عضوي مرکبونه

پخوا مو ولوستل چې د حجرو په کيمياوي جوړښت کې عضوي او غيرعضوي مرکبات شامل دي. قندونه، پروټينونه او غوړي (شحمونه) د حجرو د عضوي مرکباتو له ډلې څخه دي

. هغه توکي، چې د حجرو په حياتي تعاملونو کې انرژي توليدوي، له غذايي موادو څخه عبارت دي. ډېر مهم خوراکي توکي چې مېتابولېزم (ترميم او تخريب) کې زيات ارزښت لري، په درې ډلو؛ لکه: قندونو، پروټينونو او غوړيو (شحمونو) ويشل شوي دي.

ياد شوي توکي د اکسېجن په موجوديت کې احتراق کوي، يعنې د نوموړي توکي د اکسېجن په شتون کې سوځي چې دا عمليه د اکسېدېشن په نامه يادیږي چې وروستی حاصل يې بېکاره توکي او توليد شوې انرژي ده. حاصله شوې انرژي، چې د خوراکي توکو د سوځېدلو څخه منځ ته راځي، د حجرو د حياتي فعاليتونو لپاره مصرفېږي.

په دې څپرکي کې به تاسو د عضوي توکو جوړښت او دندې ولولئ او وبه توانېږئ چې د عضوي توکو؛ لکه: قندونو، پروټينونو او شحمو شتون په خوړو کې تثبيت کړئ او همدارنګه به د مېتابولېزم په عمليه کې د عضوي مرکباتو په رول باندې پوه شئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب