پنځوس زره | کیسه او عبرت

یوه ساده زړي مسکین به په کوچنۍ پاڼه ولیکل: یا الله پنځوس زره غواړم، ادرس به یې هم پرې ولیکه، دا پاڼه به یې په پوکاڼه پوري وتړله او اسمان ته به یې پورته کړه، یوه ورځ دا پاڼه د پولیسو په یوه مرکز کې ولویدله هغوی د ده ساده ګي ته خپه او نرم شول او پخپلو کې یې د ده له پاره چنده واچوله دا چنده پنځه ويشت زره شوه، پولیسو دا پیسې د هغه په ادرس د ده کورته ورسولې او ورته کړه یې دا روزي د الله له لوري وبوله او وابې خله.

مسکین چې کورته ننوت بله پاڼه یې ولیکله او په زړه طريقه یې اسمان ته پورته کړه، دا پاڼه هم د پوليسو په مرکز ولویدله هغوی چې خلاصه کړه ویې لیدله چې مسکین په کې لیکلي و: یا الله ستا له مهرباني قربان شم او زه دي ډیر شکرګذار یم چې زما سوال دي قبول کړ خو هغه پولیسو حرامیانو ماته پنځه ویشت زره راکړې پاته پنځه ويشت دوی پټي کړې.

پایله: تاسو که هر څومره د خیر مخلصانه کارونه کوئ بیا هم د کینه ګرو له بدګوماني نه ځان نه شئ ژغورلی، د خلکو خیر او د الله رضا په نظر کې لرئ او کینه ګر له بدګومانیو سره پرېږدئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب