عسل «شات» په اوبو کې څښل د ګڼو ناروغيو مخنيوی کوي

عسل «شات» په اوبو کې څښل د ګڼو ناروغيو مخنيوی کوي

نوې طبي څېړنې ښيي، چې په تشه ګېډه يا له خوبه وړاندې شات په اوبو کې څښل د وزن کمولو، د بندونو درد او پړسوب له منځه وړلو تر څنګ د ګڼو ناروغيو په مخنيوي کې رغنده رول لري.

عسل په اوبو کې څښل د بدن رنګ ښکلی کوي، بدن کې مېکروبونه له منځه وړي او ډاکټران وايي، چې هره ورځ يو قاشوغه شات په يو ګيلاس اوبو کې څښل وزن کموي، ذهني وړتيا زياتوي، بدن د لوږې احساس کموي او د بندونو درد او پړسوب هم له منځه وړي.

د شاتو طبي ګټې

ډنمارکي څېړنې ښيي، چې شات په اوبو کې څښل د غړو او پلو دردونه ختموي، د وينې غوړ «کوليسټرول» نورمال ساتي او بدن له بکټرياوو څخه ژغوري او په ځانګړې توګه دا ګټې يې هغه مهال نورې هم زياتيږي، چې په تشه ګېډه وخوړل شي.

زموږ ډ‌ېر خلک او کارکوونکي د ستړيا د مخنيوي لپاره ډول ډول انرجي بوتل څښي، مګر د ستړيا د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره لار عسل په اوبو کې څښل دي او دې سره د ذهن او بدن فعاليت قوي کيږي او تل تر و تازه وي.

your ads

بايد وويل شي، کوم خلک چې د ستړيا د له منځه وړلو لپاره د انرجي په نوم بوتل څښي جانبي عوارض يې ډېر زيات وي او تر ټولو خطرناک يې د زړه حمله ده.

شات په اوبو کې ګډ څښل د يادو ناروغيو تر څنګ د حساسيت د له منځه وړلو، د سينې او تنفسي نظام د ښه کولو او بدن له هر ډول زهرجنو موادو څخه پاک ساتي.

نن ټکی اسیا

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب