طلاق په کومو تورو یا الفاظو واقع کېږي؟

د طلاق توري په دوه ډوله دي:

صریح او کنایه.

۱- طلاق صرېح:
دې ته وایي چې سړی مېرمنې ته په داسې سوچه تورو سره طلاق ورکړي چې په هغوی کې هیڅ ډول پټوالی نه وي ، دساري په توګه مېرمنې ته ووايي (ته طلاقه يې ، ته مطلقه يې ،ما تاته طلاق در کړی او داسې نور) .

د طلاق صرېح حکم:
دا دی چې یو طلاق رجعي ور څخه واقع کيږي ، که څه هم سړي له نوموړو تورو څخه د طلاق نیت نه وي کړی .

۲- طلاق کنایه:
هغه طلاق ته وېلی شي چې په نا څرګندوتورو(مبهمویعنې داسی تورو سره چې هغه له طلاقه پرته دنور څه امکان هم لري ) سره خاوند خپلې ښځې ته طلاق ورکړي ، دساري په توګه ميړه ښځې ته ووايي (ته بائنه يې ،ته خلاصه يې ،ستا پړی ستا په غاړه کې دی ، ماته جلا کړي يې ،خپل اهل ته ولاړه شه ، او داسې نور) .

د کنايي طلاق حکم:
دادی چې په داسې ټولو تورو سره د ميړه له لورې د طلاق د نیت په مهال یو طلاق بائن واقع کیږي او که د خاوند نیت د طلاق نه وو نو بیا طلاق هم نه واقع کيږي . البته د علماو په اند دلالة حال هم دنیت قائم مقام کیدای شي یعنې که ميړه او مېرمنې جګړه سره وکړه او ميړه له پورتنو تورو نه کوم توری د مېرمنې په حق کې وکاراوه نو دلته هم طلاق واقع کيږي که څه هم نیت يې نه وي ځکه چې دلته دغصې او غضب حالت د دې ښکارندوینه کوي چې د سړي به هرو مرو دطلاق نیت وو هسې اوس انکار کوي نو کله چې د غصې حالت دطلاق په نیت دلالت کوي ځکه نو پداسې چا ښځه هم په بائن طلاق سره طلاقیږي .
والله اعلم باالصواب

سرچینه: ټول افغان پاڼه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب