طبیعي هستوي ریکټور (بټۍ)

د هستوي چاودنې له رامینځ ته کیدلو څخه څلور کاله وروسته د ۱۹۴۲ زیږدیز کال د ډسمبر په دوهمه نیټه انریکو فرمی او د هغه ملګرو د شیکاګو پوهنتون د فټبال په سټیډیوم کې د لمړي ځل لپاره د کنټرول وړ هستوي چاودنه رامینځ ته کړه. خو له ۱۹۷۲ زیږدیز کال راپه دېخوا دا جوته شوې ده چې هستوي چاودنه د ساینس په تاریخ کې له ډیر پخوا څخه را مینځ ته شوې خو انسانان ورته متوجه شوي نه وؤ، دا په دې مانا ده چې طبعیت تر مډرن فزیک ډیر مخکې دی. د دې نړی پیدا کوونکي دوه ملیونه کاله مخکې (کیدای شي په هغه وخت کې به انسانان هم لا نه وو پیدا شوي)طبیعي هستوي ریکټور را مینځ ته کړی. دا ریکټور چې له زرګونو کلونو را په دېخوا په طبیعی ډول کار کول تر اوسه پورې يې په سلګونه بلیونه کیلواټ ساعته تودښه چاپیریال ته خپره کړېده. اوس په دې بحث کوو چې د دې ریکټور په هکله لمړني مالومات څنګه لاس ته راغلل ؟

د ۱۹۷۲ زیږدیز کال د جولای په اوومه نیټه له غربی افریقایی هیواد ګابون څخه د فرانسې د ایزوتوپونو د تجزیې لابراتوار پیري لاټي ته را رسیدلي د یورانیمو بیلګې د تجزیي پر مهال ولیدل شول چې په دې بیلګه کې 0.7202% پر ځاي 0.7171% یورانیم شته. څیړونکو د ګابون د اوکلو له کان څخه مخکیني بیلګې هم وپلټلې او په دې نظر شوول چې په سلیزه کې دا زیاتوالی د فقیرشویو یورانیمو له امله ده او دا فقیر شوي یورانیم یواځې د هستوي چاودنو په پایله کې را مینځ ته کیدای شی. له همدې امله څیړونکو نیودیوم چې د هستوي چاودنو په پایله کې رامنځ ته کیږي تر څیړنې لاندې ونیول. خو مهم خبره داده چې که هستوي چاودنه رامینځ ته شوې وي نو څنګه او په کومو شرایطو مینځ ته راغلې او څنګه بیرته دا ځنځیري تعامل په خپل دریدلی دی؟
د په خپل سر کنټرولیدونکي هستوي تعامل لپاره لاندیني شرایط په کار دي:
50% داسې یورانیم چې لږ تر لږه 1% یې یورانیم دوسوه پنځه دیرش وي، لږ تر لږه 6% اوبه د سړونکې په بڼه او یو لږ اندازه د نیوترونونو جذبونکي عناصر لکه لیتیم، بوران او داسې نور.
یورانیم دوسوه پنځه دیرش په نیوترونونو سره د چاودنې وړتیا لري او د هرې هستې د چاودنې له امله دوه سوه میګا الکټرون ولټه انرژي چاپیریال ته وخپریږي. د یورانیم دوه سوه پنځه دیرش نیمایي عمر د یورانیم دوه سوه اته دیرش په پرتله ډیر دی او شپږ ځلې زیاته تشعشع کوي. دا په دې مانا ده چې په نوموړي کان کې دوه بیلونه کاله مخکې د یورانیم دوسوه پنځه دیرش ایزوټوپ سلنه د اوسنۍ هغې په پرتله څو ځله زیاته وه.
د اوکلو کان څخه لاس ته راغلو بیلګو په اړه چې د یورانیمو او دهغو د چاودنې د محصول کچه په کې ډیره ده داسې ویل کيږي چې په کان کې د شته یورانیم دوه سوه پنځه دیرش د په خپل سر نیوترون وتنې او کان ته د باران د اوبو ننوتلو په پایله کې یو کنټرول وړ تعامل را مینځ ته شوی دی، همدارنګه داسې هم ویل کیږي چې دا تعامل د ثانوی نیوترونونو په واسطه چې د کیهاني وړانګو له امله تولیدیږي مینځ ته راغلی. همدارنګه د نیوترونونو لږ تولید په پایله کې د ابو د بخار کیدلو لامل ګرځیدلی او دا طبیعي ریکټور په تدریجي ډول په خپل سر دریدلی.
د دې ریکټور د سون انرژي کچه 4×10^5 MW.h/t تخمین شوې ده چې دا کچه په کافي اندازه د چاودنې محصولات نشي تولیدولای ځکه خو له دوه ملیونه کالونو وروسته نور دا محصولات د اوږدې تشعشع نه وروسته په ډیټکټورونو باندې نور د لیدلو وړتیا نه لري. د اوکلو طبیعي هستوي ریکټور څخه را په دېخوا بیا کوم بل طبیعي ریکټور ندی لیدل شوی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب