عبادت

 عبادت:

ليس البران تولوا وجوهكم قبل المشرق و المغرب ولكن البرمن آمن بالله واليوم الاخروالملائكة والكتاب والنبيين واتي المال علي حبه ذوي القربي واليتامي والمساكين وابن السبيل والسائلين وفي الرقاب واقام الصلاة واتي الزكاة والموفون بعهدهم اذا عاهدوا والصابرين في الباساء والضراء وحين الباس اولئك الذين صدقوا واولئك هم المتقون .  صدق الله
وقال رسوله:
ليس الايمان بالتمني ولابالتحلي ، ولكن هوماوقرفي القلب وصدقه العمل .
صدق رسول الله
ايمان ، اسلام اوعبادت دري هغه كليمي دي چې دمحمدي دين د زړه او مغذ ويندويي كوي، دا دري واړه كليمي د مفهوم اومصداق له مخي سره تړلي او پييلي دي په دي معني چې ديوه هغه مفهوم دبل هغه دوجود پرته نه بشپړيږي.
ايمان ، دزړه باورته وايي ، اعتقاد ، تصديق او اندروني اعتماد ايمان بلل كيږي ، او باطن ته دظاهرتسليمول او له  اندروني باورسره دظاهر عيارول بيا اسلام دى .
په زړه دننه باور له ظاهر، ظاهري كړو وړو او خارجي اثارو په وجود راځي او ظاهري جوړښت بيا له اندروني احساس څخه سرچينه اخلي.
لوي خداي دايمان اواسلام مفهومي بيلوالي خو استلزام ته په دي ټكوكي اشاره كړي :
(قالوا امنا، قل قولوا اسلمنا ولم تؤمن قلوبكم)
دوي (منافقين) وايي ، ايمان موراوړي، ورته ووايه ، داسي وواياست ، اسلام موراوړي ، اوايمان مولاتراوسه زړونوته نه دى ننوتلى.
منافقينو ظواهر بواطنوته نه وه تسليم كړي ، خپل ځانونه يي د خپلواندروني باورنو پربنسټ نه وه جوړ كړي ، كه څه هم چې په ښكاره يي ځانونه اصلاح كړي وه خو له باطن سره دنه توافق له امله د دوزخ ترټولو كښته پوړ ددوي په برخه سوى .
🙁 ان المنافقين في الدرك الاسفل من النار)
منافقين داور په ترټولوكښته پوړ كي دي.
عبادت بيا له خپل بادار سره دبندګانو تل پاتي پيوند ته وايي ، چې هم له اندروني باور سره تړلى دى اوهم دظاهري جوړښت اوسمبالښت سره .
له خدايه سره مينه ، هغه ته په خپل ټول قوت دماتي احساس ، هغه ځانته ترټولو نيژدي بلل ، هميشه يي دقدرت حسول او پرزړه يي له ميني سره جوخت د بيشميره لوريينو يادساتل دعبادت مفوهم جوړوي.
دجبرئيل حديث چې صحيحينو ، بخاري اومسلم دواړويي روايت كړي دپورته درويوواړو كليمو دمفاهيمو ښه بيان كوي :
( عن عمرابن الخطاب (رض) قال : نحن مع رسول الله صلي الله عليه وسلم ، اذ طلع علينا رجل ، شديد بياض الثياب ، شديد سواد الشعر، لايري عليه اثرالسفرولايعرفه منا احد ، حتي جلس الي النبي صلي الله عليه وسلم ، فاسند ركبتيه الي ركبتيه ووضع كفيه علي فخذيه ، فقال : يامحمد! اخبرني ……)

حضرت عمر رضي الله عنه وايي: موږ له پيغمبرصلي الله عليه وسلم سره ناست و، يوسړى چې تك سپين كالي يي اغوستي وه اوتك تور وريښتان يي وه ، دسفر نښه ورباندي نه وه خو په موږ كي هيڅ چاهم نه پيژانده ، راغلي اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم ته مخامخ كښينستى ، خپل ځنګنونه يي دهغه (ص) ځنګنونوته تكيه كړه اولاسونه يي پرورنونو كښيښول ، ويي ويل : اي محمده !
له ايمان څخه مي خبركړه !
پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل: چې په خداي ، ملكو، كتابونو ، رسولانو، داخرت پرورځي او پردي چي خيراوشر دالله پاك له لوري دي باوروكړي ، ايمان بلل كي:ي .
سړي ، وويل : ريښتيا دي وويل .
عمروايي موږ حيران سو چي داڅنګه هم ورڅخه پوښتنه كوي اوهم وايي ريښتيا دي وويل .
هغه بله پوښتنه وكړه .
اسلام څه ته وايي !
پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل :
داچي دالله پاك پريووالي اودمحمد پرپيغمبري شهادت وركړي ، لمونځ وكړي ، روژه ونيسي ، زكات وركړي اوكه دي په وسه وه حج وكړي ، اسلام دى.
هغه بياوويل: ريښتا همداسي دي.
راغلي كس بله پوښتنه په دي ډول وكړه :
احسان څه ته وايي ؟
داسلام لارښود صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: داچې په داسي ډول عبادت وكړي لكه الله پاك چي ويني ، ځكه كه ته هغه نسي ليداي نو هغه خوتاويني .
هغه وويل : قيامت كله دى ؟
پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل : دقيامت په اړه  پوښتل سوي(يعني ، خپله پيغمبر) ترپوښتونكي ډيرنه دى خبر.
پوښتونكي سړي وويل :
نښي يي څه دي؟
پيغمبرصلي الله عليه وسلم ځواب وركړ:

كله چې مينځه خپله باداره وزيږوي  اوكله چې وګوري ، مسكينان ، لوڅي پوښي او نالوستي شپونكيان دماڼيو په هسكولوكي  يوله بله سيالي كوي .
عمروايي راغلى سړى ولاړى ، ترڅه وخت وروسته پيغمبرصلي الله عليه وسلم راته وويل : عمره ! پوهيږي پوښتونكى څوك و؟
ماورته وويل : الله اودهغه رسول ورباندي ښه خبردى.
پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمايل : هغه جبرئيل و، ددي لپاره راغلى و چې تاسوته ستاسودين دروښيي.
[بخاري اومسلم دواړويي روايت كړي] جبرئيل په دي نيت راغلي و چې په ناستو صحابۀ كرامو دخپلو اساسي پوښتنو ځوابونه واوري ، جبرئيل ايمان ، اسلام  اوعبادت (چې په احسان سره يي ورڅخه تعبيركړي) دري واړه مطرح كړي هغه چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم ور ته پوره دين ويلي .

عبادت له خدايه سره دزړه پيوند ته وايي اودا داسي يوه معني ده چې دژوند ټول فعاليتونه په بركي نيسي
عبادت چې دمحمدي دين له بنسټيزو اركانو ګڼل كيږي، يوازي  دلمونځ ، روژي ….. غوندي متعارف تعبدي مناسكوپوري اختصاص نه لري ، بلكه عبادت تردي هم عميق اوژورمفهوم لري چې له خداي سره دزړه تل پاتي اړيكه ده .
له څښتن سره دغه پيوند په حقيقت كي داسلام ټول روزنيز پروګرام له ځان سره لري ، داسلام ټول ښاخونه ، ښاخلي اوپاڼي له همدي اصله سرچينه اخلي اوبالاخرټول همدي اصل ته راګرځي.
لمونځ ، روژه، زكاة ، حج اونورتعبدي شعارونه ، يوازي اويوازي دعبادت  د كيلۍ حيثيت لري ، دموټرو ديوه تمځاي چې مسافردلاري په منځ كي هلته لنډه دمه كوي اوپكښي ځانته اوبه اوخوراك تهيه كوي.
دژوندانه دغه اوږد مزل او لاره ،  ټوله عبادت ده ، پردي لاره چې هرشى وي ، تعبدي مناسك ، كاراوكردار، فكر او انديشه ، ياشعوراوهڅه ، ټول عبادت ګڼل كيږي ، خو يوازي هله چې موخه ورڅخه  منزل مقصود  لوي څښتن وي .
عبادت ، يوازي هغه څولندي شيبي نه دي چې انسان پكښي په تعبدي مناسكوبوخت وي،  اوله دي مبارك ايت څخه چي فرمايي: ( وماخلقت الجن والانس الاليعبدون ) [الذاريات ، آيه ، ۵۶] ما پيريان اوانسانان يوازي دعبادت لپاره پيداكړي .
هم مطلب دانه دى چې دوجود دغه سترهدف دي يوازي لنډ عمره څوشيبي وي .

بلكه عبادت دژوند هغه بشپړ پروګرام دى ، چې ظاهرله باطن سره تړي ، ښكاره كردار اوعمل له اندروني باورونو څخه په لاس راوړي او اندروني احساس له باندنيواثارو څخه اخلي .
په پورتني اية كي خداي دانسان دپيداكيدو لامل عبادت ګڼلي ، خوپه يوه بل ايت كي بيا فرمايي چې انسان يي دځان خليفه  ياځايناستى ګرځولي  او دهمدي لپاره يي هستولي :
فرمايي:
(اذقال ربك للملائكة اني جاعل في الارض خليفة ….) [سورة ، بقره] خليفه بايد له خپل اصلي مالك سره هميشه په تماس كي وي ، ترټولو ورته نيژدي وي او هغه چاري ترسره كړي چې هغه يي ورته فرمايي .

your ads

اوهمدا تلپاتي اړيكه او هميشنى پيوند عبادت دى چې دلته ورڅخه په خلافت تعبيرسوي.
دعبادت معني دانه ده چې  څوك سركښته اوپورته كړي ، سجده اوركوع وكړي ، خوله بنده كړي ، روژه ونيسي ، او حج ته ولاړسي خو خپل ټول مادي تمايلات ، دجاه اوجلال طمع ، خيانت، حسد ، بيعدالتي ، له باطل سره دوستي او …. يي يوهم نه وي پريئښي او شيبه وروسته بيرته هغه دى وي اوهغه يي كار اوكردار.
هيڅ كله هم نه !

دا له خداي سره دزړه تلپاتي پيوند نه دى .
دلته دى چې انسان له خپلي لاري انحراف كوي ، مزل او لاره غلطوي چي بيانو ددي پرځاي چې دعبادت په تمځاي كي هوساسي ، لاسرګردانه كيږي  ،اصلي لاره په مخه نسي اخيستلاي اومثبت حركت نه لري.
قرآن كريم وايي چې كه زړه خداي ته متوجه وي نو هرڅه عبادت ګڼل كيږي:
فرمايي:
ژباړه : (ښه والى دانه دى چې خپل مخونه دختيځ يالويديځ خواته واړوئ ، بلكه ښه هغه څوك دى چې ، پرخداي ، داخرت پرورځ ، ملكو، كتاب اوپيغمبرانويي ايمان راوړي وي ، خپل مالونه له دي سره سره چي خوښ يي وي خپلو نسبي دوستانو، يتيمانو ، تنګلاسو، بي خرڅه مسافرو، اوفقيرانو اومسكينانواو د مريانو دازادۍ په لاره كي لګوي ، لمونځ كوي ، زكات وركوي ،او هغه كسان ښه دي چې كله ژمنه وكړي ، پوره كوي يي ، په سختۍ ، ناجوړي اوجنګ وجګړه كي زغم لري،دوي  هغه كسان دي چې ، سمه لاره يي په مخه اخيستي  ، اوهم دوي پرهيزګاران دي. [سورة ، بقره ، آية ، ۱۷۷] دا داسلام اساسي پروګرام دى چې خپل رونيز بنسټونه يي هم پرهمدي پايو درولي ، ايمان ، اسلام اوعبادت چې له فردي ژوندانه نيولي ، تركورنيز اواجتماعي ژوند پوري دژوند ټول پروګرام پري مبني دى.
غوره باور، ښه عمل ، او له خداي سره تلپاتي اړيكه چې محصول يي نيكه انديشه اونيك فكردى.

احمد (فرزان)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب