او خوب ډولونه

طبیعي خوب څه شی دی؟

که څه په خوب کې د انسان دوې سترګې پټیږي آیا په خوب کې انسان  په دې سترګو شیان ویني آیا انسان ددې سترګو پرته نوري سترګې هم لري؟
د ساینس د علم په اساس انسان ډیر حسونه لري،  چې تر اوسه يې دوه ویشت پېژندل شوي دي چې له هغو څخه یې یو د زړه سترګې دی چې انسان  په هغه  سره کولی شي په خوب کې له ډیر ې لیري انځورنه  وویني ان هغه شیان  چې په  وېښه دوې سترګې  دهغه د لیدو توان نه لری  وویني

 عموما انسان درې ډوله خوبونه ویني :

۱-هغه خوبونه چې د ورځنیو پېښو زېږنده دی چې د  انسان  ورځينی پېښې د شپې په خوب کې تکراریږي ممکنه ده  دا خوبونه  ګډوډ خوبونه وي یا هم خپسکه وی
ځینې خوبونه سم داستان لري یاني منظم وي،ځینې خوبونه بیا د راوېښېدو وروسته هیریږي
ځینې خوبونه د ژوند د اړتیا په اساس وي د بیلګې په توګه  نتلی خلک  هدیره  اومړی  په خوب ویني ، ځوانان ډیر جنسی خوبونه ویني یا  یو سړی خوب وی په یخ کې بند شوی چې کښېني ګوري کړکۍ خلاصه ده او یخ يې کیږي

۲- هغه خوبونه دی چې رښتیا  کیږي یاني هغه په ژوند کې ډیر ژر پښیږی ،دا سې خوبونه ښه روښانه  اوواضح وی  دا خوبونه سمبولیک خوبونه دی چې مانا غواړي
لکه مرداري  د پیسو مانا ورکوي ،په خوب کې د سره زرو او فلزاتو لیدل    په سختي اخته کیدلو مانا لري او داسې نور

۳-هغه خوبونه دی چې اسرار بیانوي یا وړاندوینې دي
د ابن سینا په باور دا خوبونه د ماوراءالطبیعه له قوا څخه دی چې هغه ته الهي قوه وایي یاني  دا خوبونه د ملکوتي عالم یا  له فوق طبیعت څخه صادر یږي
دا خوبونه د مختلفو هیوادونو او کامونو  په تاریخ کې راغلي چې  ځینې يې
“نفس رحماني”، ځینې يې “روح القدس”، ځینې يي “ارواح طیبه نفوذ”او ځینې  یې”ملئكه” نوم ورکوي.
ارسطو په خپل كتاب “حساس او محسوس”  کې دی  ډول خوب ته “عقل فعال” وايي
دی ډول خوبونوته  نن “تله پاتیك” خوبونه هم وايي.
دا ډول خوبونه  په مقدسو کتابو کې ، تاریخی او بشري پېښو کې راغې دي
او ویل کیږي  كلی عقل ( کلی روح ) جزیي عقل ( انساني روح )ته څه ښکاره کوي او هغه له یو مهم امر څخه خبروي
ختیځ فیلسوفان ددې خوب په هکله وايي په داسې خوب کې  انسان د هستِي(  ژوند)د راتلونکو حقایقو په درک بریالي کیږي نو شهودی معرفت ته  لاره پيدا کوی که دا احوال په وېښ توب  کی وشي  هغه ته بیا «مکاشفه» وایي.
که خوب په طبیعي ډول مخ ته ولاړ شي او شفاف وي هغه  ته( رښتینی خوب » وایي که ضعیف او ګډوډ وی د هغه مانا  باید تفسیر او تعبیر شي

رښتینی خوبونه د هیڅ ډول ادارکي، تفکراتي ، مزاجي او نفساني شرایطو دتغیراتو لاندې نه راځی دا  ډول خوبونه د کشف او شهود جنبه لري دا ډول خوبونه یا خوب کې یا په وېښه  خلکو ته ښکاره کیږي چې هر خوب  خپلي ماناوي لري  ځېنې یې داسې  وي چې چاته حقیقت بیانوي او بیا ټکي په ټکي  هغه په وېښه هغه پیښېږی دا خوبونه هغه څوک ویني چې مزاج يې داعتدال ( صادق )  په اخیري پړاوکې وي
دا ډول خوبونه لیدل له انسان د تفکر د قوی یا ارادي قوي څخه نه دی ځکه  هغه په ژوند کې د ډول شیان  نه وي لیدلي نو ددې خوبونو فاعل د انسان د قوا بهر  دی.
ډیر دا خوبونه د انسان یا بل چا د  په راتلونکی کې خیر او شر پورې اړه لري چی یو انسان  د هغه تر پېښیدو تر مخه  په یو خاص زمان کې هغه ویني

your ads

پوهنمل محمود نظری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب