عبدالاحد مومند – پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه

هغه لمړی پښتون چې پاس خلا ته اوختلو. په اول ځل کوم يو انسان په اسمان کې په پښتو ژبه اوغږيدلو چې دغه رنګ پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه اوګرځېدله.

د تفصيل تر مخه ښاغلی عبدالاحد مومند( ١٩٥٩) په ١٣ اګست کال ١٩٨٨ په يوسويوز نومي روسي خلائي راکټ کې اسمان پله پر دې غرض سفر اوکړ چې د افغانستان خلائي جايزه واخلي . په دې خلائي سفر کې هغه د افغانستان د فضائي عکسونو اخستلو سره سره مير نومي خلائي مرکز ته هم سر ورښکاره کړو.
١
هرکله چې ښاغلے مومند په خلا کې وۀ نو مور ئې پسې د غمه ډيره سخته ناروغه شوله. په دې حال چې د افغانستان شهيد رئيس ډاکټر نجيب الله خبر شو نو هغه ئې صدارتي ماڼۍ ته را اوغوښتله اؤ د هوا په چپو ئې د عبدالاحد مومند سره تماس اونيولو اؤ دغه رنګ مور اؤ ځويي سره په پښتو ژبه خبرې اترې اوکړلې.
٢
د بي بي سي سره په خپله يو مرکه کې عبدالاحد مومند په دې حقله په تفصيل سره غږيدلے وۀ . خېبر واچ د جدې استاذی ښاغلی شېراغا شرافت وايي چې هغوۍ څه اووه اتۀ کالۀ وړاندې دغه مرکه خوندي کړيوه اؤ ډېر زر به هغوۍ دغه مرکه زمونږ ترلاسه شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب