عبدالقدیر- مسلمان پښتون او د اټومي بم کارپوه

 داسلامي اتوم بم زېږېدنه :

داسلامي اتوم بم نوم دغیراسلامي نړۍ اوبنسټپالو ډلوله خواد خبررسنیوله لارې  هغه مهال خپورکړوکله چې په ١٩٩٨   ز کال کې،  پاکستان خپلې اټومي ازموينې ترسره کړې . لوېدیځ هیوادونواوامریکا پرې اقتصادي بنديزونه ولګول . دپاکستان داټومي پروګرام  پلار مسلمان افغان پښتون عبدالقدیر خان دی چې  ديورانیوم  غني کولواوداټوم بم په ټکنالوژي کې هغه دپام وړاوټاکونکی رول لوبولی دی .  دپاکستان اټومي پروګرام بشپړکول داسلامي نړۍ په تېره بیا دسعودي عربستان په  غوښتنه  پیل شو ترڅوپه سیمه کې پاکستان دهرډول ګواښ دمخنيوي وړتیاولري .

دبیلګې په ډول :

په ١٩٧٤ ز کال دمای میاشتې په اتلسمه نيټه هندوستان خپله لوموړۍ امپلوزیون ډوله ډیزاین شوې ټکنالوژي (Implosion design) اودپلوتونیوم چاودیدونکوموادو هستوي ازموینه د بودا (Buddah ) دزيږیدنې په ورځ ترسره کړه   .  دنوموړې هستوي ازموینې  قدرت لږ څه پینځه لس کیلوټن ټي این ټي 15 kilotons TNT اټکل کيږي چې  دجاپان هيروشيما اتوم بم سره سمون لري.  هستوي ازموینه  د راجستان ولایت په یوه دښته  اودځمکې لاندې په يوه سل   متره ژورڅاه(Shaft) کې تر سره شوه . دغه سورۍ دریگ په مرسته تر خوله پورې ډک شو او بیا دسمټو (Cement) په اچولوسره کلک بندشو.

په مذهبي تړاو دهندوستان دغه بې سارې هستوي ازموینه دنړۍ په ټولومسلمانانوباندې  دهند ساينس پوهانواوهندوانوبريا وګڼل شوه او دهندپه ټول هيوادکې ديوې ملي جشن  په څير ولمانځل شوه . په دې اړوند د پام  وړاوترپوښتنې لاندې خبره خو دا ده چې دهند هستوي پروګرام په پرمختګ کې د کانادا، امريکا او استراليا ساينس پوهانوغټه ونډه درلودله. دبیلګې په توګه : په ١٩٥٦ زکال کې  کاناډا دهندوستان سره ددرندواوبو څېړنيزهستوي بټۍ مرسته وکړه . هندوستان دخپل اټومي بم دجوړولوپه موخه ددرندواوبوهستوي بټۍ HeavyWater Reactor څخه ګټه پورته کړه . په نوموړې بټۍ کې درندې اوبه يانې ډویتېریوم اکساید deuteriumoxide, D2O) )  یوخوا دموډراتور  Moderator   (یانې دنیوترونولپاره بریک وهونکې ماده) اوبلخوادیوې سړوونکې مادې په توګه کارورکوي . ددرندواوبوهستوي بټۍ ګټه په دې کې ده چې  دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش U-235  پرځای  دطبیعي یورانیوم دوه سوه اته دیرش U-238اکساید (natural UO2 ) څخه دسونګ موادوپه ډول کاراخیستل کیږي .  بلخوا په نوموړې بټې کې دپلوتونیوم Plutonium-239رادیواکتیف عنصرپه مصنوعي توګه ترلاسه کیږي . پلوتونیوم دیورانیوم په شان داتوم بم دجوړلولپاره خورامساعدرادیواکتیف عنصرتشکیلوي .

دهندوستان هغه وخت صدراعظمې اينديرا ګاندي Indira Gandhi   د هستوي ازموينې نوموړې  برياليتوب ته يو مذ هبي بڼه ورکړه او يوخوا يې د لمانځنې وخت د   بودا دزيږيدنې  ورځ  وټاکله او بلخوا يې دهندوستان داتوم پروګرام   د خندا کوونکي  بودا  „Smilling Buddah“ په نوم اعلان کړ.    . دهندصدراعظمې   د غه ازموینه دیوې پلمې په توگه سوله ایزه هستوي چاودنه  Peaceful nuclear explosion   ونوموله .  په داسې حال کې چې ډیروکارپوهانو دهند چاودنه  په حقیفت کې دسولې په موخه نه بلکې دپوځي موخې لپاره تعبیرکړه .

your ads

ددې سره جوخت  دهندوستان   يوبنسټيز  مسلمان فزيک پوه عبدالکلام Kalam Abdul   دا په ګوته کړه چې دهند ساينس پوهان د يوه هندي اتوم بم  په جوړولوبريالي شول او او س هيڅ يو ګاونډ ی مسلمان هيواد به یوه داسې پریکړه او زړه ورتوب وه نه کړي چې  دهندوستان په خاوره يرغل وکړي .  د بيلګې  په ډول  لکه ددوو زرو کالونوڅخه را پدې خواتل داسې پېش شوي دي چې  افغانانو، مغلو او ايرانيانوبه په هر وخت او هر ځاې کې چې  و غوښتل نو دهند خاوره به يې په زور ونيوله.

دهندو اټومي بم    Hindu atomic bombجوړيدل یو خوا، اوپه 1972 م کال کې دهند  او پاکستان تر منځ په مخامخ  نښته  کې  د بنګلاديش خاورې بايلل بلخواد اسې پایلې رامنځ ته کړې چې د پاکستان  پوځي، سياسي لوړپوړي چارواکي دخپل ولس تر سخت  فشارلاندې ر اغلل . په نړیواله کچه  دهندوبم جوړیدل نه يوازې پاکستان ته بلکې ټولې   اسلامي نړۍ ته  دخطريو زنګ او  ګواښ وګڼل شو. په 1975    م کال کې   دهغه وخت صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د پاکستان لپاره داتوم انرژۍ دپراختيا پروګرام بنسټ کيښود او داحساساتوڅخه ډکه وينا کې يې خپل ولس ته داسې خطاب وکړ:

(مسلمان ساينس پوهان که دنړۍ په هرګوټ کې وي،  بايد زر تر زره داتوم بم په جوړولو باندې کار پيل  کړي. زه نور دجوړشوي هندواتوم بم(Hindu atomic bomb)   زغم اوحوصله نه لرم. که چيرته زموږولس زر کاله هم دډوډی پر ځاې واښه وخوري خوبيا هم زه دهیواد يوه مسئول مشر په صفت دا وړانديز کوم چې پاکستان دګاونډیوهیوادونودهرډول ګواښ دمخنيوي په خاطر هستوي وسلوته اړتیالري )  .

دپاکستان صدراعظم زولفقار علي بوټوله يوه خبریال سره په مرکه کې وویل چې :  عيسویان اتوم بم لري ، یهودیان اتوم بم لري ، هندیان اتوم بم لري په دې نړۍ کې یوازې  اسلامي تمدن دی چې اتوم بم  نه لري .

په  1976 م کال کې دډاکتر عبدالقدير خان تر مشرتوب لاندې يوه ډله  ساينس پوهان د ذو الفقار علي بوټو له خوا وټاکل شول تر څو د هستوي وسلو پروګرام  پرمخ بوزي.  د جولاې مياشت  1976 م کال کې د ډاکترعبدالقدير خان په نوم اووياړ سره  دڅيړنې يو لابراتوارپه  کوهټه  Kahuta کې جوړشو. په دغه لابراتوارکې د ډاکترعبدالقدير خان په ابتکار د يورانيم دوه سوه پېنځه ديرش U-235 ايزوټوپ دغني کولویوه ځانګړی ټکنالوژي په کارواچول شوه چې د څو زروڅرخېدونکو لوښویانې سینتریفوګو  ( Ultra-Centrifuge ) څخه جوړه ده.

ډاکتر عبدالقدیرخان او مذهب :

په دې کې هیڅ شک نشته چې   ډاکترعبدالقديرخان داسلامي نړۍ په تاریخ کې یووتلی ، پیاوړی اوبې ساری ساینس پوه دی . برسیره په دې  ډاکترعبدالقدیرخان یوډیر پرهېزګاره کلک مسلمان پښتون هم  دی . ډاکترعبدالقديرخان په خپل ژوند لیک کې دقران شریف پینځه نوي یم سوره۹۵ ، څلورم ایت ۴ لیکلی دی چې  ژباړه یې داسې ده .

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ

ژباړه :  (چې خامخاپه تحقیق پیداکړی دی موږانسان  بنې ادم په ډیریوښه اعتدال سره )

تفسیر: موږانسان په یوه ښه قالب کې اچولی دی اوښه قوتونه مووربښلي دي  اوپه ظاهري اوباطني ښیګڼوموښایسته کړیدی اوډیرګټورشیان مودده په وجودکې راغونډکړیدي . که بنې ادم سم دخپل صحیح فطرت سره ترقي وکړي نوانسان له پرښتوڅخه نه یواځې وړاندې کیږي بلکې دهغوی مسجودهم ګرځیدی شي(۵) .

دپورتنی ایت شریف په بنسټ ډاکترعبدالقديرخان دلوی خدای څخه ډیرشکرکوي اوځان نیکمرغه ګڼي چې  دطبیعي علومودومره بې ساري پوهه دبل چانه پرته یواځې  دهغه په نصیب شوې ده . داځکه چې اوس هغه  دنړی ټولو مسلمانانوته دویاړ اودګټورخدمت مصدرګرځیدلای شي .

په دې اړونددقران شریف په دوه سوه نهه شپیتم ایت ، سورة البقرة کې راغلي دي :

………………..وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا

ژباړه : خدای پراخ اوعالم دی . ورکوي (الله ) حکمت (نافع علم سره له عمله ) هرچاته چې اراده وکړي (دورکولویې)  اوهرچاته چې ورکړشوحکمت (پوهه) نوپه رښتیا سره ورکړشو(ده ته) خیرډیر. (تفسیر: یانې هرچاته چې پوهه ورکړشوې ده هغه ته ددنیااواخرت لوی نعمت ورکړشو اولویه ښیګڼه  ورسره شوې ده .

څرنګه چې عبدالقديرخان لا  په کوچنیوالي کې دډیرې  هراړخیزې اوځانګړې پوهې خاوندوه، نودهغه دینې استادان ورته ډیرحیران پاتې وو. داسې کیسې هم کیږي چې داسلام دین پوهانوویل چې ګڼه دعبدالقديرخان او دهغه  دپلارعبدالغفورخان په نوم کې یوه خدايي معجزه پټه خوندي ده . داځکه چې قدیراوغفوردالله تعالی صفتونه دي .  نودهغه مهال  اسلام دین پوهانو مخوینه کړې وه چې دډاکترعبدالقديرخان ځخه به  په راتلونکې وخت کې یوډیرغفور(بخښونکئ)اوقدیریانې وسي سړی جوړشي .

ډاکترعبدالقديرخان په دې نظر دی چې ددښمنانو څخه ددفاع په خاطردهرمسلمان لپاره دساينس پوهنې او نوې تکنالوژي زده کول ضرورګڼل کيږي. دبیلګې په توګه دډاکترعبدالقدیر خان دڅیړنیز لابراتواراودیورانیوم دغني کولومرکز   (Dr.A.Q.Resarch Laboratories) په دروازه دقران شریف لاندنی ایت شریف  لیکی دی .

خو الله تبارک او تعالى  په پورتني ایت شریف ( سورت النفال ٦٠ ايت شريف) کې مسلمانانو ته  امر کړئ دئ چې د سا ينس اوتکنالوژي زده کړه داسلام  مبارک دين او دمسلمانانو ددفاع په خا طرتر خپله وسه پورې پر مخ بوزئ . او داسې شيان او وسايل اختراع او اماده کړئ چې دستاسو دښمنان او مخالفين يې لري تر څو هغوی ور باندې وويروئ.

دا سې اټکل کيږي چې ډاکتر عبدالقدير خان او سيد جمالد ين افغان دواړه      دساينس پوهنې د زده کړې په اړوند په يوه خوله وي . د بيلګی په ډول سيد جمال الدين افغان په افغانستان، ايران،ترکيه،هند او مصر کې ديوې نوې پان اسلا ميزم ګوند جوړاوپه تبلیِغ يې پیل وکړ.دنوموړي فلسفې بنسټ داوو:

١-داسلا مي هيوادونو سياسي پوهې لوړو ل او په ګډه سره  دغربي استعمار په مقابل کې ملي مبازه ،

٢-داسلام عا لمانويو موټۍ کول .

٣–داسلام تمدن ته دزده کړې،دمودرن سا ينس او تکنالوژي زده کول اود اسلام څخه دفاع کول او تمدن ته يې وده ورکول.

اخذلیک :

١- http://en.wikipedia.org/wiki/A._Q._Khan
۲-http://www.draqkhan.com.pk/about.htm
٣ –   http://www.nytimes.com/2006/04/16/world/asia/16chron-khan.html
٤- http://www.globalsecurity.org/wmd/world/pakistan/kahuta.htm
۵- قران کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کې ، دویم جلد،مدینه منوره  ، ۱۳۸۴ ه ل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب