عصبیت یعنې د دواړو جهان تباهي!

روښانه خبره ده چی تعصب او اسلام دواړه متضاد عنوانونه دي يعني څوک چي اسلام سره رابطه لري، خپل ځان يې سوچه اوپاک مسلمان بولی هغه قطعاً تعصب نه كوي یعنی څوك چي تعصب كوي هغه په دي دنيا ځان او ټولنه دواړوته تباهی راوړی چي اسلام دهغی اعمال نه بیزار او هغه هم داسلام نه لري او بیګانه دي او په آخرت كي هم دهغی ژوند تباه اودجهنم اور کندی دهغی په انتظار کې ده، او دالله تعالي رحم هم ورباندي نه كيږی.

سره ددی نه بيا هر څوك چي عصبيت ته ارزښت وركوي اویا دهغی نه حمایت کوی که دمسلمانانو په مینځ کښی هم اوسیږی او داسلام دعوايې هم وکړی په حقیقت کې هغه دجاهليت په خوا کښی را روان دي او اسلام دهغه په مقابل کښی اعلان جنګ کوی مخکې ددی نه چی داشخص په جاهلیت کې مړ شی بايد خپل ځان اواصلی رسالت يې وپيژني ژر تر ژره توبه وباسي داسلام اودانسانيت فطري تقاضاو ته په خلاصه جبین کښی لبیک ووايې اوځان دهغی الهی احکاماتو په مطابق کې برابره كړی چی اسلام يې لکه لمرښودلی دی.

اوس راځو هغو مطالبو ته چي بعضی وروڼو دخپلی ویناګانو کې دولس په اجتماعاتو، او په اخبارونو اوانترنیتی سایتونو کې دخپل په لیکلو کښی داسی مشخص افرادو ته په نژاد پرستۍ، قوم پرستۍ اوپه عصبیت تورنوی چی آیا هغوی واقعاً متعصب کسان دی اوکه نه هغه بیلی خبری دی دهغی په رابطه جدا تبصری غواړی چی فی الحال دهغی په باره کښی بیانول يې مناسب نه ګڼم په هر حال عصبیت چی اسلام انسان له هغه نه قطعاً منع کړی دی د هغی په رابطه بايد دوستانوته ووايو چي تعصب داسي يو مجسم شي نه دي چي دهغه شکل اوهيكل عملا ظاهر شی او خلك يې وگوري بیا ووايې چی داشخص متعصب دی بلكه تعصب هغه متعفن اوبويناكه جيفه ده چي د منفی ويل، ليكل، كردار او بل هغه څه چي دانسان نه غلطه حرکات صادريږي بيا هغي ته مستقيمه توگه منصوب كيږي دهغي نه پس داسي واضحه خلك پيژني چي دی ته ژبنی، قومي، ګروهي اوفرقه ایزه ﻤﺴﺌﻠﻪ دهر څه نه اوچته خبره ده، ښه والی او تقوا دی ته څه ارزښت نه لری.

دې  وخت کې باید خامخا ووایو چې دا شخص بلا شبهه هغه پلید تعصب کې اخته شوی ده چی اسلام دهغه نه په واضحه توګه کرکه لری او مسلمانان الله (ج) له هغی څخه منع کړی ده، یعنی داشخص بعضی وخت که دخلکو په مینځ کښی داسلام ناری هم وهي یا لمنځونه کوی هغه فقط نمایشی حرکات دي چی د هغوپه وسیله باندی ځان اوخلک غولوي او بس، یعنی دخپل عبادی اعمال نه یوازی هیڅ ثواب نه شی حاصلولی بلکه که توبه ونه باسی دخدای په عذاب کښی لازیات اخته کېږی، که وګورو حتي بعضي وخت داسي كيږي چه ظاهراً یو ښه انسان خپل ويل اوليكل نه كنټرولوي منفی حرکات دهغی نه صادریږی په نتیجه کښی دتعصب بوی دهغی نه انتشاریږی لکه بعضی خلک چه لیکوال دی درسنيو اواعلامی وسایلو سره خامخا ارتباط لری خپل ځان تحصیل کرده او دپوهانو په رډیف کښی حسابوی مخکې ددی نه چی خپل نظریات خلکوته وښايې په ډیر تأمل او دقت سره یو وار خپل لیکل او ویل يې دقرآن او سنت په تله کې وزن کړی چی آیا دهغی په احکاماتو او معیارونو مطابقت کوی اویا دهغی روحی بیاناتو سره سمون خوری او که نه ؟

زه تعجب په هغه چا کوم چی ځان مسلمان هم بولي اوحتی ځان د اسلامی تنظیمونو متعهد ګڼی بیا هم تعصب کوی حال دا چی اسلام بالکل دهغو حرکاتو نه بیخی کرکه اومنافات لري او حتی خپل تابعین او پیروانوته حکم کوي چی د بې ځایه تعصب په خلاف په هرځای آوازونه پورته کړي او تر هغه وخته پوری دهغه په مقابل کښی جهاد او مبارزه وکړی چی بالکل له مینځه لاړ شی، ولی؟

تعصب او عصبیت دجاهلیت ددوران میراث دی ابلیس علیه اللعنه اولنی کس وو چی تعصب يې وکړ او دابوالبشر په مقابل کښی يې دعصبیت نعره اوچته کړه پس له هغی نه درب العزت له دربارنه دومره راټيټ شو چی د (رجیم) لقب يې کسب کړاوپه نتیجه کښی يې خپل دنیا اوآخرت تباه کړ او له همدې لامله هر وخت کوښښ کوي چی د انسانانو په مینځ کښی دتعصب اور ژوندی وساتي ځکه په دې کارسره کولای شی چی هره شیبه دانسانانو اتحاد اواتفاق تیت اوپرک کړی اوپه دې توګه خپل انتقام د آدم ( علیه السلام ) داولادونه واخلی.

او اوس ددی لیکنی نه په ډاګه شوه چی عصبیت په اسلام کې هیڅ ځای نه لری باید مونږ اوتاسو په دغو حساسو شیبو کښی چی زمونږ غم ځپلی ولس په مختلفو مشکلاتو کښی اخته دی خپل اصلی اوحقیقی رسالت وپیژنو په دی ځان پوه وکړو چی که شخصیت په پوهه اوعلم کې وي اوچت والی اوبرتري په تقوا کې ده او حقیقت هم دادی چی په اسلام کښی اصلي معیار فقط تقوا اوپرهیز ګاري ده نه بل څه، لکه الله تعالی خپل عظیم اومقدس کتاب کښی په واضحه توګه فرمایي چې :(( ‌‌إن اکرمکم عندالله اتقاکم )) یعنی ستاسو بهترین اولوړ مقام شخصیت دالله تعالی په نزد هغه څوک دی چی ډیر تقوا اوویره ولری .( دحجرات سوره دیارلسم آیت)

اوبل داچی رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) په صریحه لهجه خپلو امتیانوته په یو حدیث کښی داسی فرمایلی دی چی هرڅوک عصبیت، قام پرستۍ ژبني تعصب ته دعوت وکړی هغه زما له امت څخه نه دی اوهرڅوک، چې په عصبیت کې مړ شو زما امتي نه دی.
اوس مونږ اوتاسو د یو واقعي مسلمان په توګه غور وکړو او خپل اعمال، افعال، ویل اولیکلو ته وګورو چی څومره دګران اسلام احکاماتو د معیارونو مطابق دي ؟

ومن الله التوفیق
ابوشبیر (( سعادت ))

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب