عبادت په څو ډوله دی؟ د عبادت ډولونه

عبادات په دوه ډوله دي:

دلته يوه بله خبره په پام کې نيول اړين دي هغه دا چې له يوې خوا ويل کيږي چې د مومن هر کار عبادت دی يعنې که يو مومن ښه نيت ولري او د اسلام له لارښوونو سره سم ژوند تېروي؛ نو د هغه خوراک ، خوب، خندا، کاروبار، له مېرمنې سره خندا او خبرې، راشه درشه، دا ټول په عبادت کې شمېرل کيږي، اوس پوښتنه دا ده چې که له يوې خوا د مؤمن دا ټول حرکات په عبادت کې شمېرل کيږي او له بلې خوا لمونځ هم عبادت دی نو بيا ددې دواړو عبادتونو ترمنځ توپير څه دی؟ نو ددې دواړو خبرو ترمنځ توپير پېژندل اړين دي او ځينې خلک ددې توپير د نه پېژندلو له امله له بېلاريو سره مخ کيږي.

لومړی ډول: بلا واسطه عبادت

د دې دواړو عبادتونو ترمنځ توپير دا دی چې يو ډول عبادت هغه دی چې مخامخ عبادت دی چې موخه ترې يوازې د الله پاک رضا ترلاسه کول دي او بل مقصد نه لري، دغه ډول عبادتونه يوازې د الله پاک د بندګۍ لپاره ټاکل شوي دي لکه: لمونځ، له لمانځه څخه يوازينۍ موخه دا ده چې الله پاک ته سر ښکته کړل شي او بندګي يې وشي؛ نو دا د الله پاک مخامخ عبادت دی چې بله موخه نه لري، دغه راز روژه، زکات، حج، عمره، ذکر، تلاوت، دا ټول هغه عبادتونه دي چې دالله پاک له رضا پرته بله موخه نه لري.

دوهم ډول: بالواسطه عبادت

د لومړي ډول برعکس ځينې اعمال هغه دي چې اصل مقصد يې نور څه وو، لکه دنياوي اړتياوې او خواهشات پوره کول؛ خو الله پاک د خپل ځانګړي فضل له مخې مؤمن ته وويل چې که ته خپل دنياوي کارونه هم په ښه نيت، زما د دين په چوکاټ کې او زما د محبوب صلی الله عليه وسلم له طريقو سره سم ترسره کړې؛ نو زه د همداسې کارونو په بدل کې هم هغه ثواب درکوم لکه د لومړي ډول عبادت په بدل کې يې چې درکوم؛ له همدې امله دا مخامخ عبادت نه دی؛ بلکې بالواسطه عبادت دی او دا د عبادت دوهم ډول دی.

بلا واسطه عبادت غوره دی

له دې تفصيل څخه دا څرګنده شوه چې مخامخ عبادت له بالواسطه عبادت څخه غوره دی، او ددې درجه ترهغه بل زياته ده؛ له همدې امله الله تعالی چې د پيريانو او انسانانو د پيدايښت هغه خبره د کوم عبادت لپاره کړې ده، له هغې څخه لومړی ډول عبادت مراد دی، نه دوهم ډول چې بالواسطه عبادت دی.

سرچینه: روژه : افغان بنسټ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب