عرفات پورې مربوط مسائل

عرفات پورې مربوط مسائل

(۱) مخكې چې له وقوف دعرفې نه جماع وكړى حج فاسديږي اوكه روسته له عرفات نه جماع وكړي حج صحيح ده خو (بدنه ) يعنى اوښ لازميږي اوښ به حلاله وي .

(۲) وخت دوقوف دعرفې معلوم دى چې دزوال نه روسته ترغروب دلمر پورې دى .

(مسئله) مستحب طريقه ده چې حاجي په نهمه ورځ پس له اداء كولو دسحر دلمانځه انتظار وكړي تر طلوع دلمر پورې روسته له د طلوع دلمر نه دى په طرف دعرفات حركت وكړي په داسې حال كې چې مشغول به په تلبې سره وي : كه له ازدحام دحُجاج يا حرارت دهوا څخه ويره وه هيڅ باك نشته چې مخكې دطلوع دلمر نه حركت وكړي فاصله په مابين دمنٰى او عرفات كې (۶) كيلو متره ده حاجي كولى شي چې دا مسافت يا پياده يا په سورلۍ سره قطع كړي : كله چې حاجي عرفات ته ورسيږي مستحب ده چې دجبل رحمت سره اقامت وكړي كه  ضرروؤ دازدحام دوجهى نه بيا په حدود و دعرفات كې هرځاى كې وقوف عرفات كولى شي دعرفات حدود حكومت سعودي معلوم كړي دي زيړې لوحې يي گير چاپيره درولي دي معلوميږي حاجي بايد دهغه لوحونه دننه خوا وقوف عرفات بايد وكړي باندې حصه په عرفات كې نه ده حساب.

 {جمع بين صلوتين په عرفات}

پس له داخليدو دوخت دماسپښين څخه بايد حاجي په جماعت سره په مسجد نمره كې دماسپښين او دماذديگر لمنځونه دواړه بايد په يوځاى اداء كړي په طريقه دقصر سره اول دماسپښين اوبيا دماذديگر وكړي په وخت دماسپښين كې دوه دوه ركعته به اداء كړي .

(مسئله)  علت دقصر دپاره سفر دى نه حج حتى كه يو حاجي مقيم دمكې مكرمې وو يا دمنٰى يا دعرفات يا حج كونكى مقيم وو له (۱۵) ورځو نه يي زياتى په مكه معظمه كې تيرې كړئ وې په نيت داقامت هغه به څلور ركعته لمونځ كوي هغه به پخپل كيمپ كې په جماعت سره څلور ركعته اداء كړي خو هريو لمونځ په خپل وخت كې جمع بين صلوتين به نه كوي

(مسئله ) : شروط دجمع بين صلوتين په عرفات كې په لاندې ډول دي .

(۱) زمكه دعرفات ورته شرط ده (۲) دواړه لمونځونه كول په جماعت سره (۳) نهمه ورځ د ذوالحجې (۴) وجود د امام يا نائب امام (۵) تقديم دصلوة ظهر په صلوة عصرباندې .

( ضروري مسئله)

۱- بايد حاجي متوجه وي چې مخكې له غروب دلمر نه عرفات نه خارج نشي

(۲) كومه تاله چې وادى عرنه ورته وائي ځاى دوقوف دنه گرځوي كه ټوله ورځ هم دلته تيره كړه او عرفات ته وره نغلو حج يي باطل شو ځكه دسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي :  اَلْعَرَفَاتُ كَلَّهَا مَوْقِفٌ اِلاَّ وَادِيُالعُرنة  : عرفات ټول ځاى دوقوف ده بغير دوادي عرنه څخه .

(۲) واجب په عرفات كې صرف دوام ده تر غروب دلمر پورې كه مخكې دغروب نه خارج شو حج صحيح ده يعنى وقوف يي وشو خودم پرې لازم شو په تر ك د واجبو چې دوام دوقوف دى له غروب دلمرنه به روسته حاجيان په طرف دمزدلفې حركت كوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب