عسل او د هغې ګټې | قرآن علمي اعجاز

راوځي ددوى دنسونو څخه څښاك په ډول-ډول رنګونو باندي چي په دې كي شِِفاءده دخلكولپاره…ايه

لوى څښتن تعالى جل جلاله دانسانانودلارښوونې لپاره داسي كتاب رالېږلى دي چي (۱۴۰۰) كاله وروسته ساينس پوهان هيښونكي د تاريكۍ پرغونډۍ باندي هك پك ورته لاس ترزنې ناست دي.

دااوس په عقل اوپوهې ثابته شوه چي خالق جل جلاله دخپل مخلوق لپاره داسي قوانين اوملغلرې رانازلې كړيدې چي دهميش لپاره دانسانانو لپاره په ګټه دي، په ګټه وه اوپه ګټه به وي. په قرانكريم كي داسي ډېر اياتونه شته دي چي ساينس پوهان ورته حيران دي اوپه نه پوهيدوئې اقرار كړيدى ددې مطلب دانه دي چي كه ساينس څه ثابته كړه نوموږ مسلمانانوته دتائد وړدي اوكه ساينس ثابته نكړه نوموږئې نه منو بلكه وټولو مسلمانانوته دقرانكريم هرايات پرته ديوشي دحكمت اوفلسفې دجوتولونه ايمان اوباور دى. لومړى دساينس هغه برخه چي پردرستو تجربو باندي ولاړه وې دقرانكريم سره به هيڅ ټكرونلري نه دساينس خيالات اونظريات، اوكه چيري يوساينسي پلټنه دالله جل جلاله دكتاب سره په ټكركي شي نوبياداواسلامي نړۍ ته دمنولووړنه ده. وبل لورته وغيرمسلم انانوته دعقل اوشعورلوړمعيارساينس دي، نوپه همدې سبب مسلمانان دخداى جل جلاله دكتاب هرايات دساينس په هنداره كي روښانوي ترڅوحقيقت ورته روښانه اوايمان راوړي.

په پورتني ايات شريف كي دعسلو فايدې اووعسلوته د(شفاء)تورى استعمال شويدي اومطلب ئې دادى چي عسل دناروغيودارودرمل دي ساينس پوهانوپه دې وروستيوكي په عسلو كي لاندي موادپيداكړيدي

(دانګوروګلكوز)قندي مواد، مېوه جات(فركتوز)، دني شكرقندي مواد(سكروز)، ديكسترين، پروتين، استروجن، حمض النمل، اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، منګنيز، فاسفورس
كلورائيډ، حبوب اللقاح، خوشبويه مواداوداسي نورډېرموادلري چي لاتراوسه نامعلوم دي. عموماًپه طب كي عسل دتسمم دناروغۍ، دينې اوداودمعدې داضطراباتولپاره ډېراستعماليږي، همدارنګه دمغزودكمزورتيا، دزړه دكمزورۍ، دمغزودارامولو، روماتيزم اواعصابولپاره ډېرګټوردي.

په مصركي دعسلوپر(۵۰)استفادو يوبين المللي كانفرنس دائرشوي ؤ اودلاندنيو پنځوقسمو عسلوبيان ئې وكړ:
دپخته ګل عسل، دكېلې دګل عسل، دبرداقوش دګل عسل، دتورې دانې(دانه سياه)دګل عسل او دشړشمودګل عسل.

داعسل دلاندنيوناروغيولپاره ګټوردارودرمل دي:
خشكي، اسهال، اكزيما، دنس پاړسوب، دستوني خرابوالى، دكوچنيوچنجيانولپاره، دزيات كولسترول لپاره، دوسنستياديااو دوينې كمښت لپاره دي.

عسل دپورتنيوناروغيولپاره د(۷-۱۲)كسانوباندي په لاندي ډول سره تجربه شويدي:
E دتوري دانې عسل داسهال دعلاج لپاره(۶)كسان ناروغان 100%ئې نتيجه مثبته وه.
E دتوري دانې عسل(عسل دانه سياه)ددغوناروغيولپاره هم دارودرمل دي:
Û دكوچنيوچنجيانولپاره 70% مثبته نتيجه وركوي.
Ûدكولسترول لپاره 66% په شپږووروځوكي چي دوينې فشارهم څوبرابره كښته وي درمل دي.
Ûددوسنستاديالپاره 75%.
Ûدزخمونولپاره 66%
E دبرداقوش دګل عسل دم عدې دپاړسوب لپاره 100% مثبت شوېده.
E دكېلې دګل عسل100%دوينې دكمښت لپاره ګټورثابت شويدي.
روغتياپال(ډاكټر) ابراهيم شامخ چي دجراحي متخصص اودعين الشمس دپوهنتون كي دجراحي اوزخمونوپه فاكولته كي استاذدى وائي: عسل د (۱۵۱)ناروغيولپاره ګټورثابت شويدي داپه داسي ډول سره چي هرسهاراوماښام يوه كاچوغه عسل يوكاچوغه دتوري دانې پوډر ورسره ګډشي. د۵۵۰ دپوستكي دناروغيولپاره ګټوردارودرمل ثابت شويدي.

دسترګوعلاج دعسلوپه مرسته:

روغتياپال محمدعماره چي دمصردمنصوره په پوهنتون كي دسترګومتخصص دى وايي چي: دشلوكلونوراهيسي دسترګودعلاج لپاره عسل استعمالوم اونتيجه ئې 100% مثبته ده، اوهمدارنګه دبلجيمي كاتوليك دپوهنتون استادانودمكروبي او ويروسي سترګولپاره دشړشمودګل دعسلوڅخه دسترګوڅكك جوړكړيدي چي په ورځ كي ۵واره وسترګوته ورلويږي اونتيجه ئې په مكمل ډول سره ګټوره، اغېزمنه اومثبته ده. داروغتياپالان زياتوي چي: عسل په ځانګړي ډول سره دهغه ويروس لپاره دارودي چي دسترګوقرنيه ختموي چي داويروس د(هيربس) په نوم ياديږي، لنډه داچي عسل دسترګولپاره بهترين اوګټوردي.

عسل اودوينې فشار:

روغتياپال دسوقي چي دباطني ناروغيواوحساسيت استاذدي، دعسلوڅخه دفشارپه كمولو كي ډېره استفاده كوي. روغتياپال سيمون بايوف اوروغتياپال توكستياماتيسون چي دكولمبيادپوهنتون چي په نيويارك كي دى دواړه دسرطان څېړونكي دي وايي چي: عسل دسردرداوسرطان لپاره ډېرګټوردي.

انجينيرعدنان محمد دين ليكي:
چي په عسلوكي اوس يوه ماده كشف شوېده، چي د(پروپوليس) په نامه ياديږي اودلسوكيلوګرامه عسلوڅخه ۱۳۱\۱برخه ئې همدغه ماده ده، داماده مكروب وژونكې ماده ده، كله چي دعسلومچۍ دعسلوچوكاټ جوړوي دغه ماده پكښې استعمالوي اوټول دېوالونه ئې په همدغه ماده وهي ترڅومكروب ورنشي اوخراب نشي اوپاته دي نه وي چي داماده دپاره دغاښونوددرد، دخولې دناروغيواودستوني دخرابوالي لپاره ګټوره ثابته شوېده.

انجينيرسيف الدين په دې انددى چي دغه ماده داثناعشره كلمودزخمونو، دمعدې دپړسوب اودبواسيرولپاره ډېرښه درمل دي. امريكائي پوهان په دې باوردي چي داماده دسرطان دانه په مكمل ډول سره ختموي اوهمدارنګه دانفلونزالپاره بهترين علاج دى. په بلغاريه كي عسل دډېرمهال راهيسي روغتياپالان دروماتيزم(دبندونودرد) لپاره په كاميابه توګه سره استعمالوي. ددې ټولوګټوسره- سره ساينس پوهان په دې انددي چي په عسلوكي ډېرنورشيان شتون لري چي لاتراوسه نه دي كشف شوي.

عبدالولي راسخ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب