عادي نیټورک (تړون ) Networking Basics -Router

عادي نیټورک (تړون ) Networking Basics Part2

Networking Basics

Networking Hardware

په لمړی برخه کې مو دشبکې دبنسټیزوتوکیولکه هب ، سویچ خبرې وکړو اوس به همدا لړۍ پسې وغځوو او د شبکې دیو ډیر مهم سختکالي په هکله چې راوټر (Router) نومیږي به خبرې وکړو. که چیرې تاسو دشبکې په هکله لږ ډیر مالومات هم ولری نوخامخا به مودراوټرنوم اوریدلی وي . هغه شبکې چې دانټرنیټ په مټ سره نښتې دي یوله بله دراوټر په مټ سره نښلي په دغسې شبکو کې دراوټر کارول خورا اړین دي  پام مو وي چې دراوټر دنده دانټرنیټ تیارول نه دي بلکه رواټر ددوویاڅو شبکو ترمنځ د خبرتوکیو د پاکټونو دلیږدرالیږد دنده په غاړه لري . په اوس مهالې ټکنالوجي کې ډول ډول راوټرونه شتون لري چې له ډیرو ساده څخه نیولي ترډیرولوړبیواوپرمختللیوراوټرونوپورې رسیږي .ځکه دکور دشبکې لپاره له ډیر ساده راوټرڅخه کاراخستل کیږي مګر دیوې غټې ادارې لپاره باید دیوپرمختللی راوټر  څخه کاراخستل کیږي . مګر پام مو وي چې که هر راز راوټر وي دنده یې دشبکوترمنځ دخبرتوکیو دپاکټونو لیږل دي .

دالاندې څیره کې تاسو یو راوټر ګوری :

راوټر څنګه کارکوي :

your ads

په دې پوه شوی چې راوټر څه شی دی اوڅه دنده لري .اوس په دې وغږیږو چې راوټر څنګه کارکوي؟ ددې لپاره چې دراوټر په کاري لړۍ ځان وپوهو باید لومړی دTCP/IP پروتوکول وپیژنواوپوه شو چې داپرتوکول څنګه کارکوي :

هر ه هغه وسیله چې دTCP/IP دشبکې سره نښتې وي باید یوه بیساري اوځانګړې دIP  شمیره باید ولري چې دغه IP دنوموړې وسیلې نیټ ورک کارډ ته ورکول کیږي .دIP  شمیره دڅلوربرخو داسې شمیرو څخه جوړه شوي چې دټکي په مټ یوله بل څخه بیلې شوي دي دنمونې په توګه :192.168.0.1 دایوه IP شمیره ده.دIP شمیره کولای شوی دکوڅې اوکور له پتې سره پرتله کړوځکه دکوڅې پته دکوڅې نوم  اوکوڅې شمیره په ځان کې لري اوهمداراز دکورشمیره اونوم بیا هماغه کور ښيي نوهمدغسي دIP شمیره هم داسې په دووبرخو ویشل شوي یوه برخه یې شبکه ښیی اوبله برخه یې دوسیلې شمیره ښیی .

اوس مهمه داده چې څنګه پوه شو چې کوم ځای کې دشبکې شمیره بشپړیږي اوکوم ځای کې دوسیلې یا کمپیوټر شمیره پیل کیږي ؟ ددې کار لپاره یو ه بله شمیره ده چې دsubnet mask په نامه یادیږي  دغه شمیره کمپیوټر ته وایې چې له دغې شمیرې وروسته دشبکې شمیره بشپړیږي اودکمپیوټر شمیره پیلیږي .

Subnet mask لکه دIP دشمیرې په څیر ښکاري یانې داسې شمیري دي چې دڅلورو ټکو په مټ سره بیل شوي دي .دنمونې په توګه : 255.255.255.0 په دغه شمیره کې داول دری شمیرې چې دټکي په مټ سره بیل شوي دOctet په نامه یادیږي .هره شمیره چې ددغو ټکو په مټ سره بیل شوي هر یو یې دOctet په نامه یادیږي . په سب نیټ ماسک کې که چیرې یوه شمیره 255 وه نوداپه دې مانا ده چې دادشبکې برخه ده اوکه دوه شمیرې 255.255 وي نوداپه دې مانا چې دادوه دشبکې برخه اوکه داشمیره 0 وه نو داپه دې ماناچې دادکمپیوټر برخه ده. دنمونې په توګه دیوکمپیوټر دIP  ادرس 192.168.1.1 اوsubnet mask یې255.255.255.0 دی په دغه سب نیټ ماسک کې لومړی دری  octet یانې 255.255.255 په دې دلالت کوي چې ددشبکې برخه شمیره ده او0 ښیی چې ددکمپیوټر برخه شمیره ده . په دې مانا چې دIP ادرس لومړی دری شمیرې کمپیوټروته نه شي ورکولی مګر دکمپیوټرونولپاره باید د0 شمیره وکاروي . دنمونې په توګه که نوروکمپیوټرونوته ادرس ورکوونوپه لاندې ډول مونږ یوازې اخري شمیره کارولی شو:

192.168.1.1

192.168.1.2

192.168.1.3

192.168.1.4

اوس خبره داده چې کمپیوټرونه یوله بل سره نښلي نو IP ادرس کاروي . دنمونې په توګه که یو کمپیوټر چې دIP ادرس یې192.168.1.1 وي وغواړي له یوبل کمپیوټر سره چې دIP ادرس یې 192.168.1.2 وي ونښلې یاخبرتوکي سره ولیږي  نوراوټر ورته وايې چې دا لومړی IP غواړي دې دوهمې IP ادرس ته ولیږي راوټر بیادIP په مټ کمپیوټرونه سره نښلوي . په دې ترتیب چې کمپیوټر خبرتوکې لمړی دخپلې شبکې راوټر ته اوراوټر بیاخبرتوکې دبلې شبکې راوټر اوهماغه رواټر يې بیا دخپلې شبکې کمپیوټر ته وړاندې کوي .

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین م خکښ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب